د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فساد څنګه ورکولاى شو؟

عبيدالله قانع 04.07.2015 12:52

فساد نه ټول افغانان ترپزي راغلي او په وړاندې یی هم مبارزه روانه ده داچې ولې دامبارزه له ځان سره رنګ نه راوړي او ولې يې په لمنځه وړلو نه بریالي کیږو ؟ داهغه پوښتنې دي چې ټول یې دځواب په هڅه کي دي دنړیوالو بې حسابه مرستو دیوناکام مدیریت اودنه کنټرول له وجې خلک په دې ویروس روږدي شول داچې له دې عمله به داخلک کله او څنګه خلاصیږي په دې خو زه هم نه پوهیږم خو ولې له خپل انده به یې وڅیړو دښاغلي اشرف غني په مشرۍ دملی یوالي حکومت هم دخپل کمپاین په دور کې دفساد سره دمبارزې وعدې ورکړې وي خلکوته دا چې څومره په خپلوژمنو بریالي کیږي دابه وخت ووایي خو یوڅه چې اړین دي هغه دادي چې زما په اند دحکومت سره دفساد پرړواندې دمبارزې سیاسی اراده شتون لري اوهیله من یم چې یوه ریښتیني مبارزه به وکړي .خو له دې سره بیا په څنګ کې ګران هیوادوال او دمدني ژوندانه فعالان هم په واقعي ډول غواړې دفساد ریښی له منځه یوسي او په بیلابیلو ولایتونو کې يې پرړواندې مبارزه روانه ده او دوې په واقعیت کې غواړي دفساد پروړاندې مبارزه وکړي ،دحساب ورکونې او اخیستني فرهنګ دود کړي.
ددې لپاره چې موضوع رانه بل طرف ته لاړه نه شي او زه هم ځان دفساد پروړاندې دمبارزی دشبکې یوغړی ګڼم نواړینه می وګڼله چی په فساد باندی ترخپل وس او توانه یوه لیکنه وکړم او خپل خیالات په کې اظهار کړو په دې لیکنه کې به ولولو چې فسادڅه ته وایی؟ فساد پروړاندې څنګه کولای شو مبارزه وکړو؟دفساد لاملونه څه دي؟ دفساد له امله کومې ستونزي راولاړیږي؟ دفساد په لمنځه وړلو کې ځوانان څه رول لري؟ او په پای کی څه باید وشي؟ دا هغه څّه دي چې دلته به پري بحث وشي الله رب العلمین دې ماته توفیق راکړي او په دې هیله چی ګټور او دمطالعي وړوي.
فساد په لغت کې ویجاړولو ګندګۍ او تباهۍ په معنی دی پ لاتینی کی بیا دماتولو په معنی راځي او یا فساد لاندی مواردو ته هم ویلای شو.
- رشوت ورکول او اخیستل
- داصولی او قانوني لارې نه دیوچاویستلو لپاره تحفی ورکول.
- دخپل موقف نه ناوړه ګټه اخیستل.
- دقومي اوشخصي اړیکو پربنیاد خلکو ته امتیاز ورکول.
- له وړتیا پرته استخدام .
- روابظ ،ظوابظ او واسطی.
- دفتر ته ناوخته تلل او وخته تلل.
داسی نور ډیری کارونه هم شته چې فساد ورته ویلای شو. اوس پوښتنه داده چې ددغه فساد پروړاندې به څنګه خپله مبارزه کوو؟
لومړی باید دفساد بحث په یوه ملي بحث بدل شي ترڅو دعامو خلکو پام ورته واړوو او خلک یی په زیانونو باندې پوهه شي. پدې معنی چی دابحث یوملي بحث شي یعنی دفساد موضوع دټول هیواد په سطحه دخلکو ذهنونو ته داسې ورسیږي چې دازمونږ دخلکو او هیواد لپاره په خیر نه دی او دغه دغه زیانونه لري او دمخنیوي لپاره یې باید ټول خلک یو قوي عزم او اراده ولري.
دوهم قدم کې په ټولنه کی دفساد دریښو ددرک کولولپاره باید دقیق علمي او عملي مطالعات صورت ونیسي او ورته دحل لارې چازې ترڅو عملي شي. ددې لپاره چی موضوع ډیره پراخه ده او اوږده نه شي نو غواړم خپل وضاحت پّ خلص او لنډ ډول وکړم.
۳ـدفساد لاملونه څه دي؟
- دنړیوالو له خوا افغانستان ته دډیرو پیسو راتګ خو ولې بدبختانه ظرفیت دومره نه و چې دغومره اندازه پیسی دی ښه مدیریت کړای شي او په اقتصادي اوږدمهاله پروژوباندی ولګیږي.
- اقتصادي مشکلات – خلک دډیرفقر سر مخ دي په مجموع کې دخلکو اقتصادي وضعیت پدې اندازه نه دی چې دخلکو ستونزې او مشکلات پری باندی حل شي نو خلک مجبوردي چې پیسي لاسته راوړي هغه که په هره لاره وي رشوت وي حرام وي او که حلال..
اوهغه خلک چې دولت ورته معاش ورکوي دهغوې دکم معاش له کبله هغوې مجبور دي چې فساد ته مخه کړي .
-فساد یوډول زنځیري شکل لري دلوړو چارواکونه نیولی ترټیټو په کې له دې امله ښکیل دي چې وزیر په پیسو مقرریږي والي په پیسو مقرریږي ولسوال ، قومندان، ریس او ان یو وړوکی مامورهم باید له فساده کار واخلي ځکه چې ده خپله چوکۍ دپیسو په مقابل کی اخیستی او مجبور دی چې اول خپلی پیسی پوره کړي او دا خبره خو بیخي واضح ده ټول پوهیږو چې دهر مقام او چوکۍ لپاره ټاکل شوي پیسی دي او بیا نو هیڅوک دهغه په کارونو کې خنډ نشي راوستی.
-ترټول مهم لامل یې دفساد پرضد مفکوره ښه شوې ده پدې معنی چې که پخوا چا رشوت اخیسته په ټولنه کی ورته درشوت خور او یو بد سړي خظاب کیده او هیچا ورسره ښه رویه نه کوله خو ولې اوس هغه خلک چې دناروا او حرامو لارو پیسي لاسته راوړي نه دا چې په بد نوم نه یادیږي بلکه لاتقدیریږي که په عامه اصطلاح یې ووایم ( ډیر بلا سړی دی سم ډیر پیسی یی پیدا کړي دپسو دپیدا کولو سمی لارې ورته معلومي دي) ددغسی اشخاصو قدر اواحترام په ټولنه کې ډیر دی نو کله چې هم دفساد پرضدمفکوره بده شوي نه وي نودا به ورځ تربلې ډیریږي.
فساد،دفساد پروړاندې مبارزه او دفساد په لاملونو خو مو بحث وکړ اوس خبره داده چې که چیرته دافساد په ټولنه کې وجود ولري نو کومې ستونزې به راولاړې شي؟
- لومړۍ ستونزه منابع به ضایع شي سمه استفاده به تری وانخیستل شي.
- حکومتوالي به له چلینجونو سره مخ کړي لکه چې ورسره مخ ده .
- اقتصادي پرمختیا تهدیدوي چې تاسو یې شاهدان یاست.
- دعام المنفعه خدماتو مانع ګرځي.
- نظم او امنیت تهدیدوي.
- دحکومت مشروعیت دسوال لاندې راځي.
- پانګوال اعتبار نه کوي.
شاید نوری ډیری ستونزی هم راولاړی کړي خو دغه څه راته تر ډیره مهم ښکاري چې اوس ورسره لاس وګریوان یو
ښه نو دقدر وړ ځوانانو اوس نو زمونږ اوستاسو مسولیت څه شی دی؟ څنګه کولای شو دغې ستونزی ته دپای ټکی کیږدو؟
- ځوانان باید خدای خدمتګاران ووسی دخپل زړه نه کار وکړي عامه ذهنیت ولري نه شخصي.
- دفساد پروړاندې خپل غږ پورته کړي چې لا لګیا دي.
- دادارو او دکار درلودونکو خلکو زیاتره برخه ځوانان دي باید په یوه غږ ووایی چی رشوت نه ورکوو.
- حساب ورکونې فرهنګ دودول .
- دحساب ورکونی نه وروسته دهغه رسوا کول که ښه و مکافات او که منفي و مجازات .
په پای کی غواړم دفساد دختمولو لپاره څو نور وړاندیزونه درسره شریک هیله من یم چې دفساد په لمنځه وړلو کې تری ګټه واخیستل شي.
-حکومت باید سیاسی هوډ او اراده ولري.
- فساد په ټول سیسټم کې دی باید له سره راجوړ شي لاندی خلک به خپله اصلاح شي.
- کارونه باید ټول کمپیوټري شي.
- دشکایاتو لپاره په هرځای کی جلا شمیره او عاجل په څلورویشت ساعته کې اقدام.
درنو دوستانو په دې هیله چی هسی می درته وخت نه وي ضایع کړی او یو څّه مفید تمام شي
ستاسو ورور عبیدالله قانع
ننګرهار جلالاباد کور