د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برما، اسلام او مسلمانان

بخت الرحمن بخت 22.06.2015 12:15

دومره فکر او سوچ نه کوي چي ددغو غمجنو مسلمانانو په غم کي باید زه څومره ورسره شریک شم او څومره ورسره مرسته وکړم ددوي دمرستي او همکاري دپاره دخپل هیواد دخلګو او حکومت پاملرنه په څه ډول ددوي په لور ور واړوم.
تا سو فکر وکړي له افرادو څخه کورني او له کورنیو څخه ټولنه او بیا له ټولني څخه حکومتونه او اداري جوړي دي که د اسلامي نړۍ فرد فرد دي تیارشي او دافکر وکړي چي زما مسؤلیت یوازي خپل ځان، کور او قریبان نه دي بلکه دنړۍ مسلمانا ټول یو بشر دي زه باید د هغو له مشکلاتو او کړاونو څخه ځان خبر کړم د کړاوونو او مصائبتو په لري کولو کي ورسره مرسته وکړم ،په دي ډول هر کس کولای شي دکورنۍ او کورنۍ کولای شي د ټولني او ټولنه بیا کولای شي دخپل هیواد دحکومت پام لرنه په نړۍ کي دغمجنو مسلما نانو په لور ور واړوي.
اوس غواړم لږڅه د لوستونکو پاملرنه د برما دمسلمانانوپه لور را وګرځوم ورته وښيم چي دبرما مسلمانان چي زمونږ دبدن غړي او دجسد ټوټي دي له څه ډول کړاوونو اومشکلاتو سره لاس او ګریوان دي.
برما د اسیا په سویل ختیځه برخه کي قرار لري د شمال لخوا څخه ورته چین او هندوستان پروت دي او دسویل لوري ته یی د بنګال، هند او بنګلدیش خلیج پروت دي، د ۲۰۱۱زدیږ کال دسرشمیرني له مخي دغه هیواد ټول ( ۵۳،۹۹۹،۸۰۰ ) وګړي لري چي دټولي ابادي ۲۰٪ شل سلنه برخه یی مسلما نان تشکیلوي، دغه هیواد کي دمسلمانانو شمیر ۱۰ ملیونه کسانو ته رسیږي.
برما او اسلام
دبرما هیواد ته اسلام د اراکان ولایت له لاری داخل شو د ارا کان ولایت چي له بنګلدیش سره پوله لري په برما کي هغه ولایت دي چي دبرما دنورو ولایتونو په پرتله زیات نفوس لري دغه ولایت کي پنځه نیم ملیونه وګړي اوسیږي چي ۹۰ په سلو کي وګړي یی مسلمانان دي له دي څخه علاوه دوه ملیونه مسلما نان په میانمار کي اوسیږي او نور دبرما تیت اوپرت مسلمانان ددغه هیواد دبودایی حکومت د ظلم او جبر له امله برما پریښی دنوري نړۍ به لور مهاجر شوي دي.
میانمار ته اسلام د هجرت په اوله پیړۍ کي د جلیل القدر صحابي وقاص بن مالک رضی الله تعالی عنه په توسط رسیدلي دي خو ځیني نور مؤرخین بیا وایی چي دغه هیواد ته اسلام په اومه میلادي پیړۍ کی د عباسي خلیفه هارون الرشید په وخت کي د اراکان ولایت له لاري د عربي سوداګرو په واسطه رسیدلي او غوړیدلي دي، عربو سوداګرو به دغي سیمي ته دتجارت لپاره سوداګریږ مالونه وړو ددغو سوداګرو او تجارو له امانت داري اوغوره اخلاقو څخه ددغه هیواد سمیز خلګ متاثره کیدل همدارنګه د اسلام په مبارک دین مشرف کیدل.
ددغي سیمي وګړو په لومړي سر کي د کرهڼي او مالداري په شغل باندي اخته وو، چي وروسته یی سوداګرۍ ته لاس ور واچاوو دغه خلګ له اراکان ولایت څخه دبرما نورو سیمو ته وغزیدل چي اخیر کي دغه سیمه کي اسلامي دولت تشکیل شو تر ۴۸ مسلما نو ملکانو یا امیرانو دلته اسلامي حکومتداری کړي له ۱۴۳۰بیا تر ۱۷۸۴ زدیږ کال پوري دلته اسلامي حکومتونه تیر شوي دمالي چارو او اقتصاد د ودي او پرمختګ لپاره یی خپلی سکي در لودي چي د توحید کلمه به ورباندي لیکلي وه.

برما دبودا یانو او انګریزانو په ولکه کي
پر ۱۷۸۴ زدیږ کال کي دبودایانو یو ظالم مشر ( بودا باي ) دغه هیواد باندي ولکه وکړه ددي دپاره چي برما کي د اسلام د پرمختګ او تشهیر مخه ډب کړي دخپلي ولکه په اول سر کي یی دا کار وکړ د اراکان ولایت چی له دي څخه وړاندي دمسلمانانو په نامه سره جلا ریاست وه له برما سره یو ځای کړ د مسلما نانو په وړاندي یی دهیځ ډول ظلم څخه دریغ ونکړ او د مسلمانانو په مقابل کي ددغه بی رحمه بودایی حکمران کړني د یو اوږد او نه ختمیدونکي ناورین پیلامه وه او دغه وو چی مسلمانانو په خلاف دبودایانو دظلم او بربریت داستان پیل شو.
په ۱۸۲۴ زدیږ کال کي برما دبرطانویانو له لوري ونیول شوه له نیولو سره سمدستي یی له برطانوی هند سره ضمیمه کړه چي بیا وروسته یی په ۱۹۳۷ زدیږ کال کي برما بیرته له برطانوي هند څخه جلا کړه، اراکان یی یو ځل بیا له برما سره یو ځای کړ او پر برما باندي یی دبرطانوي برما نوم کیښود.
چاچي په برما کي دبرطانوي مستعمري او یرغل مخالفت وکړ او ورسره وجنګیدو هغه یواځی د اراکان مسلمانان وو، برطانویان چي کله د اراکان د مسلمانانو له مزاحمت څخه سخت په تنګ شول نو یی دبرما بودایان دمسلمانانو په مقابل کي مسلح کړل مرستي یی ورسره وکړي مسلمانان یی ورباندي ښه وځپل په ۱۹۴۲ زدیږ کال دبرما بودا یان د اراکان ولایت ته داخل شول هلته یی دمسلمانانو په ټول وژنه لاس پوري کړ چي له سل زره څخه زیات مسلمانان یی شیهدان کړل.
په ۱۹۴۸ زدیږ کال کي برطانیی و برما ته په دي شرط ازادي ورکړه چي برما به ددغي سیمي ټولو قومونو او ملیوتونو ته ازادي ورکوي او ټول قومونه به خپلي خوښی ته پریږدي چي چیری او له چا سره خوشحاله وو له هغو سره به یوځای کیږي.
خو دبرما بودایی حکومت له برطانویا نو سره کړي ژمنه باندي وفا ونکړه کله چي یی له برطانیی څخه ازادي تر لاسه کړه د اراکان ولایت ته یی ازادي ورنکړه بلکه بلعکس یی هلته د مسلمانانو په مقابل کي د بودا یانو ابادول پیل کړو او دمسلمانانو په وړاندي یی له نور تشدد او ظلم څخه کار واخیست.
نن صبا د اراکان ولایت چي ډیری وګړي یی مسلمانان دي دبرما یوه برخه بلل کیږي د اراکان له ولایت څخه علاوه دبرما په نورو سیمو کي لکه ( ماندلي، ډیفیو، شاه، مکایاه او همدارنګه پلازمینه رانجون ) کي هم یو شمیر مسلمانان اوسیږي چي دبرما د ډریو بودا یانو او بودایی حکومت له لوري ورسره سخت ظلمونه کیږي.

په برما کي دمسلمانانو ټولنیز وضعیت
مسلما نان په برما کي په مجموع او د اراکان په ولایت کي په خاصه توګه دبودایی ډیریو او بودایی حکومت له لوري له سخت ظلم سره مخ دي د اکثریت بودایانو له لوري د حکومت په سرپرستي کي وژل کیږي ژوندي اورونوکي سوځول کیږي کورونه یی ورانیږي ماشومان یی دمندو په وړاندي حلالیږي.
مسلمانان دحکومت له خوا څخه دي ته مجبور کړل کیږي چي یوازي به وریجي کري مرغان او وزی به ساتي دسون او عمارتونو دپاره به لرګي تیاروي او همدارنګه دغه پورته لیکل شوي ټول شیان په ازاد بازار کي نشي خرڅولی یواځي پر دولتي عسکرو او ددولت پر نورو ادارو باندي به یی دهغو دخوښي په قیمت باندي خرڅوي.
حکومت و مسلمانانوته اجازه نه ورکوي چي یو ځاي کي ډیر و اوسیږي حکومت کوشش کوي چي مسلمانان دبودایانو په اکثریت ابادو سیمو کي وویشي او همدرانګه کوم ځاي کي چي مسلمانان اکثریت اباد وي هلته ورسره په څنګ کي دبودایانو لپاره مفتي ابادي او کورونه جوړیږي تر څو مسلمانان په اقلیت او لږکیو باندي بدل کړي.
دهیڅ مسلمان قریب، دوست او اشنا اجازه نه لری چي دخپل قریب کورته مخکي له دي څخه چی حکومتي اداره یی خبره کړي نه وي ورشي هغه هم د ورځي له خوا دیو ساعت او یوګړي لپاره، شپه خو په هیڅ صورت نشي تیره ولای، کچیري حکومت خبر شي چي دکوم مسلمان په کورکي دهغه کورنۍ له غړي څخه بغیر کوم بل چا شپه تیره کړي، کوریی نړوي دکورمشر یی بنده کوی او با قي باتي غړي یی کومي بلی خواته شړي.
هیڅ یو مسلمان نشي کولای چي دحکومت له خبرداري څخه بغیر له یوه کلی څخه بل کلي ته یا له یوه ښار څخه بل ښارته لاړ شي هرکله چي غواړي یو ښار څخه بل ښارته دکوم کار یا ضرورت لپاره ولاړ شي اول به اړونده حکومتي اداره خبروي هغه به ورته اجازه پاڼه ورکوي بیا به سفر کوي.
دبرما بودایی حکومت مسلمانان مجبوره کوي چي خپل واړه ماشومان حکومتي مکاتبو کي داخل کړي تر څو دبودایا یی مذ هب اود برما په اړه پوره معلومات ترلاسه کړي.
دمسلمانانو بچیان د لوړو زدکړو د حاصلولو اجازه نه لري که کچیری دکومي کورني کوم غړي یا بچي له برما څخه بهر کوم بل هیواد ته د لوړو زده کړو او اسلامي دیني زده کړو د حاصلولو په غرض ولاړشي، کورنۍ یی دحکومت له لوري تر سخت فشار لاندي راځي له کورنۍ څخه دنوموړي په اړه پوره معلومات تر لاسه کوي چي کله هم دغه کس له اړوند هیواد څخه بیرته خپل کورته را ګرځي د برما دحکومت له لوري نیول کیږي او زندان کي اچول کیږي
دبرما حکومت په ۱۹۸۲ زدیږ کال کي دبرما دخلګو په اړه نوي قانون تصویب کړ ددغه قانو له مخي یی دبرما وګړي په دري ګروپونو باندي تقسیم کړي.
۱: اول درجه هیواد وال: ( کارنیون، شائیون، باهیون، چینایان او کامینیون ) دغه قومونه او ملیوتونه چي ټول غیر مسلمانان دي په اوله درجه کي راځي چي دبرما هیواد له ټولو ګټو څخه برخورداره دي.
دوهمه درجه: هغه خلګ دي چي دپورته ذکر شوي قومونو څخه جوړوي او دغه درجه خلګ هم دنورو بودایی برما یانو په څیر مساوي حقوق لری.
دریمه درجه: دریمه درجه خلګ مسلمانان تشکیلوي چي دبرما حکومت یی دبرما اصلي باشنده یا اوسیدونکي نه بولي بلکه وایی کله چي برطانویانو برما تر خپلي ولکي لاندي را وستله دغه خلګ هغه وخت برما ته له نورو هیوادونو څخه داخل شوي، ددغه هیواد بودایی حکومت د اراکان ولایت دمسلمانانو پرټولو هغو قربانیو باندي سترګي پوټوي چي دطانوي یرغل په وړاندي یی دبرما د ازادي په وړاندي ورکړي.
دبرما حکومت له دریمي درجي خلګو یعني مسلمانانو څخه دبرما هویت ( شناخت ) اخیستی، دغه خلګ په برما کي د مهاجرو په ډول شپی تیره وي هیڅ ډول شناخت او هویت نه لري او حکومت ورسره د دښمنانو په څیر عمل کوي
په برما کي د مسلمانانو اقتصادي حالت
که څه هم لامل یی نه دي ښودل شوي خو دبرما د صادراتو لویه برخه د مسلمانانو ځمکي او د ماهیانو دنیولو کښتۍ ښیی، خو حکومت د مسلمانانو پر حاصلاتو او د ماهیانو دنیولو پر کسب باندي لوړه مالیه او محصول لګولای او همدارنګه مسلمانان نشي کولای چي له فوځ او دفوځ له نمایندګانو څخه بغیر پر بل کس باندي خپل حاصلات خرڅ کړي، فوځ یا فوځي نماینده چي کله له مسلمانانو څخه دهغو حاصلات خریداري کوي قیمت یی د پلورونکي له لوري نه بلکه دفوځ یا فوځي استاځي له لوري تعین کیږي.
ډیر وختونه دمسلمانو کرهڼیز حاصلات دبودایانو او حکومت له لوري سوځول کیږي او همدارنګه ژوندي څاروي یی وژل کیږي.
د اراکان د ولایت په شمول په ټوله برما کي مسلمانانو ته اجازه نه ورکول کیږي چي په صنعتي کارخانو کي کار وکړی او یا خپله کومه صنعتي کارخانه جوړه کړي.