د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولی پګړۍ

افغان تحرک 15.07.2015 11:27

پیچلی دی په سر می فکر د سولی
تول ژوند بی پګړۍ سرمی ارمانجن و


د سولی پګړۍ د افغانی ابتکاراتو هغه ذهنی تولید دی، چه زمونږ بقا او دزمونږ دبقا کیفیت پیرل او اوبدل ورته اړتیا لری. څښتن تعالی مونږ انسانو لپاره د تعقل او تحسس نعمتونه بخښلی دی، اوس داسی وخت راغلی دی، چه باید مونږ افغانان له تعقل نعمت څخه هم ځان او هم هیواد مستفید وکړو، یعنی "د سولۍ پګړۍ" په سر کړو!

ولی باید مونږ افغانان "د سولۍ پګړۍ" په سر کړو؟

دلته په دیره لنده توګه، یو لږ تکراری توضعیات، دزمونږ افغانی فلسفه پر اساس، مکرر ارایه کیږی:

بی له سوله څخه امنیت نا ممکنه دی، بی له امنیت څخه قانونیت نا ممکنه دی، بی له قانونیت څخه تولنیز عدالت نا ممکنه دی، بی له تولنیز عدالت څخه د افغانانو رفاه او ترقی نا ممکنه دی!

ګرانو محترمو هیوادوالو، راځو چه منصفانه، مختصرا یو لږ "افغانی سپینی خبری" وکړو:

اوس که چیرته په بی طرفانه توګه دافغانستان په "دری اړخیزه مخالفتونه" ته، یعنی د محترم طالبانو اړخ، د محترم حکمت یار صاحب اړخ او د افغانستان حکومت اړخ ته یوه "سطحی کتنه" وکړو،

ګورو چه یو موضوع خو دا دی چی: هر اړخ افغانانو لپاره امنیت، قانونیت، تولنیز عدالت او ترقی او رفاه غواړی، مګرهر اړخ یی افغانانو لپاره امنیت، قانونیت، تولنیز عدالت او ترقی او رفاه "په یو لږ بل رنګ" تعریف کوی، : یعنی هر اړخ یی افغانانو لپاره امنیت، قانونیت، تولنیز عدالت او ترقی او رفاه له خپل "ذهنی ترشحاتو پر اساس" تعریف کوی،

بل مهم موضوع دا دی چه یو اړخ چه د افغانستان حکومت دی په "حکومتی قدرت" کی ناست دی او دوه اړخ یی چه د محترم طالبانو اړخ او د محترم حکمت یار صاحب اړخ دي په "حکومتی او دولتی قدرت" کی، له څوارلس کاله را په دی خوا، سهیم نه دی.

بیا دا څنګه انصاف دی چه د افغانستان دولت له یو خوا په همدا تیری څوارلس کاله کی مثلا ښاغلی عطامحمد نور، ښاغلی تورن اسماعیل، ښاغلی عبدالرسول عبدالرب سیاف، ښاغلی امرالله صالح او یا هم نورو اشخاص او افراد پر خپل غیږ کی نیسی او مګر ښاغلی ګلبدین حکمت یار او یا محترم طالبان لپاره په دولت او حکومت کی هیڅ یو کوم سهم موجود نه وی؟

دا خو نو بیا واضع خبره ده چه یوازی ددی موضوع په خاطر کی هم "جګلیز تصامات" مینځ ته راځی!

که چیرته امریکایان دا موقع مینځ ته راوړی دی، که چیرته روسان، ایرانیان او یا هم پاکستان یا کوم بل هیواد یو داسی حالت مینځ ته راوړی دی او یا هم که چیرته مونږ افغانان پخپله دا حالت مینځ ته راوړی، باید ووایو چه دا په هیڅ کوم دول "علمی معیار" باندی "منصفانه" او "عادلانه" نه ښکاری، او یو علت د دی "جګړو" هم زما په نظر همدا "ددولتی قدرت عدم توازن" دی، چه له ٢٠٠١م کال را په دی خوا، را روانه دی!

بل مهم خبر دا دی چه زمونږ "بینالافغانی صلح" باید د افغانانو د منطق او د افغانی فلسفه پر اساس تامین شی! هر افغان باید چه "د سولی پګړۍ" پر سر کړی!

"د سولی پګړۍ" پر سر کول یو سمبولیت موضوع دی، معنی یی دا دی چه مونږ تول افغانان باید چه د خپل "درک توانایی ته لږ ارتقا ورکړو" ، یعنی: خپل احساس د نورو افغانانو په مقابل کی ارتقا ورکړو. مثلا: باید فکر وکړو چه ولی او یا کله یو انسان جنګیږی، ولی ولی او یا کله یو افغان جنګیږی؟

زمونږ افغانی ضرب المثل په دی باره کی وایی چه : " کله چه په تنګ شو، بیا په جنګ شو."

اوس ګورو چه څوک په تنګ شوی دی؟

ولی په تنګ شوی دی؟

آیا کوم څوک، کوم شی، کوم موضوع دوی په تنګ کړی دی؟

...

مونږ د بین الافغانی جګړو د خلاصیدو لپاره خپل آګاه او صادق واقعی پوهان او واقعی عالمانو ته ضرورت لرو!

مونږ د بین الافغانی صلح لپاره خپل آګاه، صادق او صبورو واقعی پوهان او واقعی عالمانو ته ضرورت لرو!

دا څو "لق دولتی چوکی ګانو " او یا دا څو "خام روپیی او یا خام دالرونه ، خام ریالونه، خام ربلونه او یا هم خام درهمونه او خام دینارنه" دومره ارزش نه لری، چه افغانان د خپل ګریان او عریان ماشومانو په مقابل "په حرص" و یا هم کوم دول سرتمبګی کی بوخت وی.

دافغانستان دولت او د افغانستان حکومت چه پخپله هم د خپل قوانینو لپاره هم چندان اهمیت نه ورکوی، باید ژر تر ژره د طالبانو ګروپ او هم د ښاغلی حکمت یار ګروپ مسلکی، صادق او کارپوه افرادو لپاره د دولتی کارونو امکانات برابر کړی. یعنی هر فاسد او غاصب فرد چه د دولت پر چوکات کی په "کار" کی بوخت دی، باید ژر تر ژره له دولتی کار څخه مرخص شی او ځای یی یو مسلکی، صادق او کارپوه فرد لپاره، په لمړی ګام د طالبانو ګروپ او هم د ښاغلی حکمت یار ګروپ مسلکی، صادق او کارپوه افرادو لپاره، ورکړل شی. بیا ګورو چه دوی څنګه خپل دولتی مسولیت سر ته رسوی!


له بلی خوا نباید انصاف له یاده وباسو، چه، ښاغلی محترم اشرف غنی پخپله هم صادق ښکاریږی او هم کار پوه !
سره له دی نه چه دزمونږ افغانانو په مینځ کی هیڅ څوک یو بل لپاره اکثرا احترام قایل نه یو، مګر دا سړی ما لپاره یو دیر محترم او صادق سړی ښکاریږی. الله تعالی شاهد دی چه دا سړی نه زما کوم خپلوان دی او نه هم یو بل سره کوم "احتیاجیت لرو" ، مګر حق ته باید چی حق ووایو! زما په نظر د محترم اشرف غنی موجودیت، د یو ولسمشر په توګه، مونږ لپاره یو خداوندی نعمت دی چه باید په قدر او احترام یی هم و پوهیږو. زه چه دا خبری کوم نه له کوم تملق څخه سرچینه اخلی او نه هم یی بی له څښتن تعالی څخه کوم ترس او یا هراس لرم، دا فقط زما مخلصانه برداشت دی، او هیله ده چه زما نظر درست ثابت شی.

ښاغلی محترم اشرف غنی نه یوازی د سن په لحاظ بلکه له دغه نه هم مهم تره، چه د علمیت په لحاظ یو واقعی مدبر مشر ښکاریږی. له بلی خوا دا سړی څو هفتی قبل وویل چی:

" دسولی په لاره کی حتی حاضر یم چه خپل سر ورکړم ." آیا د افغانستان په جګړیز تاریخ کی کو ولسمشر او یا هم کوم ولس کشر ویلی و چه ، " دسولی په لاره کی حتی حاضر یم چه خپل سر ورکړم ."

دا چه ښاغلی محترم اشرف غنی په عمل کی هم دا کار ته حاضر دی او یا نه، سل پر سل، نه پوهیږم اما ما لپاره د هغه همدا جمله کافی ده او او فقط همدا جمله احترام یی ما لپاره څو چند وکړل.

په هر صورت "دسولی پګړۍ" نه ښاغلی اشرف غنی لپاره کوم "تملق نامه" ده او نه هم ښاغلی حکمت یار او هم ښاغلو طالبان لپاره کوم "تملق نامه" ده. بلکه "دسولی پګړۍ" دافغانی تولنه او مظلوم افغان ماشومانو لپاره یو سالم چاپیریال جوړونکی "سمبول" دی چه له افغانی ابتکاراتو څخه سر چینه اخلی.

هیله ده چه د سولی په دګر کی هم زمونږ تول لوی ملت او بلخصوص محترم طالبان، د محترم حکمت یار صاحب ګروپ، د ګران افغانستان محترم حکومت او هم دولت خپل "تعقل" ژر تر ژره په واضع او دقیق شکل ښکاره کړی، یعنی مونږ تول افغانان په لمړی ګام کی د بینالافغانی صلح د رامینځته راوړل لپاره باید چه، "دسولی پګړۍ" پر سر کړو، تر څو څښتن تعالی مونږ ته او بلخصوص زمونږ ماشومانو لپاره رفاه وبخښی.

پس له بینالافغانی صلح څخه بیا انشالله کولای شو چه په معقوله توګه او په سړه سینه، ذیدخلو "جګلیز هیوادونو" څخه د خپل "جنګی خسارات" له ١٩٧٩م. کال تر نن پوری مطرح کړو.

مثلا پس له بینالافغانی صلح څخه: په دوه یا دری فازی کی د خپل "جنګی خسارات" له ١٩٧٩م. کال تر نن پوری مطرح کولای شو.

په لمړی فاز- له ١٩٧٩م. کال تر ١٩٩٢م. کال پوری. دلته باید په سر کی له پخوانی شوروی میراث خور ممالک او په راس کی روسیه ګران افغانستان او مظلوم افغان ولس لپاره هغه تول "جنګی خسارات" ورکړی چه افغانستان له ١٩٧٩م. کال تر ١٩٩٢م. کال پوری متقبل شوی دی.

په دوهم فاز- له ١٩٩٢م. کال تر ٢٠٠١م. کال پوری تول ذیدخلو هیوادونو باید چه هغه تول "جنګی خسارات" ورکړی چه افغانستان او مظلوم افغان ولس له ١٩٩٢م. کال تر ٢٠٠١م. کال پوری متقبل شوی دی.

په دریم فاز - له ٢٠٠١م. کال تر صلح پوری نو بیا له امریکا او نورو ذیدخلو هیوادونو څخه خپل هغه تول "جنګی خسارات" تقاضا کوو، چی، افغانستان او مظلوم افغان ولس له ٢٠٠١م. کال تر صلح پوری متقبل شوی دی.


واضع خبره ده چه د جنګی خسارات غوښتنی او تقاضا دقیق سنجش، سړه سینه، قوی فکر، دیر وخت او بلخصوص زمونږ "دسولی پګړۍ" ته هم ضرورت لری، تر هغه وخته چه مونږ افغانان د یو بل پر سر ووهو، تر هغه وخته چه مونږ افغانان یو بینالافغانی صلح را ایجاد نه دی کړی، تر هغه وخته پوری چه مونږ خپلی غوښتنی او مطالبات په سولیز دول، البته په ملی سطح او هم په بین المللی سطوح کی، په دقیق او واضع دول مطرح نه شو کولای، زمونږ غوښتنی او مطالبات هم مختلف الدوله تعبیرات او تفسیرات اخلی.

په لمړی ګام باید چه مونږ افغانان خپل غوښتنی او مطالبات په واضع او عام فهم دول مطرح کول زده کړو!

مثلا: زما غوښتنی په دا لیکنه کی نن صبا د یو داسی " سولی پګړۍ " په سر اچول دی، چه د پګړی هر نسج د سولیز کلام څخه رنګ اخلی، د افغانی منطق او فلسفه پر پښو ولاړ وی، او په جهانی سطوح کی علمی او سولیز بافت او یا بافتونه ولری.


د سولی، امنیت، ترقی او رفاه په هیله