د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امنیت په اخلاص اوملي یووالي کې دئ ، نه په نمایشي اتحادونواوګوندونوکې

محمد انور ولید 24.06.2015 13:05

افغانستان له تېرو (۳۶) کالو را په ایسته یو بې ثباته او نا امنه هېواد دئ ، خو سترا تیژیکې د مخه پلان شوې له اقتصادي زېرمو څخه ډکې متنازع فیه سیمې او هېوادونه له تېرو دری څلورو کالو را هیسې د امنیت د نشتوالي له ګواښونو سره مخ دي . عامل او لامل یې هم داکېدای شي چې : ( خودکرده را دارو نیست . )
 خو افغانستان ته نا امني او بې ثباتي هر وخت د خپلو ګاونډیانو له خوا د سؤ تفاهُم او سؤ قصد په نتیجه کې مینځ ته را غلې ، چې زموږ مشرانو هغوی ته په نېک نیت ـ ولې کمزورې دیپلوماتیکه ژبه د سولې او ښه ګاونډیتوب لاس ور اوږد کړی ، خو افغان ګاونډیانو همزمان چاړه په لاس کې ور ته نیولې او د افغان چارواکو سوله ییزلاس یې په قصدي توګه په افغانستان کې د نا امنیو او بې ثباتیو د دوام له پاره په بېخ کې ور باندې پرې کړی او دغه لړۍ یې لا تر اوسه پورې د بېګناه افغانانو د وینو ، او ښکو تویولو او مرګ ژوبلو په بیه د خپلو ګټو له پاره همداسې غځېدلې او ژوندۍ ساتلې ده .
د افغانانو چیغې او فریادونه هم چا نه دي اورېدلي او نه یې څوک اوري ، ټولې نړۍ ځانونه کاڼه او ړانده ور باندې اچولي . ځکه تر ننه پورې په دغه پردیو تپل شویو جګړو کې په مېلیونونو افغانانو خپل خپلوان او عزیزان له لاسه ورکړل ، ټول افغانستان په کنډواله بدل شو ، نه ملي تأسیسات روغ پاتې شول او نه هم ؤلسي کلي جایدادونه . خو زبرځواکه نړي سره له شته پر مختللو امکاناتو دا یو هم پرته له خپلو موخو او خپلو اهدافو نه ویني او نه یې اوري .
وایي چې : ((یو وخت  یو غریب سړی د خان موټر وهلی ؤ ، پښه یې بوټه په ورانه کې ور باندې ماته کړې وه ، خان هم هغه وهل شوی سړی په لغتو او سوکانو باندې واهه ، او نورو خلکو هم . او ویل به یي چې : که ته بدبخته پر لارې باندې نه وای روان شوی ، د خان صیب موټر به ولې در باندې چيتېده . )) اوس افغانستان هم هماغه د خان صیب د موټر او غریب سړي د وهلوټکولو دکیسې په څېر دئ چې هم یې د سیمه ییزو او ګانديو هېوادو له خوا پرې وواهه ـ او هم د نړۍ او سیمې هرکس او ناکس یو ټس ترې پورته کوي او د ملامتۍ او پړې غږ هم ورباندې کوي چې ګواکي ته ملامت یې . ))       
 افغانستان ، د افغانستان طبیعي زېرمې ، افغانان او د افغانانو سیاسي نظام ټول د پردیو سیمه ییزو او نړیوالو اهدافو قرباني دي . د نړیوالو نظامي حضور او سیاسي فشارونه ټول په یو ډول نه په یو ډول پر افغانستان باندې د بیا رغونې او ملي یووالي او نظام پر ضد متمرکز دي . ځکه نړیواله ټولنه د افغانستان او د افغانستان د نظام د ګډوډولو ، ورانولو، تمویل او ټرېنېنګ پروژې د افغانستان له پولو ها خوا په خپلو سترګو سره ویني خو مخنیوی یې نه کوي او وایي چې دا زموږ دنده نه ده ، علت یې دادئ چې که نړیواله ټوله د افغانستان د تخریب له پاره دا د مخه جوړې شوې پروژې ټولې وتړي ، بیا دوی خپل سترا نیژیک اقتصادي هدف ته د خپلو سیالانو له لاسه ژر نه شي ور رسېدلی .
خو سوال دادئ چې نړیوالې ټولنې ولې د خپلو اهدافو تر لاسه کولو په خاطر د افغانستان او افغانانو قرباني کول په نښه کړي ؟ آیا تر نورو دوی ته د افغانانو وینه ، خاوره ، نظام او ټولې ملې شتمنۍ ارزانه دي که څه ؟ که چېرته داسې وي نو بیا د بشر ي حقونو او نړیوال امن غوښتونکو علمبردارانو ولې پر افغان نظام اوخاموشو افغانانو باندې زړه نه سوځي . آیا افغانستان کومه بله نا پېژانده سیاره د ه چې ټولو په ګډه د هغوی د تسخیرولو له پاره مټې را ونغاړلې او دا هېواد یې په لوی لاس ډبرین دورته ورټېل واهه .
(۳۶ ) کاله وشول چې په افغانستان کې هره ورځ د سړیو لسګونه او سلګونه جنازې باروي . آیا د خاورینې ځمکې پر سر افغانان د الله (ج) مخلوق دۍ ، اوکه دکمونېزم اوکاپیټالېزم د خدایانو؟ که چېرې په ريښتیا سره افغانان هم د نور مخلوق په څېر د معبود  [ یوه الله (ج) ] بنده ګان وي ، نو ځمکه خو هم د خدایتعالی ده ، زور یې خپله ځمکه اخلي ، رزق او روزي د خدایتعالی خوري ، اوبه د خدایتعالی څښي ، او هوا د خدایتعالی تنفس کوي ، نو د نورو انساني اړتیاوو او راکړې ورکړې په برخه کې ولې سیمه ییز او نړیوال د خپل بام واورې پر خوارو افغانانو باندې ور غور ځوي ، په تبه یې نیسي او مرګ ته یې رضأ کوي ؟
که نړیوال رغنده ديپلو ماسۍ ، ډاډمن امن ، ښه باثباته نظام ، او ښېرازه ژوند ته اړتیا لري نو افغانستان او افغانان خو هم ددې خاورینې کُرې جُز ګڼل کېږي ، آیا نړیوال او سیمه ییز هېوادونه په نړۍ کې یو با امنه ، باثباته او ښېرازه قانون مند افغانسان نه غواړي که څه ؟ که یې غواړي نو بیا ولې د افغانستان د ځینو مخربو ګانډیانو د تخریب او لاسوهنې مخه نه نیسي ؟ ولې د بشر دوستۍ او بشري حقونو شعار په عملي توګه په افغانستان کې نه پلی کوي ؟ ولې په ګاونډیو هېوادوکې د افغانستان او بشریت ضد مارانو ځالې نه ور ړنګوي اوپاڼوګریې ولې د عدالت پلي کولو له پاره نړیوالې دادګاه ته نه را کاږل کېږي ؟
له دېنه داسې مالومېږي چې د ترورېزم د مارانو دَم او منتر او د یوویشتمې پېړۍ د دېوانوچهلکافونه ټول د نړیوالې سر مشریزې په لاس کې دي . که نړیواله ټولنه وغواړي دا ماران او د مارانو ځالې د افغانستان په ګاونډیو هېوادو کې له مینځه وړلی او خپل سیمه ییز دېوان بندولی شي .که نه نو د افغانستان له ناآرامیو او بې ثباتیو سره به هېڅکله په سیمه او نړۍ کې سوله ، آرامي ، ثبات او ملي یووالی ټینګ نه شي . ځکه د ترورېزم مارګيرخپله په افغانستان اوسیمه کې شپېلۍ ورته غږوي او په لوی لاس یې مستوي .
نن چې په افغانستان کې د ترورېزم ، طالب او داعش په نومونوکوم اور بل دئ ـ ددې یو تر ټولو ستر لامل په افغانانوکې د ځانځانۍ ورګډه شوې وبا ده چې له تېرو پینځو لسیزو را په ایسته یې د افغان ملي وحدت په وجود کې ځای نیولی او بهرنۍ رېښې لري . دا داسې وباده چې د افغانانو د زرګونو او سلګونوکلونو ټول ملي یو والی یې په خطرکې اچولی .
دغه نفاق اچوونکي وایرس د  سر  دوې لسیزې فرهنګي او سیاسي تغذیه له بهرڅخه کړې ، او وروستۍ دری لسیزې یې د بسمچي ، مجاهد ، پاټکي ، ټوپک سالار ، طالب ، او داعشي په پلمه خپل مالي، سیاسي او نظامي ملاتړ د ځان کړی ، چې دادي اوس د داعش او طالب د مخنیوي په پلمه ځانونه تجزیې ته سره چمتوکوي ،  د اور او اوبو ایتلافونه د طالبانو په وړاندې د دفاع په پلمه د اتحادونو په نامه له یو بل سره جوړوي ، ترڅو حکومت نور هم ضعیف کړي او یوه تشه مینځته راشي ، او له دې تشي څخه په سؤ استفادې سره خپل لومړنی موجودیت اعلان کړي .
خو زه وایم چې ددغو وروڼو موجودیت او ثبات په ریښتیني ملي یووالي کې دئ ، ملي یووالی دوی ، ټولو افغانانو او ټول هېواد ته نجات ورکولی شي . پرته له ملي یو والي بله لاره نه شته . ځکه په نفاق کې کېدای شي چې لوی بدخشان د څلورم آغا خان تر مشرۍلاندې ، او همداسې لوی هرات او لوی مشرقي له افغانستان څخه بېل کړی شي . مرکزي افغانستان به بېله نغاره ځانته ډنګوي . افغانستان به په شلو ټوټو سره ووېشي او بیا به هره ټوټه دیو بل په وړاندې تر لسګونو او سلګونو کلونو په خپلو کې سره جنګول کېږي او نوربه هم سره کمزوري کېږي ، تر څو پردیو اهدافو او شرطونو ته په خورا لږه بیه له مجبورته غاړې کېږدي . شتمنۍ او ځمکنۍ زېرمې به یې نور ترې یوسي ، او راتلونکې بدۍ او شومې بدې ورځې به افغانانو ته په ميراث ور پاتې وي .
هو ! د استعمار اصلي پلان او نقشه همدغه ده . تاسې وګورۍ چې پاکستان په څومره په  مهارت روسیې ته ځان ور نږدې کړی . اې افغانانو ! د خدای په خاطر ! چې بازي ونه خورۍ . افغانستان په ایتلافونو، ځانځانۍ او نمایشي اتحادونوسره نه جوړېږي . افغانستان په پلان سره ړنګ شوی ، او دژغورلو او جوړولوله پاره یې هم رغنده هر اړخیزه پلان په کار دئ . خو تر ټولو غوره پلان یې خپلمینځي ریښتینې سوله او هر اړخیز ملي یووالی دئ . که په دې کار باندې بریالي شوۍ ، تاسو بریالي او فاتح یاست . او که ناکام شوۍ ، د تل له پاره د نړۍ له مخ څخه ورکېږي  نابودېږۍ . ښه داده چې خپل ځان په خپله په لوی لاس مه نابودوۍ . پردي غله موږ نه سره جوړوي . بلکي موږ په خپلو کې سره اخته کوي او دوی زموږ همیانۍ وهلو ته ځانونه جوړوي .