د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان څنګه د اسیا ترانزیتي او اقتصادي څلورلاره کیدای شي؟

محمد عارف رسولي 30.06.2015 20:49

د یوه ملک د پرمختګ او اقتصاد د ښه کولو لپاره د تولید د نورو وسایلو ترڅنګ انساني، ټولنیزې، زیربنایي، د وسایطو، مالي او د انسانانو د نوښتګرۍ ((Entrepreneurship  پانګو ته اړتیا شته. څرنګه چې دا پورته پانګې هره یوه خپل خبل اهمیت او ځای لري او بیلو بیلو څیړنو ته اړتیا لری په دې لنډه لیکنه کې زموږ د هیواد په ترانزیتي زیربنا او ستراتیژیک موقعیت باندې خبرې کول غواړم.
 د هیودا د پرمختګ لپاره د ترانزیت د زیربنا  پانګې ته لکه، لوېې لارې، سړکونه، د ریل پټلیو، هوایي کرښو او هیوايي ډګرونو ته چې دنورو سکتورونو ترڅنګ د انجنیرۍ او مهندسۍ له مسلکونو سره تړاو لري اړتیا شته. د پورته ترانزیتي او مواصلاتي زیربناوو له علمی پرمختګ څخه پرته د یوه ملک ښيرازی او پرمختیا امکان نلري. همدارنګه، داسې زیربناوې رامنځته کول په ملک کې ثبات، خورا زیاتې پانګونې، کارپوهانو، مدیرانو، ښې دولتي پلانګذارۍ او نورو ته اړتیا لري. که په یوه ملک کې دا سم رهبری، مدیریت او سم پرمخ لاړ شي نو د هغه ملک په اقتصادي وده کې زیات رول لري.
همدارنګه، د ترانزیت سره اړونده یوه بله مسئله چې زموږ د ملک ستراتژیک موقعیت دي هم باید ورته پوره پاملرنه وشي. زموږ د ملک مشران په دې وروستیو کلونو کې تل دا وایی چې د هیواد ستراتیژیک موقعیت مو د سویلې او منځنۍ اسیا او هم د ختیزې او لویدیزې اسیا په څلور لارې بدلوي چې دا به د هیواد د ښیرازۍ ستر لامل شي. دلته باید پوه شو چې کوم څیزونه یو ملک ته دا موکه برابروي چې له خپل ستراتیژیک موقعیت څخه سمه ګټه واخلي او نشتون یې هغه ملک له خپلو روا ګټو محروموي.
اړونده کارپوهان د نړۍ د ورته هیوادونو د حالاتو او تاریخي او علمي پلټنو په پایله کې وایي چې ستراتیژیک موقعیت به مهم وي خو یوازې له هغو څخه د ګټې اخیستو په شرایطو ځان پوه کول او د سمو پالیسیو او کړنلارو په لرلو او په وخت یې د پلی کولو په مټ رښتینې ملي ګټې په لاس راځي.
کله خو داسې هم کیدای شي چې ستا حریف ملکونه ستا دا ستراتیژیک موقعیت نشي زغملی او هڅه کوي چې تا هغه حالت ته پرینږدي چې له خپل ستراتیژیک موقعیت څخه ګټه پورته کړې ځکه هغوي غواړي چې دا ګټه دوی ترلاسه کړي او ستا له ملکه یې واخلي. دهغوي لپاره ترټولو اسانه لاره داده چې ستا له ملک څخه ثبات اوسوله واخلي او ستا په ملک کې نیابتي جګړې پیل کړي، ورته دوام ورکړي او ملک مو په ناکام ملک بدل کړي او په ناکامیو کې یې وساتي.
 موږ ګورو چې زموږ له هیواد سره د انرژۍ، مواصلاتو او اوبو په خاطر همدا سلوک کیږي او ګاونډیان نه پریږدي چې موږ له خپل ستراتیژیک موقعیت، زیرمو او ممکنه پوتنشیال څخه لکه چې لازمه ده ګټه واخلو. نو دا بیا ملک ته زیانونه هم لري. باید د ملک ټول با ایمانه، د سیاسي پوهې او شعور لرونکي، دپردو له اغیزو مبرا خلک او په تیره بیا ستراتیژي او پالیسي جوړونکي دې ټکو ته پوره پاملرنه وکړي.
د دې لپاره چې یو ملک وکولی شي له خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت څخه سمه ګټه واخلي ورته اړینه ده چې: (۱) ترټولو لمړی په هغه ملک کې سوله او ثبات شتون ولري. د ملک ټول سیاسي قوتونه باید په دې پوه وي چې جګړه د هیچ چا په ګټه هم نه ده یوازې او یوازې هغو پردیو هیوادونو ته رسیږي چې نورو ملکونو په د ثباتیو په خړو اوبو کې ځانته کبان نیسي او خپلې ګټې لټوي، (۲) همدارنګه، اړینه چې هغه ملک د ښه کیفیت لرونکيو زیربناوو او سړکونو په رامنځته کولو کې داخلي او بهرنۍ پانګونه راجلب کړي، ترڅو چې پوره ظرفیت او پراخوالی، اړینې اسانتیاوې لکه د لویو لارو ترڅنګ مارکیټونه، په هرو ۵۰ تر ۱۰۰ کیلو متره واټن کې عصري د دمې کولو تم ځایونه، رستورانونه او نور، د څښلو اوبه، (۳) په لویو لارو باندې رښتینې او خادم د لویو لارو ترافیک او ایمني تدابیر،(۴) غوره  ترافیکي قوانین او حکومتولي، هوښیار او تعلیم لرونکي خلک ترڅو له سفر کوونکو سره سم چلن وکړي، (۵) ښه تولیدات ترڅو یې د نورو هیوادونو خلک وپیري او خارجي ارز ملک ته راجلب کړای شي ترڅو تجارت او اقتصاد مو پیاوړی شي. په داسې حالاتو کې نو ملک ته دا ستراتیژیک موقعیت په ګټه کیدای شي.
که داسې نه وي، سړکونه واړه، اواسانتیاوې پکې نه وي، دقانون پلي کوونکي ادارې په درغلیو کې اخته وي او قوانین سم پلي نکړي،  شوکماران او غله مسافر وترټي، په مارکیټ او لاره کې خلک ورسره سم او عادلانه چلن ونکړي نو هغوی به خامخا بله لاره که اوږده هم وي ځانته مومي اوموږ به له خپل ستراتژیک موقعیت څخه هیڅ سمه ګټه نشو اخیستلای.  
د اوږدو شخړو، نه پاملرنې، او کمزوري مدیریت او اړینو تخنیکي وړتیاوو د کمښت له کبله زمو دهیواد فزیکی زیربنايي جوړښتونه وران شول او په نوي دور کې د ملک ډېره زیاته مالي پانګه دهغو په بیا رغونه ولګول شوه. خو په خواشینۍ سره د ټیټ کیفیت، د نه ترمیم کیدو اونورو لاملونو له کبله اوس بیا رغونې او ډېرو پیسو ته اړتیا لري. نو د ملک اړتیا ده چې د هیواد دا سکتور ښه وارزوی، د ببیا رغونې او انکشاف کمۍ په ګوته کړي، نوې پالیسۍ او تګلارې جوړې او سمې یې پلي کړي.
پایله
که افغانان غواړي چې د خپل ستراتیژیک، جغرافیوي، او جیوپولیټیک موقعیت څخه سمه ګټه واخلي نو د اړوندو مسئلو لپاره لکه په ملک کې سولې او ثبات، ښې حکومتولۍ او د خپلو ترانزیتي زیربناوو د سیي ودې لپاره باید یو سیي لرلید (Vision) رامنځته کړي. دې لرلید ته د رسیدو لپاره ټاکلې پالیسی ګانې، اړینې کړنلارې رامنځته او په رښتینولۍ سره یې پلې کړي. د دې لپاره په ملک کې ثبات او سوله کلیدي او مهم عناصر دي او که څوک په ملک کې ښیرازي، ښه نظام، رښتینې خپلواکي او سوکالي غواړي نو په ګډه او په ملي عزم د ورته کار وکړي.