په مسکو کې درې بېساري پښتو قاموسونه چاپ شوي دي
12.07.2015 21:00۱ . پښتو - روسي د جغرافیایي نومونو قاموس؛
۲. روسي - پښتو د جغرافیایي نومونو قاموس؛
۳. روسي - انگلیسي-پښتو او پښتو-انگلیسي-روسي د کمپیوټر او انټرنیټ اصطلاحاتو قاموس.
لومړي دوه قاموسه د مسکو د نړیوالو اړېکو د پوهنتون استاد پامیر زیارمل له یوري لالېتین سره په ګډه او وروستی قانوس یوازې لیکلی دی.
د ویلو وړ ده، چې پامیر زیارمل له دې قاموسونو څخه پرته پر شپږو نورو سترو پښتو قاموسونو کار کوي، چې ټول به په پر له پسې توګه خپاره شي.
د قاموسو په اړه د لا ډېرو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دغه ځای کښېکاږئ.
http://www.mgimo.ru/news/faculty/document276219.phtml