د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روژه په اسلام اوساینس کی (3)

عبدالغفارجُبیر 20.06.2015 15:18

دروژې په حالت کی دژبې ساتنه:
16: له حضرت ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که په تاسوکی دیوه روژه وه نونه دې بې حیاخبرې کوي، نه دی بې عقلي ښکاره کوي اوکه کوم یوپرده باندی په جاهلانه ډول سره راغلی نودی دي داځواب ورکړی چي نن زماروژه ده۔ (مصنف ابن ابی شیبه)
په روژه کی دغیبت بدوالی:
17: حضرت انس رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کوم څوک چي دخلکوغوښې خورئ (غیبت ئې کوی) دهغه روژه نشته۔ (مصنف ابن شیبه)
په روژه کی په هیره خوراک اوڅښاک:
18: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم کس چي په روژه کی  په هیره سره خوراک اوڅښاک وکړی دهغه روژه نه ده ماته هغه دی خپله روژه پوره کړی داځکه چي الله تعالی ده ته خوراک اوڅښاک ورکړ۔
(بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)
په روژه کی مسواک وهل:
19: حضرت عامربن ربیعه رضی الله عنه وایی چې ماډېرځله رسول الله صلی الله علیه وسلم دروژې په حالت کی په مسواک وهلولیدلی دی۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)
دروژې دمیاشتې جبران نشی پوره کېدلای:
20: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم څوک چي درمضان دمیاشتې یوه روژه بېله عذره اوناروغۍ پرته  وخوری په ټوله زمانه کی ئې جبران نشی ادا کولای۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)
په سفرکی دروژې نیولورخصت:
21: له ام المومنین حضرت عایشې صدیقې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چي حمرة بن عمرو الاسلمی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: ایازه په سفرکی روژه ونیسم؟ نوموړی به ډېرې روژې نیولې، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چي که دی خوښه وه وئې نیسه اوکه دی خوړله نووئې خوره۔
(بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)
روژه روغتیاده:
22: دابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: جهادکوی چي دغنیمت مال به ومومی، روژه نیسی روغتیابه ترلاسه کړی اوسفرکوی له نوروبه بې پرواشی۔
(الطبرانی فی الاوسط، الترغیب والترهیب)
روژه بې مثله عبادت ده:
23: حضرت ابوامامة رضی الله عنه وایی چي مادرسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړل چي ماته یوداسی عبادت راوښیه چي وجنت ته می ورسوی، نورسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي روژې نیسه ځکه چي روژه بې مثله عمل دی۔
(الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)
دروژې لویې ګټې:
24: حضرت ابودرداء رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل کوم څوک چي دالله په لاره کی یوه ورځ روژه ونیسی الله تعالی دده اودوږخ ترمنځ دومره خندق حائل کوی لکه چي څومره مسافه دځمکې اواسمان ترمینځ ده۔
(الترغیب والترهیب، الطبرانی فی الاوسط)
روژه دګاهونوکفاره ده:
25: له ابوسعیدخُدری رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چي درمضان روژې ونیسی دهغې حدودرعایت کړی اودکوموشیانوچي حفاظت په کاروی دهغوی حفاظت وکړی نودهغه دتېروشویوګناهونوکفاره ده۔ (الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)
دروژه مات پرمهال دجهنم څخه ازادې:
26: حضرت ابوامامه رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دهرروژه مات پروخت دالله تعالی له لوری ډېرخلک له جهنم څخه دازادۍ اجازت نامه ترلاسه کوی۔
(مسنداحمد بن حنبل، الترغیب والترهیب)
په روژه کی په لکونوخلک له جهنم څخه خلاصیږی:
27: له حسن بصری رحمة الله علیه څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی په روژه مبارکه کې هره شپه شپږلکه خلک له دوږخ څخه ازادوی اوکله چي اخیرې شپه شی نودتیروازادوشویوخلکوپه اندازه (په یوه شپه) کی خلک ازادیږی۔
(شعب الایمان للبیهقی، الترغیب والترهیب)
څوک چي دروژې له برکت څخه بې برخې شوهغه هلاک دی:
28: حضرت کعب بن عجرة رضی الله عنه وایی یوځل رسول کریم صلی الله علیه وسلم وویل چي منبرته رانژدې شی، موږحاضرشوو، بیاچي کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم دمنبرپرلومړۍ ځینه قدم کښېښود نووه ئې ویل امین، کله چي پردوهمه ځینه ئې قدم کښېښود بیائې وویل چي امین، کله چي ئې پردریمه ځینه باندی قدم کښیښود بیائې وویل چي امین؛ موږعرض وکړچي یارسول الله! نن موږله تاڅخه داسی خبره واورېدل چي مخکی مونه وه اورېدلې؟ نونبی کریم صلی الله علیه وسلم وویل کله چي ماپرلومړۍ ځینه قدم کښېښود په دې وخت کی حضرت جبرائیل علیه سلام راغی اوداښرائې وکړه چي هغه څوک دی هلاک شی چي پرهغه دروژې میاشت راشی خوده ته مغفرت ونشی، نوماوویل امین؛ بیامی چي کله پردوهمه ځینه قدم کښېښودنوبیاهغه (جبرائیل علیه سلام ) وویل هغه څوک دی بربادوی چي دهغه په مخ کښې ستامبارک نوم ذکرشی اودی پرتاباندی درودشریف ونه وایی، ماورته وویل امین، بیامی چي کله پردریمه ځینه باندی قدم کښېښودنوده (حضرت جبراییل علیه السلام) وویل چي هغه څوک دی هلاک وی چي دده په ژوندکی موراوپلار دواړه یایوبوډاشی، خودی دهغوپه وسیله جنت ته داخل نشی نوماورته وویل امین۔
(الترغیب والترهیب، شعب الایمان)
نوربیا۔۔۔
ستاسوددعامحتاج
په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور