د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اختر ورځ د مبارکې روژې د اجر ورځ

احسان الله مومند 14.07.2015 17:39

د كوچني او لوى اختر ورځې د مسلمانانو تر منځ د مينې- محبت، يووالي، ورورولۍ او اتحاد ورځې دي چې الله پر مسلمانانو لورولي دي .
د اختر ورځ هغه ورځ ده چې مسلمانان باید په دې ورځ له خپل رب العزت څخه د روژې مبارکې میاشتې اجرونه او یا په اصطلاح د خپلې میاشتنۍ مزدوري غوښتنکي شي او د دې غوښتنې بهترین وخت د اختر د لمانځه له ترتیباتو شرع او د اختر د لمانځه تر دعا پورې دی.
خو متاسفانه چې ځینې کسان له دې موقع څخه ګټه نه اخلي او یا هم د دې وخت له ارزښت څخه بې خبره دي.
مانا دا چې روژه هغه میاشت ده چې خدای پاک په خپل کلام کې وېلي: (روژه هغه میاشت ده چې په دې میاشت کې یوه شپه (د قدر شپه) تر زرو میاشتو بهتره ده.  همدا شان ویل شوي دي چې د روژوې اجر یا ثواب به خدای پاک په خپله ورکوي.
خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مسلمین باید دا له یاده ونه باسي چې خدای پاک تر مور او پلار هم زیات مهربان دی عنی دا چې خدای پاک خپل بنده ته بهانه غواړي چې د جهنم له اور څخه وژغورل شي او جنت ته یې داخل کړي.
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: جنت، وویل چې که یو څوک درې ځلې له خدای پاک څخه جنت ته د تلو غوښتنه وکړي؛ نو خدایه ته یې جنتي کړې او همدا شان دوزخ وویل که یو مسلمان درې ځلې له دزخ د نجات دعا وغواړي؛ نو اې خدایه ته له جهنم څخه وژغورې.
خو دا چې موضوع بلې خوا ته لاړه نه شي؛ نو را به شو د د اختر واقعي روحيې ته. اختر له بېوزلو او خوارانو سره په بشپړ سخاوت کې نغښتې؛‌ څومره، چې صدقه ډېره وي ښېګڼه او ټولنيز عدالت ور سره ځواكمن كيږي.
نو آیا دا به ښه خبره نه وي چې د صدقة الفطر(سرسايې) ورکول، د اختر د لمانځه له ادا کېدو مخکې بېوسو ته وركړ شي چې بې وزلان او فقيران یې د اختر په دې بختورو ورځو کې مصرف کړي.
خو تر هغه مخکې دا باید له یاده ونه باسو چې کله د اختر لمانځه ته روانېږو؛ نو باید له كوره تر عيدګاه او بيا د خطبې تر پیله تکبير((اَلله ُ اَکبَر، اَللهُ اَکبَر، لَا اِلهَ اِلَا اللهُ  وَ الله ُ اَکبَر، اَللهُ اَکبَر وَ لِلهِ الحَمدُ. ط)) وویل شي؛ ځکه دا په ټولو، نارينه او ښينځه،‌ بوډا او ځوان سنت دي او همدې ته ورته تر ټولو غوره،‌ پاکې او نوې جامې بايد واغوستل شي (بدن پاک غاښونه صفا او همدا شان یو څه خواږه وخوري او بیا د لمانځه پر(د روژې د اجر او ثواب د ورکړې په نیت د لمانځه  مشخص ځای ته  روان شي.
په همدې ورځ له لمانځه وروسته ټول خلك، چې په دې ځاى كې سره يو ځاى شوي وي؛ يو له بل سره اختر مباركي وايي. ان پرته له دې چې څوك، څوك دى يا يې پېژني او كه نه غېږ وركوي او په ډېره مينه د اختر مباركي ورته وايي.
چې دا په اصل كې د مسلمانانو د يووالي مانا لري. له دې وروسته خپلو كورنو ته راگرځي او هر څوك د خپلې كورنۍ له ټولو غړيو سره د اختر مباركي وايي او تر دې وروسته د خپلو خپلوانو له حال او احوال څخه ځانونه خبروي چې په اصل د دوی تر منځ د مینې خلوص او رښتینولي معنی لری. که دا او دې ورته ښو کارونو ته جدي توجه ونه شي مانا دا چې له دې طلایی فرصت څخه مو ګټه نه دې اخیستې خو زما په اند ضرور خبره دا ده چې په دې مبارک ورځ د خپلو اولادونو پوره څارنه او روزونه باید وشي تر څو په دې ورځ له هغه بیکاره کارنو لکه قیمار او نورو عبثیاتو ځان وژغوري او په بدل کې یې یادیو شویو او نورو ښو کارونو ته مخه وکړي.