د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د انګلستان او فرانسې ګډه مبارزه

یاسر الهاشمی 14.07.2015 17:38

هرکال په زرګونه کسان پر اغزنو لارې له اوښتو وروسته کالايس ته راځي او بيا له دغه ځايه انګلستان ته د تګ هڅه کوي چې ډيری وخت د پوليسو لخوا تر نيول کيدو وروسته خپلو هيوادونو ته بيرته ليږل (ډيپورټ) کيږي.
((په کالايس کې د کډوالو موضوع ته رسيده ګې د دواړه هيوادونو ګډ مسووليت دی او انګلستان بايد د فرانسې سره د کالایس د کډوالو په برخه کې جدې همکاري وکړي.)).
دغه خبره د فرانسې د کورنيو چاور وزير برنارد کازنيوي (Bernard Cazeneuve) د خپل انګليسې سيالې ( Theresa May) سره له کتنې وروسته وکړي د فرانسې رسنيو ته کړی و.
همدارنګه د فرانسې د کورنیو چارو وزير ويلې چې د کالايس څخه انګلستان ته د ناقانونه کډوالو د تګ د مخنيوی ښه لاره داده چې لوی بار وړونکي ګاډي په محفوظو ځايونو کې ودرول شي او د دې ګاډو د بارولو لپاره نوی امتحاني اصول وضع شي. که دغه اصول مثبت ثابت شي بيا نو دغه امتحاني اصول دې په دايمي اصولو دې بدل شي.
دا ځکه چې تيره مياشت په لسګونه کسان د لويو بار وړونکو ګاډو څخه په استفادې هڅه وکړه چې انګلستان ته ولاړ شي او دغه کار د دې سبب شو چې په فرانسه کې د بيړی چلوونې د يوه شرکت کارکوونکي اعتصاب وکړي او خپل کار په ټپه ودروي.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير زياته کړه چې انګلستان دې بايد د پناه غوښتونکو په برخه کې د فرانسې سره معلومات شريک کړي او همدارنګه یو شمير کډوالو ته د ځای ورکولو لپاره ځان اماده کړي.
که څه هم اټکل کيده چې د فرانسې د کورنيو چارو د وزير دغه وړانديزونه د انګلستان د کورنيو چارو د وزيرې لخوا رد شي. خو، د دواړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيران د جولای په دويمه د پنجشنې په ورځ تر ليدنې وروسته د يوې بيانيي په ترڅ کې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره خپله تياري اعلان کړه او د انګلستان د کورنيو چارو وزيره د فرانسې د وړاندې شويو وړانديزونو سره مخالفت و نه کړ.
د کډوالۍ د چارو شنونکي په فرانسه کې په دې باور دي چې کالايس ته کډوالو د راتګ او انګلستان ته د تګ عوامل عبارت دي له:
- د فرانسې په پرتله انګلستان کې د پناه غوښتنې دوسيې ته د رسيده ګۍ وخت لنډ دی او په دغه برخه کې وروستۍ پريکړه تر شپږو مياشتو پورې اعلانيږي.
- په انګلستان کې بهرنيو کډوالو ته د کور ورکونې سيستم د فرانسې په پرتله ښه دی، فرانسه کې پناه غوښتونکی شخص په تشريفاتي مرکزونو کې ساتل کيږي او په انګلستان کې پناه غوښتونکو ته مناسب کورونه ورکول کيږي.
- د شنونکي هغه عواملو او فکتورونه هم اشاره کړی چې په کالايس کې د کډوالو د ډيروالی لامل شوی او هغه عوامل په لاندې ډول دي.
- د دقيقو او موثقو معلوماتو نه شريکول، د دواړه هيوادونو چارواکي په دغه برخه کې دقيق او موثق معلومات نه شريکوي.
- پر سرحد د بشپړ کنټرول نشتون چې د دې لامل شوی تر څو په کافي اندازه ناقانونه کډوال د قاچاقبرانو په مرسته انګلستان ته ولاړ شي. يعنې غير جدي کنټرول هم د دې سبب شوی چې ناقانونه کډوال کالایس ته راشي او له هغه ځایه بيا انګلستان ته ولاړ شي.
تيره اونۍ د انګلستان لومړي وزیر ډيویډ کامرون محافظه کارانو ته په وينا کې وويل چې انګلستان بايد له فرانسې سره ګډ کار وکړي او ناقانونه کډوال پرينږدي چې سيمې ته راشي.
هغه زياته کړه
(( موږ به داسې کړنې تر سره کړو چې ناقانونه کډوال و نه توانيږي په آسانۍ سره انګلستان ته راشي. زموږ د دې خبرې ثبوت د کډوالۍ په برخه کې زموږ وړاندې شوی طرحه ده)).
د دواړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيرانو پريکړه وکړه چې د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې به خپلې مرستې او هڅې پراخې کړي، معلومات او منابع به سره شريکې کړي.