د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان ولې د پاکستان او ایران د لاس آلې دي ؟

محمد انور ولید 06.07.2015 20:41

له کله نه چې سرو روسانو پر افغانستان باندې پوځي یرغل وکړ او افغانان یې خپلوکورونو پرېښودو ته اړکړل ، په ټول افغانستان کې د نفیرعام ناره د سره ښکېلاک په وړاندې پورته شوه ، د جګړې په ډګرونو ، قتل ځایونو ، زندانونو، دښتو ، بیابانونو، سردرو او ښارونو کې د تکبیر نارې پورته شوې . مسلمانو افغانانو د افغانستان شمالي ګاونډیان خپل دښنان ګڼل ـ ځکه چې هغوی د پخواني شوروي اتحاد تر استعماري سینه لاندې وو ، چین ته یې د لږ سرحد او سختو لارو له کبله مخه نه لیدله ، مجبور وو چې د پاکستان اوایران خواته مخه کړي .
هغه مهال پاکستان او ایران دواړو خپلې پولې د افغانانو د ډله ییزو مهاجرتونوپرمخ پرانستلې وې . افغانانو ته د پاسپورت ، شناسنامې او مهاجرکارډ نه لرلو پر سر هېڅ ستونزه نه وه . افغان کورنۍ به د پاکستان او ایران په دښتو ، کڅ ، شاړو او مېروکې سره پنډېدلې ـ  او افغان شاه ځلمیان به د جهاد په لیکو کې د پاکستان له خوا د روسي زغره والو ټانکونو ، ګنشیپ چورلکواو بم غورځوونکو الوتکو په وړاندې په خالي لاس د مختلفو ډلو ټپلو په نوم د بېخپوره ملي یووالي ړنګولو په خاطر لکه یو دښمن د بل په وړاندې په پردي لاس سره تنظیمېدل ، خو ایران به خپل شاقه کارونه او آبادۍ ور باندې کولې ا وترڅنګ به یې افغان ځلمیان په پوډرو او هېرو یْینو باندې هم روږدي کول .
پاکستان دشوریانو په وړاندې په خپل دې سیاست کې تل بریالی ؤ . ځکه چې له یوې خوایې افغان مجاهدین د بلا خولې ته ورکړل او ځان یې له روسي ښکېلاک څخه پرې بچ کړ ، د شورویانو د ارادې هغه نیلۍ یې په افغانستان کې خپله د افغان مجاهدینو په لاس تم او بېرته په شا وتمبوله چې ګرمو اوبو ته د رسېدو په تمه راغلې وه . خپل ځان  او خپله خاوره یې د یرغلګرو روسانو د ټانکونو له غوبل څخه د افغانانو په وژلو او ټول افغانستان ړنګولو سره خوندي وساتله .
خو په بدل کې یې افغانستان په کنډواله بدل شو . ملي اردو یې پاکستان ور ړنګه کړه ، او پاکستان او ایران دواړو د پخواني شوروي اتحاد تر ماتې وروسته پرله پسې د خپلې خوښې او سوټه کراسۍ او انارشۍ داسې حکومتونه اوکورنی اړدوړ په افغانستان کې جوړکړ چې په سیاسي ، اداري ، ژبني ، توکمي ، مالي ، نظامي او ملي یووالي ضد فساد کې به تر ستوني پورې ډوب اوپردیوجګړوته به یې د ځان د بقأ له پاره په خپله خاوره کې مشروعیت ورکاوه .
 د پاکستان نا پېژندل شوی هېواد ټولې نړۍ د افغان مجاهدینود خود ارادیته نه ستړي کېدونکو سر ښندنوله برکته په رسمیت و پېژاند . افغان جهاد د پاکستان له پاره یوه لنګه غوا شوه . چې هم یې خپل دښمن پرې مات کړ ، هم یې په پوځي او مالي لحاظ خپل ځان پرې تمویل کړ ، او هم یې د خپل سترا تژیک عُمق او غربي ښکېلاک له پاره زمینه پرې برابره کړه .
خو دا چې د افغاني جهاد او مجاهدینو اصالت او رسالت یې څه ډول دکومې توطیْې له مخې بدنام او له مینځه وېوړ ، دا بېله موضوع ده . ځکه چې پاکستاني مقاماتو ( آی اس آی ) استخباراتي سازمان همزمان هم د روسانو د مخنیوي په وړاندې افغان مجاهدین تنظیمول ، هم یې د مجاهدینو مشران په خپلمنځي اختلافاتو کې د پټو مرموزو تروترورونو له لارې ځان ځانته  سره ساتل ، هم به یې له افغان جهاد څخه د کبانو توت جوړکړی ؤ او نړیوالې پوځي ، ملکي او مالي مرستې به یې پرې را ټولولې ـ چې (۸۰٪ ) مرستې به یې خپل ځانته په بډه وهلې او پاتې (۲۰٪) نورې به یې په نا انډوله توګه د مجاهدینو مشرانو ته ورکولې .
د ټرېنېنګ په پلمه به یې د مجاهدینو ځینې قواندانان په پیسو او ( 4X4 ) ډاټسنو واخیستل . هغوی به له چینل سره د پاکستاني استخباراتو په خوښه خود سرانه کارونه کول او فی سبیل الله جهاد یې د مقاماتو د پیسو او ( 4X4 ) ډاټسنو د سر صدقه کړ . د جهادي مشرانو قومانده ور باندې نافذه نه وه . مقاماتو وسله ، پیسې ا ووسیلې ټول د عادي پلورل شویو قوماندانانو په واک کې ورکړل . دا ځکه چې د مجاهدینو مشرانو په خپل مینځ کې کومه واحده ملي سترا تيژي ، اوږدمهاله پلان ، ملي یو والی او د انسجام پروګرام له ځانه سره نه درلود .
له همدې تشې څخه په پټه کې کابل ، تهران او اسلام آباد دری واړو په ګډه ناوړه ګټه پورته کړه ، د مجاهدینو د سره پاشلو په خاطر یې لاسونه سره یوکړي وو اوتر څنګ یې د طالبانو استخباراتي پروژې ناڅاپه سر را پورته کړ. د ( آی اس آی ) په لاس کې د خصوصي تعلیم د مدرسو دغه شاګردان داسې سوټی ؤ چې له واره یې ټول تنظیمونه ور باندې و ټکول ، هرڅه یې ور باندې ټول کړل . ډاکټر نجیب الله یې د آریانا چوک په ترافیکو غرفه کې ور باندې را وځړاوه . د مجاهدینو مشران څوک تهران او څوک تاجيکستان ته ترې کډه شول . په ټول هېواد کې جګړې خورې او ترانې به زمزمه کېدلې . دین او آیْین یې ټول ور باندې بدنام کړل .  
پاکستان د افغانستان نظامي او سیاسي قووت ور ختم کړ . او ایران یې ملي یووالی ټوټه ټوټه کړ . جهاد ، د جهاد ارزښتونه او مجاهدین پاکستان د خپلې پروژې له مخې بدنام کړل ، او ایران د افغان اوبو خپلولو له پاره د افغانستان د بیا رغونې ټولې پروژې لکه د سلما او کمال خان بندونو پروژې له سقوط سره مخ کړې او پرځای یې خپلې پروژې فعالې او خپل بې کیفیته توکې یې په افغانستان کې پلورل . په دا تېرو ځو وروستیوکلونوکې خو یې افغانان د هېرو یْینو او پو ډرو په تور په خپل سر په ايران کې په دار راوځړول . چې ددوي دا چلند له افغانانو سره تر سرو روسانو هم بدتر دئ . ځکه روسانو تراوسه افغانان په دار نه دي ځړولي . په رسنیو کې دا تور هم پر ايران باندې لګول کېږي چې ایران افغانان د عراق او سوریې جګړو ته په پټه ور وړي . او همدا رنګه سني مذهبه افغان طالبانو ته یې دفترونه خلاص کړي ، ترڅو په افغانستان کې یې دداعش په پلمه وجنګوي او افغان دولت ته ستونزې پرې پیدا کړي .
خوپاکستان بیاد هېرو یْینو تولیدولو د پروسس فابریکې له خپل هېواد څخه د افغانستان سرحدي سیموته را واړولې ، دکوکناروکښت اوکروندوته یې د خپلوغربې دوستانو په مرسته په هلمند او لوی ننګرهارکې زور ورکړ ، په لسګونو میلیارده ډالرګټه ددوی او ددوی د بادارانو جیبونو ته ولوېدله ، خو پرې اخته او بدنام یې افغانان کړل .
همداسې د افغانستان په شمالي ګاونډي تاجیکستان کې روسانو د خپلو ګټو او مافیایي تجارت په خاطر د هېرویْینو د پروسس فابریکې ورته جوړې کړې چې د پاکستان په مرسته یې د افغانستان د شمال شرقي سیمو څخه ور وړي او په میلیاردنو ډالر په اروپااو نورو غربي هېوادونو کې پرې ترلاسه کوي ، خو نارې بیا د اسې وهي چې ګواکي له افغانستانه موږته مواد مخدر راوړل کېږې . ولې پر دې یې بیا خوله پټه نیولې چې دا مواد د پاکستان په مرسته تاجیکستان ته را وړل کېږي . ځکه خو له تورخمه تر واخان پورې ټوله سرحدي سیمه پاکستاني پوځ د طالبانو په نامه د خپل پټ تجارت په خاطر ناآرامه کړې ده .  
له دې نه د روسانو دوه هدفه دي : یو هدف یې د خپلو امتیازاتو تر لاسه کولو په خاطر پر افغان دولت باندې فشار راوستل دي ، او بل هدف یې د خپل ځان د امنیت په پلمه پر افغان تاجیک سرحدي پوله د خپلو پوځیانو ځای پر ځای کول دي ، تر څو منځنۍ آسیا ته د امریکې په مشرۍ د ناټو د احتمالي لښکرومخه ور باندې ډپ کړي . که چېرته درېیمه نړیواله جګړه پېښه شي ، نو روسان به لومړی تاجیکان او تاجیکستان د خپل ځان او خپلې خاورې نه ځارکړي .
هو! افغان طالبان د همدغو اهدافو له پاره د پاکستان او ایران د لاس آلې دي .