د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

القتل المرفوض ( اخوان المسلمین )

بخت الرحمن بخت 30.06.2015 20:41

داسي مي انګیرله چي دا برید به ضرور ددوي له لوري تر سره شوي وي تر څو دخپلو هغو زرګونو قربانیانو بدل واخلي کوم چي دمصر دفوځي حکومت له لوري په مسجدونو او لویو لارو باندي دبلډوزرو ترځنځیرلرونکو ټایرونو لاندي شول او هغو زرګونو ملګرو ته کوم چي اوس دزندان د پنجرو تر شا دبند شپی او ورځي تیره وي ډاډ ګیرنه ورکړي چي یاره شاته ځوانان لرو که مونږ نشي خلاصولی زمونږ پر دښمنانو خو یی هم ښه ورځ بده کړي ده.
که زمونږ بچیان زمونږ د جدایي په غم او ویرکي شپی تیره وي خو ددوي بچیان یی هم ددوي په مرګ وژړول.
پر لوي څارنوال باندي له برید څخه سمدستي وروسته د ( مقاومه الشعبیه ) په نا مه یوي ډلي پر فیسبوک باندي ددغه برید پړه په غاړه واخیسته که څه هم وروسته دغي ډلي وویل چي ډله یی فیسبوک باندي حساب نه لري.
خو زه خپله له چاودني څخه وروسته دي ته انتظار وم چي اوس به د اخوان المسلمین له ادرس څخه ددغه برید پړه په غاړه اخیستل کیږي، اوس به دوي له لوري خپلو په زرګونو شهیدانو ملګروته ددغه قاتل د وژني مبارکي ورکول کیږي، حکومت ته به ددارنګه نورو بریدونو ګواښونه ورکول کیږي
داسي فکر او ګمان مي هیڅکله نه کاوو چي محمد منتصر به د مصر دلوي څارنوال چي ددوي د بي شماره ملګرو په وینو یی منګولي سري دي وژنه بی ځایه وینه تویول بولي او دلوي څارنوال وژني ته به ( قتل مرفوض ) وایی.
زه حیران ځکه یم چي د اخوان المسلمین ډله په مصرکي ددغه لوي څارنوال په لاس دخپلو ملګرو وژنه قتل مرفوض بولي، د اوسني حکومت له لوري دمصر په مساجدو لارو او کوڅوکي د اخوان المسلمین دډلي دپلویانو ډلیزه وژنه قتل مرفوض بولي، دمصر په زندانونو کي دسلګونو ملګرو اعدام او په ابدي بند محکومول عمل المرفوض ګڼي، دمصر په سینا ولایت کي دمصري حکومت خلاف جنګیدونکو وسلوالو مجاهدینو له لوري د مصري حکومت مامورینو او عسکرو وژل قتل مرفوض بولي.
هغه کس چي ددوي دملګرو په وینو تویولو یی تنده نه ماتیدله ددوي دملګرتوب په توریی دعامو مصریانو کورونه ونړول زندانونه یی په ډک کړو ښځي ماشومان او سپین ږیري یی دبلډوزرو تر زنځیرلرونکو ټایرونو ژوندي لاندي کړو، ددغه کس وژنه هم قتل مرفوض بولي.
نه پوهیږم چي اخوان المسلمین قتل المجوز کوم قتل ته وایي ددوي دډلي په دستورکي او قانون کي کوم قتل مجوز هم شته اوکه یی د لغاتو له قاموس څخه دقتل مجوز لفظ لری کړي دي.
د اخوان المسلمین له لوري دمصري حکومت دلوي څارنوال وژني ته قتل مرفوض ویل داسي مثال لري، لکه د چا کورته چي غله ور ننوتلي وي دغه غله دي نه پر مال نه عزت او نه هم سرباندي صرفه کوي دکور دځوانانو له لوري یو ځوان را ولاړیږي ټوپک ته لاس کوي تر څو دخپل مال عزت او سر دفاع او ساتنه وکړي، دکور مشر ورته اواز کوي کرار کښینه ځان ګناه کي مه اچوه پریږده چي خپل کار وکړي که مو وژني که مو عزت لوټي ورته څه مه وایی داسي نه چي بی ځایه وینه تویه کړي.
ځکه مصر داخوان المسلمین قانوني کور ګرځیدلي وو دهغي ډیموکراسۍ او جمهوریت له لاري یی ددغه کور ریاست او مشر تو ب ګټلی وو کوم قانون او سیسټم چي خپله د هغو کسانو له لوري وضع شوي دي او نړۍ کی یی دپلي کولو کوښښ کوي کوم چي دوي یی په زور له دغه کور څخه وایستل، ویی وژل ددوي دکور حریم یی تر پښو لاندي کړ څه یی ورک کړو څه یی زندانوته واچول او نورو ته یی وویل چي اواز به تر خوله نه باسۍ.
داخوان المسلمین ډله که په مصرکي دخپلو ملګرو دشهادت، دخوندو دعزت او دمشرانو دبند بدله له اوسنۍ ظالم کفري او اسرائیلي پلوه حکومت څخه نشي اخیستی، دخداي دپاره دومره دي وکړي چي کله ددغه هیواد دګوتو په شمیر ځینی پر دین او هیواد مین ځلمي دلته دکفري نړۍ پر نمایندګانو باندی بریدونه کوي پټه خوله او بی پري دي پاته کیږي ځکه ددوي له لوري دداسي کسانو وژنو ته بی ځایه وینه توینه ویل د سیسي دحکومت دوسلوالو مخالفینو احساسات مجروح کوي
اسرائیل دسیسی مشرتوب پر مصرباندی داسرائیلو لپاره دخدای رحمت بولي یهودان ناري وهي چي سیسی خدای درحمت په شکل باندي پر مصرباندي مقررکړی دي.
اسرائیلی حکومت وایی ( السیسي و اسرائیل ید واحدة ضد الحماس ) سيسي او اسرائیل د حماس په مقابل کي یو لاس او یو موټی دي.
دترکيي ولسمشر طیب اردګان دسیسي په اړه وایی (ووصف طيب اردغان الرئيس المصري بانه طاغیة يعمل الي جانب اسرائيل ضد الفلسطین ).
طيب اردګان وایی سیسي ظالم او بی لاري دي دفلسطین په خلاف له اسرائیلو سره یوځای کارکوي.
یویهودي مذهبي توند لاری (حاخام امنو اسحاق) پر مصر باندي دسیسي مشرتوب خدایی معجزه بولي.
نوموړی وایی مونږ نور له ټولو خواوو مایوسه او نا امیده شوي یو اسرائیل نور دغرقیدو په حال کي دي، زمونږ د امید سترګي یواځي دسیسي په لور دي اسرائیلو ته به سیسي نجات ورکوي.
نوموړی په داسي حال کي دغه خبري کوي چي په زرګونو یهودان ورته ناست دي دخپلي وینا په مهال وار وار په لوړ اواز وایی (انقذنا یا سیسي اسرائیل تنهار): آی سیسي مونږ وژغوره اسرائیل بربادیږي.
دغه یهودي توندلاری وایی مونږ نور له امریکایانو څخه هم نا امیده شوي یو، امریکایانو ته اوس زمونږ په پرتله د قطر ګټي مهمي دي، مونږ ته یواځي سیسي را پاتي دي او سیسي به د اسرائیلو دنجات او خلاصون سبب ګرځي
امنو اسحاق به خاماخا وسیسي ته دخلاصون او نجات چیغي وهي ځکه چي ملګری یی دي ددوي دخوشحالولو لپاره یی په مصر کي په زرهاوو مسلمانان ژوندي تر خاورو لاندي کړو دیهودانو دخوښۍ دپاره یی دمسلمانو خوندو عزت لوټ کړ کورونه یی ورته ونړول نارینه وو باندي یی زندانونه ډک کړو.
خو افسوس دمصر داخوان المسلمین دډلي په اوسنۍ دریځ باندي ، داخو یی ونکړو چي دخپلو شهیدو او زنداني ملګرو په ننګه یی وسلي ته لاس کړ دقلم په څنک یی توره هم له تیکه وایسته بالعکس یی دهغو کسانو وژنه او قتلونه ناروا وینه تویول وبلله کوم چي اسرائیل یی د ځان لپاره خدایی معجزه او دنجات سبب ګڼي او ددغه هیواد څو باتورو ځلمیانو یی په خلاف وسلوال جنګ پیل کړی دي