د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له خپله ځانه د تپوس کولو ګوهر

محمد عارف رسولي 13.07.2015 12:06

نن سبا د بریالیو انسانانو په هکله ویل کیږي چې هغوئ د خپل ځان، خپلو کړو، خپلو افکارو، خپلو پریکړو او مواقفو په اړه عمیق فکر کوي، په ځان سوال کوونکی فکر روزي او هر وخت خپلې کړنې د تیرو تجربو، تاریخي روایاتو او د پیژ ندل شوو پوهانو د ویناوو په رڼا کې ارزوي. دې ته ژور فکرکول (Critical thinking) وایي او د بریالیو انسانانو مهم خاصیت جوړوي. دا خلک په منازعو او شخړو کې که د بل لوري نیوکو ته ځواب لټوي، د هغو په مثبتو ټکو هم غور کوي، د خپلو دریځونو او نظریاتو هم سم جاج اخلي ترڅو ځواب یې د عقل په تله سم وي. هغوي داسې انګیري که د هغوي دریځ د دریم ګري او بیطرف لوري لخوا وارزول شي څه پایلې ته به ورسیږي.
همدارنګه، یو بل ورته مفهوم هم د زیات اهمیت لرونکی شوی دی. نن سبا پوهان وایي بریالي زده کوونکي، ټولینیز فعالان، سیاستوال او هر انسان ته اړینه ده چې د خپل فکر کولو په هکله دې فکر وکړي. دې ته متاکوګنشن (Metacognition) یا د خپل فکر په هکله فکر کول وایي. دا میتود نن سبا په پوهنتونونو کې د زده کړو دکیفیت د ښه کولو، د مذاکراتو په میزونو د ښو پايلو د لاسته راوړلو، د ستراتژیکو څیړنو په مرکزونو او نورو سازمانونو کې د غوره لارو او کمښتونو په موندنه کې په زیاته کچه په کار راځي. دا موږ ته موکه راکوي چې ځان، خپل سازمان او ټولنه اصلاح کړو او د تیروتنو له تکراره او تاوانونو ځان وژغورو.
د پورته کسانو خلاف یو بل ډول خلک بیا داسې وي چې هیڅکله هم په خپلو کړو وړو، ناکامیو او ستونزو کره کتنه نه کوي. هغوي د خپلو ستونزو لاملونه هیڅکله هم په خپلو کړو وړو کې نه بلکه په نورو خلکو کې لټوي. هغه د فارسی د ضرب المثل له مخې: مرغش یک لینگ دارد. داډول خلک که د ژوند په ځینو ساحو کې بربالي هم وي خو په ژوند کې له لوي خدایي نعمت یعنې روحي سکون او ارامتیا څخه بې برخې، تل له خلکو سره په شخړواخته، په رواني ناروغیو او عقدو کې ډوب او د خلاصون لاره نه مومي. په خواشینۍ سره دا په وګړو او ټولنه کې کله کله عام دود او کلتور شي او د پرمختیا او د ستونزو د سمې پیژندنې لپاره لوی خنډ شي.
له ځانه پوښتنه کول
انسانانو ته اړینه ده چې له خپله ځان په لاندې سختو پوښتنو کولو کې خورا جدي واوسي: ایا هغوي له اوسنیو کړنوهغو موخو ته چې د ځان لپاره یې ټاکلې دي رسیدلائ شي؟ داپوښتنه د هرکس او هرې ټولنې او سازمان لپاره اړینه ده چې ورته په رښتینولۍ سره سم ځواب ووایي. دخپلو لوړو موخو د لاسته راوړلو لپاره موږ څومره چې ممکنه وي باید په خپل ځان نیوکه کوونکي واوسو ترڅو یقیني کړو چې په غلطه نه بلکه په سمه لاره روان یو.
په حقیقت کې د ځان، خپلې ټولنې، شورا، مدني ټولنې، سیاسي سازمان، کوم دولتي ارګان او ان د خپل ټول دولت  ارزونه موږ ته موکه په لاس راکوي چې خپلې بریاوې ونمانځو ترڅو موپه خپل ځان ویسا زیاته شي، ښو کړنو ته دوام ورکړو، خپلو ستونځو او کمښتونو ته ښه ځیر شو او په لاملونو یې ځان پوه او اصلاح راولو.
دخپل ځان رښتینې ارزونه، حساب ورکونه، د مسؤلیت اخیستل او زده کړه کسانو او ټیمونو ته موکه برابروي او هغوي هڅوي چې که اړینه وي په خپله کړنلاره کې د لارې په نیمایي کې بدلون راولي. بله داچې د ځان ارزونې په مرسته تاسو کولائ شئ چې د زیاتو تیروتجربو شتمنۍ ته په علمي او سیستماتیکه توګه تر شا وګورئ او ورڅخه درسونه زده کړئ چې کومه کړنلاره کار کوي، څه یې نه کوي او ولې. په دې ترتیب، د دې پوهې کارونه د راتلونکو نوښتونو لپاره ستاسو د ځاني او ټولنیز کار د کیفیت او موثریت د سمون لپاره ښې پایلې لرلای شي.
په پایله کې ویلای شو چې که انفرادي کسان، ټولنې او حتی ملتونه غواړي چې بریالي واوسي، له تاریخه، له خپلو لاسته راوړنو او تیروتنو زده کړه وکړي نو له ځانه د تپوس کولو ګوهر د خپل کړي.