د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې خبرې او د هغه د سبوتاژ خطر

احمدجان تڼی 10.07.2015 15:19

په دې وروستیو کی د پنجاپ تر واک لاندی په مري سیمه کی د افغان حکومت او د طالبانو د اسلامی تحریک له خوا د سولی او امنیت د ټینګښت له پاره مخامخ خبرې پیل شوې. او هیله کیږی چی دا خبرې به په راتلونکی کی هم دوام وکړي خو ښاید ځای یی توپیر پیدا کړي.
نوموړو خبرو د خلکو په زړونو کی یوه اندازه هیلې را وټوکولې چی کیدای شی په افغانستان کی د وینو د بهیدو مخه ونیول شی.
خو ددی په اړخ کی دا ویره هم شته چی کیدای شی دا خبرې او یا د سولې د راتګ بهیر به د ځینو پیژندل شویو کړیو او ګاونډیانو له خوا سبوتاژ شی . لکه چی د ډاکټر نجیب الله د واک په مهال د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړی استازی ښاغلی بینین سیوان د سولی بهیر هم د یوشمیر کړیو له خوا ( چی په دولت کی د پوره اغیزی لرونکی دی) سبوتاژ کړل شو .
د بینین سیوان د سولی بهیر او پلان سبوتاژ کیدل په هیواد کی پراخی جګړې او ورانیو ته لاره هواره کړه چی نوموړی تراژیدی تر ننه روانه ده.
استاد اشرف غنی احمدزی د خپل ټاکنیز کیمپاین په ترځ کی خلکو ته دا ژمنه ورکړي وه که چیری په ټاکنو کی بریالی شی په هره بیه چې کیږی د ې هیواد ته به سوله راولی.
که څه هم په لومړی کی داسی ښکاریده چی کیدای شی دا هم هسی د خلکو د باور د ترلاسه کولو د پاره د درواغو ژمنې وي. خو سږ میلادی کال( ۲۰۱۵) د جولای په میاشت کې د کابل د اداری له خوا پلاوي او د طالبانو له خوا پلاوي تر منځ د پنجاب تر واک لاندی سیمه (مري ) کې کتنې دا په ډاګه کړه چی د کابل د ادارې مشر ښاغلی اشرف غنی احمدزی په خپله ژمنه کې رښتیني و.
په تیرو څلوارلس کالو کې د افغانستان خلکو ( په ځانګړي توګه پښتنو ) باندې ډیره خونړي جګړه تیره شوه نږدی یو سلو اتیا زره کسانو ( چی نږدی نوي سلنه یی پښتانه دي ) په دی جګړه کې خپل ژوند د لاسه ورکړ.
د پښتنو د اوسیدو سیمې ورانې ویجاړې ، کروندې او باغونه یی شاړې او له منځه ولاړل. په تیرو جګړو کی د کندز ، تګاب ، شین ډنډ، کندهار ، میدان وردګ ، لوګر ، غزنی ، هلمند، زابل، پکتیکا ، خوست ، پکتیا، بغلان ، لنډه دا چې چیری چی پښتانه اوسیدل په ډيره بیرحمانه توګه وځپلی شوې.
روانې جګړې د پښتنو په ضد جګړې بڼه درلوده . په میلیونو پښتنو د خپلو کلیو او کورونو کډه وکړه او بې ځایه شول . چی د دوی څخه زیات شمیر د هیواد په مختلفو سیمو کې د خواری او نیستی ډک ژوند تیروي.
وسلوالو مخالفینو جګړه یوازی په پښتنی سیمو کې متمرکز کړه اوپه دولت کی واکمنو هم د دوی په وړاندی هڅه وکړه چی په دی سیمو کې جګړه دا ډول مخته بوزی چی زیات تلفات یی ملکیانو ته ورسیږی. د کلیو او کورونو بمباردول، په توپونو ویشتل او داسی نور چی د هغه په پایله کی ملکی خلکو ته زیات زیان ورسید.
د بلی خوا بهرنیو ځواکونو هم د دې په ځای چی د ملکی او د وسله وال وګړي توپیر سره وکړي د تروریستانو تر نوم لاندی یی په زرګونو خلک ووژل او د دوی مېنې یی تباه کړې.
په دولت کی حاکمو ډلو چی د بهرنیو ځواکونو سره یی نږدې اړیکې درلودې ( د خپل قومي او ژبني تعصب له مخې ) هڅه کوله چی بهرنیان دی ته وهڅوي تر څو پښتانه د تروریستانو تر نوم لاندی وځپي.
حتی خبره دې ځای ته رسیدلي وه چې نوموړو متعصبو پاشیستي کړیو به په غیر رسمی توګه ویل : څوک چی پښتون دی ، یا په پښتو خبرې کوي او لنګوټه تړي هغه تروریستان دي.
په حاکمو پاشیستي کړیو پورې تړلو رسنیو هم دا هڅه کوله چې د پښتنو سیمو اوسیدونکی او یا په بل عبارت پښتانه تروریستان وبولی. او ددی له پاره به یی داسی تیرایستونکي پروګرامونه خپرونی برابرولې ( یا برابروي) چې دا په ډاګه کې چې پښتانه تروریستان دي. نوموړو پاشیستی کړیو پښتنو ته د (( انتحار او انفجار )) نوم ورکړی و.
د حامد کرزی په حاکمیت کی د هیواد په شمال کې د ډیرو پښتنو جایدادونه په دولتی واکمنو کړیو پوری د تړلو کسانو له خواغصب او زیات شمیر پښتانه د خپلو سیمو څخه بی ځایه کړل شول.
همدارنګه د پښتنو کوچیانو اصلی مینه ( د هیواد مرکزی سیمې ) د کوچیانو په مخ وتړل شوه او د دوی جایدادونه په ایران پورې د تړلو ملیشاو له خوا غصب کړل شول.کوچیان نه پریښودل کیږی چي په خپلی جایدادونو باندې واړوي.
د کابل اداری او په کې واکمنو کړیو په تیرو څوارلسو کلونوکی د پښتنو په وړاندی بی ساري او نه بښونکی جنایتونه تر او دا لړۍ تر اوسه روانه ده.
د ښاغلی حامد کرزی په حاکمیت کی واکمنو کړیو خپل پوځی تشکیلات د پخوا په شان یوازی د بڼو په بدلون سره فعال وساتل او د خلکو په باور په سلګونو ډیپوګان چي په میلیونو میله وسله پکی خوندي ده تر واک لاندی لری چی د هغوی څخه یو ډیپو د نړیوالو ځواکونو له خوا د پروان ولایت د چاریکارو د بایان په سیمه کی له منځه یووړل شو.
د دولت مخالفینو هم خپل ټول جنګی فعالیتونه یوازې د پښتنو په سیمو کی متمرکز کړل چی د دې امله پښتون اولس ته زیان ورسید.
د یوه ټاکلی پلان له مخې په سیمه کې د پښتنو مینې په سره تبۍ باندې واوښتې د پښتنو ټولوژنی یا سټولو پروګرام تر لاس لاندې ونیول شو. د جګړو د حالت څخه ښکاریده او یا ښکاری چی دا جګړه د یوه تور مثلث له خوا د پښتنو په وړاندی مخته بیول کیږي.
دا تور مثلث عبارت دی له : پنجاپ – په کابل کی واکمنې کړۍـ ـ ایران . نوموړی تور مثلث په دی بریالی شو چی بهرنی ځواکونه هم د دوی د ناوړو پلانونو سره همغږي شي.
د بلی خوا په دی بسوالی ونه شو. په لسګونو زره تنه بیګناه کسان ( چې نږدې ټول یی پښتانه دي) د تروریستانو په نوم بندیخانو ته واچول شول. په بندیخانو کی د دوی سره ډیر ناوړه چلندونه شوی د ځینو خلکو په وینا دا ډول چلندونه تر اوسه روان دي.
مهمه خبره داده چی د پخوانی اداری مشر ښاغلی حامد کرزی هم نږدې هر ورځ د سولی او پخلاینی خبری کولی او دا یی په ډاګه کوله چی زیار باسی د خبرو او پخلاینی له لاری په هیواد کی سوله او امنیت یقینی کړي.
لومړی یی د جناب حضرت صبغت الله مجددی تر مشری لاندی د سولی د ثبات تر نوم لاندی یو کمیسیون را منځته کړ. یو شمیر بهرنیو هیوادونو د نوموړی کمیسیون په واک کی په میلیونو ډالر ورکړل تر څو دا کمیسیون وکولی شی د سولی په لاری کې مثبت ګامونه پورته کړي .
که څه هم ښاغلی مجددی د سولی پلوي و ، مګر په دی لاره کې واکمنه اداره دده سره همکاره نه وه . د حضرت صبغت الله مجددی هڅو او فعالیتونو کومه د لیدنې وړ پایله ورنکړه.
کله چی ښاغلی حامد کرزی درک کړه چی د سولې او د ثبات د ټینګښت کمیسیون تر نوم لاندی نوره د افغانستان د خلکو او نړیوالی ټولنی دوکه نه کیږی نو یی یوه نوي ډرامه رامنځته کړه : هغه د سولی مشورتی لویه جرګه.
باید وویل شی د افغانستان په ټول تاریخ کی د لویې جرګې بنسټ هیڅکله مشورتی نه و او نه دی د لویی جرګې ټولې فیصلی اجراییوي دی او د هیواد خلک او دولت اړ دی چی هغه پلی کړي.
مګر دښاغلي حامد کرزی اداری دی بنسټ ( لویی جرګې ) بی مانا کولو د پاره د (( مشورتی )) کلمه ورزیاته کړه. خو کله چی خلکو ولیدل چی ددی جرګی مشرتوب ته یی ښاغلی برهان الدین ربانی د مشر په توګه انتصاب کړل شو. نو دا یی درک کړه چی دا هسې د دوکه کولو د پاره یوه ډرامه ده . دا ځکه چې د خلکو په باور ښاغلی برهان الدین تنظیم د جګړی یو ا ړخ و او دی .خلک په دی پوه شول چی دا لویه جرګه نه ده بلکی یوه غونډه ده.
په لویه جرګه کی مشر نه انتصاب کیږی بلکې هغه د ګډون کونکو له خوا انتخاب کیږی. د بلی خوا خلک په دی هم پوه شول چی د ښاغلی حامد کرزی اداره نه غواړی د سولی بهیر پیل کړي.
خو بیا هم ددی جرګی (غونډې) نږدی ټولو غړو د کابل اداری څخه وغوښتل چی د سولی او پخلاینی خبری مخته بوزی .
ددی له پاره د کابل اداری د سولی عالی شورا مفکوره رامنځته کړه وروسته د کابل اداری له خوا داسی شورا رامنځته کړل شوه چی د هغه نږدی ټول غړي د جګړی یو اړخ و .
د استاد برهان الدین ربانی تر مشرتوب لاندی عالی شورا ته په میلیونو ډالر امکانات ورکړل شول تر څو خپل کارونه ورباندی مخته بوزی . خو د استاد برهان الدین ربانی د حرکتونو څخه خلکو داسی وانګیرله چی ګواکی هغه غواړی نوموړی د دی مقام له لاری غواړی په هیواد او بهر کی د خپل تنظیم موقف غښتلی کړي.
د استاد ربانی په وژل کیدو سره دا څوکۍ په میراثي توګه دده زوی صلاح الدین ربانی ته ورسیده نوموړی هم دا مشرتوب تر هغه وکړ تر څو د استاد اشرف غنی په حکومت کی د یوه اجراییوی پوست ( بهرنیو چارو وزارت) په تر لاسه کولو سره یی د نوموړی شورا مشرتوب پریښود.
په تیرو کلونو کی خلک په بشپړه توګه په دی باور و چی ښاغلی حامد کرزی او د ده په اداره کی واکمنی کړۍ هیڅکله په هیواد کی د سولی او ثبات پلویان ندی پنجاب ته د ښاغلی حامد کرزی یوویشت سفرونه ، دری اړخیزه غونډی او کنفرانسونه ټول بی پایلی او د کتونکو په وینا د خلکو د دوکه کولو د پاره تر سره شوی دی.
ښاغلی حامد کرزی نږدی په ټولو ویناو کی د سولی د بهیر پلوی کړیده مګر په عملی ډول یی په دې لاره کی کوم ګام نه دی پورته کړي.
که څه هم تر ډیری اندازی داسی نښې را منځته شوی چی طالبان تیار دی چی د جګړی په اړخ خبری هم وکړي مګر د کابل اداری په مختلفو پلمو او مانورونو سره دا هڅه وکړه چی دا ډول نښې او امکانات له منځه یووسی.
دا ځکه چې په افغانستان کی د جګړی او نا ارامیو دوام د فاسدو کړیو د واک د دوام په مانا دی تر هغه چی جګړه روانه وی نوموړي کړۍ په ډاډه زړونو خپلو لوټماریو او فساد ته دوام ورکوي.
د سولی او امنیت په راتګ سره د افغانستان د اساسی قانون ټول مواد په سمه توګه پلی کیدای شی . څوک نه شی کولی چی د بل چا حقوق تر پښو لاندی کړي د لوټماری او جنایت مخه نیول کیږی . قدرت او واک په خلکو پوری تړل کیږی دولتی واک نه میراثی کیږی.
جنایتکاران ، لوټماران او د قدرت غاصبین د اساسی قانون او نورو نافذه قوانینو سره سم محکمی ته سپارل کیږی.
د فاسدو متعصبو کړیو له خوا د قدرت را منځته شوی ټاپوګان له منځه ځي یعنی په بل عبارت د هیواد ټول افراد د قانون له مخی خپل حقوق تر لاسه کوي.
باید ووایو چی د سولی په راتګ سره نه یوازی د هیواد په د ننه کې ژور بدلون رامنځته کیږی بلکی دا په سیمی باندی هم ستره اغیزه کوي چی مهمه اغیزه به یی د پنجاپ په استعماری – تروریستی هیواد وي.
په موجوده افغانستان کی د سولی او پرمختګ په راتلو سره د ډیورینډ د کرغیړنی کرښی ها خوا افغانانو ( بښتنو او بلوڅو) سره د خلکو اړیکی ټینګيږی او د یوه اولس په توګه د دوی تر منځ راشه درشه زیاتیږی. او د یوه هیواد د رامنځته کیدو له پاره د خلکو په زړونو کی هیلې را ټوکیږی. همدا خبره ده چی پنجاپ په خوله په افغانستان کی د سولې پلوي مګر په عمل کی یی مخالف دی.
نه د پنجاپ ، نه د ایران او نه په کابل کی واکمنو ( تر اوسه ) کړیو د پاره دا د منلو وړ دی چی په سیمه کی یو ځواکمن ، سوله ایز او پرمختللی افغانستان را منځته شي.
همدا خبره ده چی په افغانستان کی دا څوارلس کاله جګړه روانه ده پنجاپ، ایران او په کابل کی واکمنه کړۍ به هڅه وکړي چی د پخوا په شان دا جګړه روانه وساتي.
په هیواد کی د سولی او امنیت د راتګ د پاره د ښاغلی استاد اشرف غنی پروګرامونه او سیاسی مانورونه په رښتیا هم د اهمیت وړ دي:
استاد اشرف غني واک ته په رسیدو سره (( که څه هم زیاتره واک دده مخالفو کړیو سره دی)) دا هڅه وکړه چی د هیواد په دننه کی دا ذهنیت را منځته کړی چی د سوله د سولی دخبرو له لاری ممکنه ده. د ښاغلی حامد کرزی اداری خلک ددی څخه ناهیلي کړي و چی په هیواد کې سولې د خبرو له لارې د سولې راتګ ممکن دي
او هم استاد اشرف غنی په دی لټه کې شو چی د سیمی او نړي هیوادونه دی ته وهڅوي تر څو په پنجاپ فشار راوړي چی په افغانستان کی د جګړی او لاسوهنې لاس واخلی .
له دی امله هغه سعودی عربستان ، چین ، امریکا او نورو هیوادونو ته سفرونه وکړل او په دی بریالی شو چی په پورتنی لاره کی د پورتنیو هیوادونو ملاتړ تر لاسه کړي .
پورتنیو هیوادونو هم په پنجاپ فشار راوړ چی په افغانستان کی د سولی او امنیت راتګ ته ژمن شی.
باید و وایو چی پنجاب تل دا هڅه کوله چی په هغه حالت کی به سوله او خبرو ته زمینه برابره کړی چی د ډیورینډ منحوسه کرښه د افغانستان له خوا په رسمیت وپیژندل شی.
باید ووایو چی د دیورینډ دمنحوسی کرښی دواړو خواو ته یو اولس پروت دی ددی کرښی په رسمیت پیژندل او یا نه پیژندل د خلکو په زړونو کی بیلتون نه شی راوستلی . دا یو قوم دی چی هیڅکله د هغه ماهیت او هویت د بدلون وړ ندی.
د بلی خوا د هغه خوا پښتنو مشرانو د پنجاب دا غوښتنه او هیله په کلکه رد کړی ده .
په پنجاپ کی داخلی نا ارامی او ازادی بښوونکی غورځنګونه ددی سبب شوی دی چی خپله د پنجاپ استعماری اداره د پاڼ په ژۍ ودریږی.
باید ووایو چی پنجاب به هیڅکله په افغانستان کی د جګړی او نا ارامی ستراتیژی د په مخ بیولو څخه په شا نه شی خو کیدای شی خپلی پالیسی ته په ظاهری توګه بدلون ورکړی چی ښه مثال یی دادی:
هلته د مري په سیمه کی د کابل حکومت او د طالبانو تر منځ د سولی خبری روانی وی او په عین شیبه کی د سیمه ایزو خلکو په وینا په څکمنیو کی وسله والو ته د پنجاپ د اردو د څرخی الوتکو له خوا اکمالاتی الوتنی تر سره کیدی.
داسی ښکاری چی د طالبانو اسلامی تحریک غواړی چی د پنجاب د توطیو ښکار نه شی او کیدای شی په رښتینی توګه په افغانستان کی د جګړی د اور د وژلو د پاره غوڅ ګامونه پورته کړي.
که څه هم په ظاهری توګه په کابل کی اغیزمنی کړۍ ، پنجاپ او ښایی تهران د سولی د نوموړو خبرو ملاتړ وکړي . ددی خبرو او یا بهیر د شنډولو د پاره یو شمیر پلانونه ښایی دوی را منځته کړي وي :
لومړی : د طالبانو د اسلامی تحریک په منځ کی د اختلافاتو رامنځته کول
دوهم : د مزدور ډلو په واسطه د جګړو او نا ارامیو زیاتول
دریم :په استاد اشرف غنی باندی د کور دننه فشار راوړل چی د سولی د خبرو لاس په سر شی
څلورم: د سولی د خبرو او یا بهیر په ضد د مزدورو رسنیو اوکړیو ناوړه تبلیغ
پنځم : د سولی پلوه مهمو شخصیتونو ( په دولت او طالبانو کی) ترور او ویرول
په دی کی شک نه شته چی په افغانستان کی واکمنی کړۍ به هڅه وکړي چی د سولی د خبرو په بهیر کی به دا ټکی په مذاکره کونکو ومنی چی د دوی قدرت او امتیازات د پخوا په شان دوام ومومی.
لکه چی د افغان دولت له لوری د مذاکره کونکی پلاوي د مطبوعاتی کنفرانس په ترځ کی په غیر مستقیمه توګه دی ټکی ته ایشاره وکړه چی په دی خبرو کې به (( ارزښتونه؟ )) خوندي وي.
که په رښتینی مانا سره وګورو د ښاغلی حامدکرزی د واکمنی ټول ارزښتو د کاغذ په مخ دي. لکه اساسی قانون، د بیان ازادی ، ازادې رسنی ، دموکراسی او نور.
خو په عملی ډول د ښاغلي حامدکرزی اداره په قومي تعصب باندي ولاړه ( چی د هیواد اکثریت توکم په کې محکوم و) دیکتاتوري اداره وه چی په نړیواله سویه فساد ، د نشه ایی توکو په تولید او قاچاق کې لوړ مقام تر لاسه کړي و او تراوسه دی. همدارنګه دلته دموکراسی وجود نلری په بشپړ اکثریت سره د پارلمان غړي د خلکو د ارادې له مخې پارلمان ته تللی نه دي. تر اوسه هیڅوک نه شي کولی په فساد کی د ښکیلو کسانو ، جنګي مجرمینو او جنایتکارانو نومونه واخلی.
د دوی په نظر د حامد کرزی د حاکمیت یو ارزښت دا دی چی د دولتی څوکی د توکمونو ( د غلط او غیر واقعبینانه تخمین ) په بنسټ معلوم الحالو ډلو ته په واک کی ورکړل شوی دي.
د حامد کرزی په اداره کی د پښتنو اولس شتوالی د اویا سلنه څخه دیرش سلنه ته راټیټ کړل شو او دیرش سلنه څوکی هم هغه پښتو ژبو کسانو ته ورکړل شوې چی په بشپړه توګه د پښتون دښمنه متعصبه ډلو په خدمت کې و او یا دي.
پورتنی کړی به دا ضمانت وغواړی چی په راتلونکی کی به دوی په واک باندي پاتې اود دوی څخه به د پخوانیو جرمونو، جنایتونو او لوټماریو پوښتنه نه کیږی ، د دوی واک ، شتمنی او امتیازات به خوندی او د ښاغلی حامد کرزی د واکمنی په شان به اولادونو ته د میراث په توګه لیږدول کیږی.
ډیر امکان لري چی که چیرې د واکمنو کړیو پورتنی شرایط(د دوي په واک باندی پاتی کیدل ، امتیازات و شتمنیو مصوونیت) نه منل کیږی په هغه صورت کی دوی دی ته تیار دی چی په پوځی عمل لاس پوری کړي لکه چی په دا ډول تهدیدونو سره نوموړو کړیو وکولی شول ، د اولسشمرۍ بایللی ټولټاکنې بیرته وګټي .
د افغانستان خلک په دی باور دی چی دولتی څوکۍ باید د اهلیت ، لیاقت ، تجربه او وطندوستی په بنسټ اشخاصو او افرادو ته ورکړل شی بی ددی چی د دوی سیاسی ډلګۍ ، ژبه ، توکم ، مذهب او دین په نظر کی ونیول شی.
خو د لیاقت ، اهلیت ، تجربی او وطندوستی په اړخ کی باید ټول قومونه د خپل رښتینی شته والی په اندازه ځانونه په واک کې وویني.
د توکمونو په بنسټ د څوکیو ویش ددی په ځای چی مثبته اغیزه ولری هیواد د تباهی کندی ته بیایی. خو د واکمنو کړیو د پاره د هیواد تباهی او یا ابادي مهمه نه ده . څه چې مهم دی د دوي له پاره هغه په واک باندی پاتی کیدل او د موجوده امتیازاتو ساتل دی.
د بلی خوا پنجاپ هم د نړیوالو د تیر ایستلو د پاره ځان په افغانستان کی د سولی بهیر ته ژمن وبولی خو په واقعی مانا به ددی بهیر د تخریب او سبوتاژ د پاره هڅه وکړي لکه چی د ډاکټر نجیب الله په مهال یی د ښاغلی بینین سیوان د سولی د بهیر د تخریب له پاره یی اوسنیو واکمنو کړیو سره لاس یو کړ.
د ویلو وړ ده چی ایران د افغانستان په جګړه کی ډير مهم رول لری . ایران د ۱۳۵۷ کال د کب د میاشتی ( په نوموړی میاشت کی ایران د هرات ښار ته په بدلو جامو کی پوځي وسله وال د ننه کړي او جګړه یی رامنځته کړه چی د افغانستان د اردو له خوا وځپل شول ) را په دی خوا د افغانستان په چارو کی منظمه او مستقیمه مداخله کوي.
ایران په افغانستان کی د ځینو مشخصو مذهبی او ژبینو ( شعیه او پارسی ژبو) کړیو څخه په ملاتړ سره هڅه کوي چی له دې لاری په افغانستان کی خپل نفوذ زیات کړی او دا هیواد پرینږدي چی د سولی ، یووالی او پرمختګ په لوري ګامونه پورته کړي.
ایران د کتونکو په باور ، نه یوازی په ظاهری توګه دولت پلوه یو شمیر ډلو ملاتړ کوی بلکی د طالبانو تر نوم لاندی یی یو شمیر وسله والی ډلې د هیواد په لویدیز کې را منځته کړي دی . ایران هڅه کوي چی د نوموړو ډلو څخه په کار اخیستلو سره د هیواد په لویدیز کی د انکشافی پروژو د پلي کیدو مخنیوی وکړي.
ایران ددی له پاره چی خپل نفوذ د پخوا په شان په افغانستان کی وساتی نو د تر اغیزې لاندی ډلو او هم د ديپلوماسی له لاری به هڅه وکړي چی په اصطلاح د ایران نفوذ ( ارزښتونه؟ ) خوندی کولو د پاره د پنجاپ سره لاس یو کړي تر څو د سولی د خبرو اوسنی بهیر سبوتاژ کړي.
ددی له پاره چی افغانستان ته د روانې تراژیدی نجات ورکړل شی اړینه ده چی ټول سوله دوست ملی ځواکونه سره لاس سره یو کړي او د نوموړی هدف د پاره د استاد اشرف غنی شاوخوا راټول او د سولی بهیر د بری خواته بوزي.
سوله اړتیا او د خلکو ارمان دی چی د خلکو د هوسایی او د هیواد د ابادی سبب ګرځي.
په دی لاره کی استاد اشرف غنی د هیواد بشپړ اکثریت خلکو ملاتړ د ځانه سره لري.