د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فعاله ډیپلوماسي

خوشحال آصفی 21.06.2015 13:53

ډيپلوماسي هغه فن دی چې بهرنی سیاست اداره کوي، نړیوالې اړیکي تنظیموي او نړیوال اختلافات او کړکیچونه په سوله ایز ډول حلوي. د ملي ګټو د حوزې ټاکل، د جګړې د پایته رسولو لارې چارې، له نورو سیاسي اړخونو سره یووالی او د ورګډیدو لارې چارې، د اقتصادي بندیز لګولو لارې چارې، د امنیتي حریم روښانه کول، د خپل هیواد د ملي موخو او ګټو تامینول او د امتیاز ترلاسه کول؛ دا ټول د ډیپلوماسۍ ځانګړنې دي.
اوس پوښتنه دا ده چې څرنګه کولای شو په ډيپلوماټيکو مذاکراتو او خبرو اترو کې بریالیتوب ترلاسه کړو او په خپل بهرني سیاست کې خپلې موخې او ملي ګټې ترلاسه کړو؟ د همدې موخې ته د رسیدو لپاره لازمه ده چې لاندې لارښوونې عملي کړو.
۱ــ د موخو او ملي ګټو درسته پیژندنه او د همدوی تر منځ د لومړيتوب اصل په نظر کې نیول
۲ــ د خپل ځان او نور د واک له کچې نه خبریدل او د پوره معلوماتو درلودل
۳ــ د غوښتنو په ترلاسه کولو کې د وړتیا مهارت او واک درلودل او د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د نورو اړ کول
۴ــ د متعارضو موخو او غوښتنو تر منځ د سازش او منلو لپاره د وړتیا درلودل
۵ــ د شرایطو او نړیوالو اړتیاوو درست او سم پيژندل
۶ــ د بهرني سیاست د پلي کولو په خاطر د سمو او مناسبو تاکتیکونو نه کار اخیستنه
۷ــ د نورو لوبغاړو له کړنو او اعمالو څخه سمه څیړنه او تحلیل
۸ــ په بحراني یا کړکیچنو حالاتو کې مقابل لوري ته د بیرته ستنیدو د یوې لارې پریښودل
۹ــ د دولتونو تر منځ د شته اړیکو او ايتلافونو پیژندنه او په دوي کې د تحول یا بدلون امکان ایجادول
۱۰ــ د ډيپلوماسۍ په بیلابیلو کچو کې د همغږۍ شته والی
۱۱ــ په خبرو اترو کې د واک له اړخه چلند
۱۲ــ د نړیوال نظام پيژندنه
۱۳ــ د پیښو، روانو حالاتو او بدلونو نه سمه څیړنه او تحلیل
۱۴ــ له وړتیا پورته د ډیرو ژمنو نه ورکول
۱۵ــ د نورو د  غبرګون پر وړاندې؛ د غبرګون لپاره پوره چمتووالی
۱۶ــ په تاریخ، بهرني سیاست او نړیوالو اړیکو کې د پوهو کسانو شتون
۱۷ــ د اړیکو جوړولو او ساتلو په فن پوره پوهیدل
۱۸ــ د ښې او روانې ژبې درلودل
۱۹ــ نرم او آرامه خبرې کول
۲۰ــ د ښه شخصیت او کرکټر درلودل