د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کلاسیک شعر ته یوه کتنه

وکيلي 04.07.2015 12:51

شعر په عمومه توګه هغه ویینه «کلام» دی،چي احساس،منطق،پیغام اوښکلا دلوستونکو لپاره پکښې وي اومنځپانګه ئې زړه وړونکی وي،چي لوستونکي ئې خامخا ولولي او دشاعر نازک خیال پکښې انځوریږي . دغه پورته ستایني په درې ډوله لیکنو کي ښتون لري : یو منثور شعر دی، بل ئې منظوم شعر اودرېم ئې مسجع نثر دی . منثور لیکنه هم په لیکوال پوري اړه لري او د هغه دلیکني په کړنلار پوري تړاو لري؛ یاني لیکوال څومره لاس بری او آزموینه او پوهاوی په لیکلو کي لري او د لوستونکو په ذهن او غوښنه پوهيږي؛ نود دوی پر مزاج او طبعیت سمه لیکنه کوي . منثور لیکوالان ډېر دي، ډېري لیکني هم کوي؛ خو لیکني تر لیکني پوري ډېر توپیر لري . منثور لیکنه لکه غزل که څه هم قافیه نه لري مګر تسلسل او موضوع د کلام ئې داسي وي، چي لوستونکی په دې آند سي، چي دلیکل سوو جملوڅخه ئې د غزل خوند واخلي .
منظومي شعر (poem)دوه ډوله ویونکي لري : یوطبعي شاعر دی، چي روانه طبع لري او بل ئې قلمي جوړونکی شاعر(poet) دی . روان طبّعَی شاعر کېدای سي، چي نالوستی وي د شعر منظوم کلام ئې ځیني مهال په ټولنه کي ارزښت لري . روان طبعی شاعر که ادیب وي شعر ئې ډېر اوچت وي .
په عمومه توګه خلک شعر منظومه خبره بولي؛ هغه خبره چي وزن، قافیه اوردیف ولري .
بل ګون شاعر، لیکوال او ادیب وي، دشعر په ادب پوه وي؛ نو شعر جوړه وي او پر وزن او قافي ئې برابره وي . دغه راز شاعران په تېرېدو سره دمهال ښه آزموینه پیداکوي ښه شعرونه جوړه وي او تر روان طبعي شاعر په کمه نه وي .
درېم : شعر ،نثر مسجع (وړلیک) دی . نثرمسجع تړلی، بند بنداوموزون کلام دی، چي په ځینو مواردو کي دقافیه بڼه هم لري . د نثر مسجع اصلي پیداکونکی خواجه عبدالله انصار دی .
زوړ یاکلاسیک شعر په ځینو انسانانو کي یو طبعي استعداد دی .
دغه نننی زوړ شعر په ډېرو پخوا زمانو کي لومړی په عامه توګه دوخت دطبعي شاعرانو له خوا او د میننانو له خوا ویل سوی . څرنګه چي خوندور او شوقي دترنګه ډک وو نو خلکو خوښ کړی او دوام ئې ورکړی . ډېر وروسته له دې نه چي شعر ښه عمومیت موندلی او خلک ورته ځیر سوي اوموسیقي منځ ته راغلې؛ شعر و موسیقۍ ته لار موندلې نوهنرسوی . وروسته بیا شعر په ادبیاتو،لیکنګ اوځانګړو ټولنیزو ټولیوکي خپل مقام نېولی . تر دغه مهاله شعر دطبعي شاعرانو له خوا ویل کېده .
کله چي لیکنګ او لیکوالي منځ ته راځي او شعر ته دیوي پوهي په سترګه کتل کیږي نو چوکاټ ورته جوړوي او دا چوکات ته د( بدلمېچ) عروض (Metrik) او قافیه پوهني نوم ورکوي . شعر اصلاح کیږي او ځان له پوهنه کیږي، دا هغه وخت دی، چي قافیه، ردیف او روي په شعر کي تر ډېره بریده سمیږي او پرمخ ځي . زر یا څلور زره کاله ترمخ ترمیلاد د « ریګویدا » مذهبي هندي شعرونه د «سانسکریت » په ژبه ویل سوي دي .
«ارسطو» په شعر پېژندنه او دشعر په منطق باندي پایل کړی . « ارسطو» خپل د ادبي نظر پر بنسټ (محاکات ) «تقلید واقعیت » بناکوي او درې عنصره لکه وزن (ایقاع ) ، لفظ او هماهنګي د شعر ارکان بولي . ویکيپیدیا وګورۍ!
ترمخ تر اسلام او وروسته تر اسلام په عربو کي شعر ویل دود وو . ډېر اشعار د بدر،اُحداو دخندق پر غزاوو باندي ویل سوي دي . ابن اسحاق د پیغمبر (ص) ژوند
(I bn Ishaq das Leben des Propheten ) م ۱۷۸ م او ۱۵۳ م،مخونه وګورۍ!
په افغانستان کي ترمخ تراسلام شعر وایه کیده، چي دغزني د«لویکانو» دیوه «لویک» یو پښتو بیت چي لوی استاد پوهاند خدای (ج)بخښلي علامه « حبیبي » د سلطان سرور دکراماتو د یو خطي کتاب له یوه حکایت څخه را نقل کړی دی . دغه شعر« استاد» داسي لیکلی :
(په زمي غزنه ښخېدلویک لویانو بایله لویا++ کښه توربه براغلو م (بلوم) ممله تازیو په ملا )
دغه لوړ بیت له تاریخي تحلیل وروسته داسي تفسیر شوی دی :
« څنګه چي د غزني خانان «لویک » په جبري ډول مسلمانان شوي وو، نو له کابله یوبل «لویک» دا پورته بیت ور استولی، چي لاندي مفهوم ځني اخستل کیږي :»
« های افسوس! لویک بت د غزني په ځمکه کي ښخ شو، لویا خو خپله لویي بایلوده، زه به لښکر درواستوم ته دتازیانو (عربو) ملګري مه کوه . » (دپښتو نظم تاریخ) د پوهیالي سید اصغر « هاشمي » مقاله وګورۍ!
که په افغانستان کي د اسلام تر راتګ وروسته ادبي تاریخ ته ځیر سو نو دا دورې به داسي
و څېړو:
د امیر کروړ دوره ده، چي له دویمي هجري قمري پېړۍ په لومړنیو کي شعر ویل سوی .
د روښانیانو دوره ده ( ۹۵۰ هـ ق ) څخه تر ( ۱۰۰۰ هجري قمري ) پوري لیدل کیږي .
د خوشال خټک، رحمان بابا او حمید ماشوخېل دوره ده .
بیا نوشعر دغي اوسنۍ دورې ته راځي .
مقفه یي شعر ډېر مخکيتوب لري . که د تاریخ له مخه هم ورته وګورو د « ریکویدا » شعرونه د دوه زره کاله څخه بیا تر څلور زره کاله تر مخ تر میلاده وړاندیتوب لري . او که د « ارسطو » نظر دشعر په باره کي چي ده په ( ۳۸۴ ـــ ۳۲۲ ترمخ ترمېلاد) کي ویلی دی وګورو څه ناڅه ۲۴۰۰کاله کیږي . زما خپل ځانګړی نظر داسي دی : کله چي انسانانو سمي خبري د افهام او تفیم له مخه کړي او په مینه پوهېدلی شعر ئې ولی . ښایي چي شعر بې داسي نه وو لکه نننی شعر یا ۸۰۰ سوه کاله ترمخ شعر ونه چي سره پرتله سي؛ توپیر لري .
دمقفه یي شعر وینا خوږه سره تړلې خوندوره وي او هر څوک ئې په ښه شوق او ذوق لولي؛نو ځکه ئې شاعران، ادیبان او لیکوالان خپل نصحت ،ـ مدحه، ـ مرثیه،ـ حمد،ـ نعت او دخوښۍ لپاره په مقفه یي شعرو کي وایي، چي خلک ئې ښه ترا ا وري او لولي یې .
لرغونی شعر؛ پوهه اوهنر دی یو پوهنیز چوکاټ لري «کوُنترُولیږي » . دښه اوخراپ شعر توپېر کیږي . برخلاف دنوي شعرچي چوکاټ ئې څرګند نه دی؛ سم نوم نه لري . یو ورته « نیمه شعر» وایي؛ بل ئې بیا «شعرنما» بولي ؛ څوک ورته « سپین شعر »(Blank Verse) وایي . بل ئې بیا آزاد(Free Verse) شعرګڼي نور ئې بیا په نورونومانو بو لي؛ داځکه چي یوئې داسي جوړه وي بل ئې بیا هسي جوړه وي . هرڅرنګه ئې چي جوړ کی هغسي نوم پر اېږدي . دغه تقلیدي نوی بیان یاشعر شاعر نه لري یوازي جوړونکی لري . دا شعر مقلد لري له ځانه مُبَلغّ نه لري داځکه له پردو نه تقلید دی . جوړېده ئې ځیني وزن لري پرله پوري وي او ځیني نیمه قافیه لري په ځینو ځایو کي ئې بیا نه لري . زه دغه نو شعر دکلاسیک شاعر ستړ یا بولم؛ کله چي قافیه ئې پیدانه کړه نو نوي شعر ته مخه کي خپل ارمان دلته باسي .
کلاسیک شعر پوهنه لري چوکاټ لري قافیه پوهنه لري سړی کولای سي چي دغه شعر درجه بندي کي او دشاعر نازک خیال پکښې څرګند کړي .
په نوي شعر کي خبَري لا هم سمي نه وي سره تړلي .
فریدون «مشیری» پاړسي ژبی شاعر دی ده یو أزادشعر د (اشکی درگذر گاه تاریخ) تر سریزه لاندي ویلی دی . خبره ئې پر (گفتگو از مرگ انِسانیت ) باندي راڅرخي دا نوی شعر ځیني ځای قافیه لري ځیني ځاې بیا نه لري؛ خو اوچتو ګړو ته ئې لاس اچولی او مقالیزه بیان ئې ټوټې ټوټي کړی خو په پای کي وایي ( مرگ انسانیت است . ) کې دغه منځپانګه په یوي خوږې مقالې کي راوستلی وای نو ډېر ه به خوندوره مقاله وای . آزاد شعر ئې ډېر اوږد وو دلیکني څخه ئې تېر سوم . ویکي پیدیا وګورۍ!
یا زموږ ځیني شاعران دا نوی شعر مډرن بولي نو لیکي : [دغرو پر څوکو واوره سپینه ښکاري
پسرلی دی شین کړم دی دا واوره ولیږي ملغري راتویږي . . . ] اودغسي نور . داسو نوی شعر . اصلا که د دغه نوي شعر ویونکي و دغه کلام ته بل نوم پیدا کي ښه به وي . یا سم کلاسیک شعر ووایي، چي سړی ئې دشعر په درجه او منطق و پوهیږي اویا دي دخپل ذهن منځپانګه په یوه سمه خوږه مقاله کي ولیکي، چي سړی خوند پر واخلي .
په کلاسیک یازاړه شعر کي عروض (بدلمېچ) او قافیه پوهنه د شعر نظم، وزن اومیزان سمه وي او د شعر آهنګ ئې هم څرګند وي .
کله چي شعر وویل سو دشعر بڼه یو وار د تقطع له مخه ګوري بیائې د قافیي له مخه «روي » اوخوځښت ئې تر کتنه لاندي نسي . ګوري يې، چي ټول ویل سوی شعرغزل ،مثنوي،قصیده (بولـله) ده یا څرنګه یوشعردی،چي قافیه، روي او ردیف ئې وکتل سي .
اوس د حمزه بابا یو شعر دمنطق اوقافیه پوهني له مخه ګورو :
ژوند په بها بیا راستنېدای نشي+++زړونه ورکېدای شي خرڅېدای نشي
دلته دغه بیت دشعر دمنطق له مخي ګورو: څومري په ساده خبروکي دوې اوچتي موضوعګاني ئې رانغښتي دي؛ منطق د ژوند هم دغه دی،چي په (بی یه) نه رانیوله کيږي یاني هیڅ امکان د دې وهیچاته نسته، چي اجل راغی بیا دي راوګرځي . ( ایات شریف دی )
بله موضوع ئې په دوېمه «مسرۍ» کي چي زړونه ورکیږي خو تجارت نه پرکیږي یاني مینه اوعشق په (بی یه) نسې معامله کېدای . په مینه کي بیلتون سته،جفاسته،آزارسته اوخوږېده سته خو پلورل او پېرودل نسته . دا یو واقعیت دی او منطق د دغه عمل دی .
حمزه بابا د خپل تَخیُل او نازک احساس له مخي دغه دوې او چتي موضوعګاني چي په ټولنه کي شتون لري فلسفه ئې په یوه بیت کي په ساده ژبه خو په عالي منطق سره خپل اوج ته رسولې او ویلي ئې دي . حمزه بابا د ټولني په خیروکي ککړ نه وو په کم ګروپ او ګروه پوري تړلی نه وو پاک ساده سپېڅلی مسلمان وو د ده شعرونه ناپیلي په ځانګړې توګه و خپل ټولني ته او دوخت وحالاتو ته متوجه دي . د ده دخولې اوقلم نه راوتلي اشعار پاک اوخواږه دي .
اوس ئې دغه شعر دقافیه پوهني له مخه ګورو :
« نشي » ردیف دی او «ی» روي ده -- « الپ » د « د » سره ئې قافیه ده . شعر پخپل بحر کي منظم دی که تقطیع سي لږو ډېر نه لري . دخزم له عیبه خلاس دی . شعر ډېر موزن،د آهنګه ډک پرله تړلی دی . که چیري دغه دوې موضوعګاني په تقلیدي یاني نوي شعر کي ویل سوي وای؛ یو خو به بې خوند وای او بل د شعر ارزونه به په سمه نه کېدای .

اخځونه په لیکنه کي وګورۍ!




١١