د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډيويډ کامرون يو ځلې بيا د کډوالو د شميره د راټيټولو ژمنه وکړه.

یاسر الهاشمی 24.06.2015 12:32

د انګلستان لومړی وزیر ډيويډ کامرون او د کورنيو چارو وزيره (Theresa May)، د کابينې په وړاندې د کډوالو د شميرې د راټیټولو په اړه خپل دريځ اعلان کړ. دوی د محافظه کار ګوند په نماينده ګی وويلې چې د کډوالو شميره به تر لسګونه زرو پورې راټيټه کړي، دا نه يواځې د دوی شعار دی بلکه د دوی هيله، آرزو او جاه طلبي هم ده.
ډيويډ کامرون او ميرمن (May) د انګلستان کابينې ته خپل راتلونکي پلانونه توضيح کړل چې په هغې کې قانونه جوړونه او د لايحو وضعه کول هم شامل وه او دغه قانون جوړونه د ښوونيزو او تجارتي مسايلو تر څنګ د مهاجرت مسئله هم په بر کې نيوله.
کامرون د ناقانونه کارګرانو او کډوالو په اړه د وضعه کيدونکي لايحې په اړه معلومات وړاندې کړاو وويلې چې موږ خپلو وعدو ته ژمن يو.
د (۲۰۱۱)ز کال په ټاکنو کې هم کامرون او ټيم يې د انګلستان له خلکو سره ژمنه کړی وه چې د کډوالو شميره به تر لسګونو زرو پورې راټيټه کړي خو، دوی و نه توانيدل خپله ژمنه پوره کړي. د (۲۰۱۴) ز کال په وروستيو کې د احصائيې ملي اداره په انګلستان کې د کډوالو شميره (۲۹۸۰۰۰) تنه ښودلی و. همدا لامل و چې د ټاکنيزو کمپاينونو په جريان کې، د کډوالو په مسئله کې د مخالفينو لخوا تر سختې نيوکې لاندې راغلل.
د محافظه کار ګوند د (۲۰۱۵)ز کال په عمومي ټاکنو کې يو ځلې بيا له خلکو سره ژمنه وکړه چې د کډوالو شميره به تر لسګونه زرو پورې راټيټه کړي او دغه هدف ته د رسيدو لپاره به له هرې ممکنې وسيلي څخه کار اخلي، دا ځکه چې دغه هدف د محافظه کار ګوند شعار نه بلکه هيله، آرزو، جاه طلبي او حرص دی.
محافظه کاران په تير دور کې د کډوالو د شميرې د نه راټيټيدو اصلي علت اروپايي ټولنه ګڼي او وايي چې د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو څخه د راتلونکو کډوالو له امله و نه توانيدل خپل هدف ته ورسيږي.
(( که څه هم د کډوالو د شميرې راټيټول تر لسګونو زرو پورې اسانه کار نه دی او کافي وخت، اوږود مهاله استراتيژي ګاني او ډير کار ته اړتيا لري. خو، محافظه کارانو ته د کډوالۍ په وړاندې مبارزې به تر هر بل کار لومړيتوب ولري. موږ پر ځان باور لرو چې راتلونکي پنځه کلونو کې دغه هدف ته رسيږو.)) کامرون
د لومړي وزير وياند، اروپايي ټولنه پورې تړلي کډوالو په اړه د کامرون د اصلاحاتو يادونه هم وکړه چې د هغې له مخې به ډیرو لږو اشخاصو ته په انګلستان کې دنده ورکړل شي هغه هم د لږو پيسو په مقابل کي. د کامرون په آند دا کار به محافظه کارانو سره مرسته وکړي چې خپل هدف ته ورسيږي.
(( د بهرنيو کارګرانو د شميرې په ټيټيدو سره به زموږ خلک د کار مارکيټ ته لاره پيدا کړي، د کار په بدل کې به مزد لاسته راوړي او په پای کې تخصص او مهارت هم پيدا کړي.))