د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۱۲

پوهندوی آصف بهاند 19.06.2015 10:01

ب: کتابتون ټکی کام، ketabton.com،  )د پښتو کتابونو پر لیکه نړۍ(:

 په کتابتون ټکی کام ویبپاڼه کې د پښتو ژبې ګڼ شمیر کتابونه پر لیکه شوي دي، خو د نورو کتابونو په پرتله د کوچنیانو برخه ډیره خواره ده.
په دې ویبپاڼه کې سره له دې چې د کوچنیانو له پاره «د ماشومانو کتابونه» په نامه څانګه پرانستل شوې ده، خو تر اوسه پورې ظاهراً پنځه کتابونه پر لیکه شوي دي چې نومونه یې په دې ډول دي:

ــ ستوری، د کوچنیانو له پاره د علم ګل سحر د شعرونه ټولګه،
ــ پښتو تصویري الفبې، د ښاغلي سلیم عابد پیمان له خوا ترتیب شوې(یوازې یوه پاڼه)،
ــ پښتو تصویري الفبې، د ښاغلي عبدالعلي رسولزاده له خوا ترتیب شوې(یوازې یوه پاڼه)،
ــ جنګي سپی، د ښاغلي محب زغم اثر،
ــ د زړه ور سمندري غله تقلید، د هایس روبرت اثر او د ماریا صدیقي ژباړه.

http://ketabton.com/category.php?id=38  

د کتابتون ټکی کام د مسولینو فعالیت ته په کتو سره د کوچنیانو له پاره یوازې پنځه کتابونه په خپل کتابتون کې درلودل، داسې توجیه کیدای شي چې دا برخه ډیره خوار ده. هیله چې د دې پاڼې مسولین په راتلونکو کې د کوچنیانو د ادبیاتو څانګې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په فیسبوک کې ماشومانو او کوچنیانو ته پاملرنه:

مخکې له دې چې زه خپل بحث ته ور ننوزم، د دې خبرې سپینول غواړم چې په مخکتاب کې مې د عامو خلکو له لوري د خپلو ماشومانو د زیږدلو زیري، د بل چا د ماشومانو او کوچنیانو په ښه یا بدو یادول، عکس کیښودل او نازول د بحث وړ موضوع نه ده، بلکې د مخکتاب په پاڼو کې مې اصلي هدف هغه پاڼې دي چې په عام ډول د ماشومانو او کوچنیانو د روزنې، پالنې او د دوی ادبیاتو له پاره کار کوي.
په دې کې شک نه شته چې د دولت د درې ګونو قواوو(مقننه، اجراییه، قضایه) تر څنګ میډیا په ټوله نړۍ کې د څلورم ځواک په صفت خپل رول ثابت کړی دی. په نویو نظریاتو کې دا هم ویل شوي دي چې د دې څلورم ځواک څو سر کښه بچي(ټولنیزې رسنۍ) د پنځم ځواک دعوا کړې ده. یوه ورځ مې د خپلې خوښې وړ او خپل اعتبار وړ رسنۍ سره اړولې چې ډ ټولنیزو رسنیو په باب دا کرښې په مخه راغلې:
«... اوس د دغه څلورو قواو تر څنګ پنځمه قوه هم خپل سر را ښکاره کړ هغه ټولنیزې شبکې دي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونو اشخاص له مختلفو عقایدو او افکارو سره یو ځای شوي دي او خپل د خوښې وړ څه پکې خپروي او ډیر ژر تقریبا کله کله له رسنیو مخکې د نړی له پیښو څخه خبریږي دا ټولنیزې شبکې چې ډیره وتلې او اغیزمنه یې فیسبوک ویب پاڼه ده چې له ډیر ښه تسهیلاتو څخه برخمنه ده او مشترکین یې کولای شي خپل د خوښې وړ څه پکې خپاره کړي . ددې ټولنیزو شبکو فلسفې ته که فکر وشي نو ډیر د نړیوال کیدو پر لور  ورنیږدې کیدو ته یو ستر ګام دی او د نړۍ په یوه کلي بدلیدل ورځ تر بلې په دې ډول تحولاتو سره محسوسیږی...»
http://rohi.af/fullstory.php?id=32292  

د میډیا د پاسنیو سرکښو بچیانو په ډله کې یو هم مخکتاب یا فیسبوک نومیږي. د دې ټولنیزې رسنۍ پر مخ ځینو قلموالو د نورو مسایلو تر څنګه کوچنیان هم نه دي هیر کړي، یوه پاڼه یې ورته جوړه کړې ده چې« یو ماشوم یوه نړۍ» نومیږي
https://www.facebook.com/mashomrozana
 
د کوچنیانو د ادبیاتو دڅیړنې له پاره د لومړنیو موادو په را ټولولو لګیا وم، چیرې مې ولوستل چې په فیسبوک کې ښاغلي زغم د ماشوم روزنې په نامه یوه پاڼه جوړه کړې ده. ښه ورته خوشاله شوم او رخه هم راته ودریده او ځان سره مې و ویل چې:
«سړیه خو دا پاڼه باید تا جوړه کړې وای او د کوچنیانو د ادبیاتو او روزنې په باب دې چې پخوا څه لیکلي وو او اوس یې لیکې، دا به دې په کې ایښی وو او له نورو به دې هم په دې برخه کې مرسته غوښتې وه.»
 له څو شیبو لټې نه وروسته مې دا پاڼه(facebook.com/mashomrozana) پیدا کړه او کرار ور میلمه شوم.   
د فیسبوک په دې پاڼه کې په دوو ژبو(دري، پښتو) ژبو مطالب ایښودل شوي دي. ډیره سلنه ایښودل شوي مطالب د میندو پلرونو او د کورنۍ د مشرانو له پاره د ماشومانو د خوراک، څښاک، لمبولو، جامو بدلولو، لوبولو، ساتلو،  سړو تودو سره د مقابلې خوب خوراک او ... په برخه کې د لارښوونو او مالوماتو بڼه لري. د کوچنیانو د ادبیاتو مسآله یا په کې نه شته او یا ځینې مطالب چې ځنګځني ارتباط  ور سره لري، هغه هم په نشت حساب دي.
په دې پاڼه کې د ماشوم د ساتلو او پاللو په برخه کې داسې علمي مقالې ایښودل شوي دي چې د ماشوم روان او له هغه سره د چال چلن مسایل په کې په علمي ډول څیړل شوي دي او د اوسنیو علومو او غوښتنو په رڼا کې هر څه په نظر کې نیول شوي دي. د څو مطالبو سرلیکونه او د لیکوالو او ژباړونکو نومونه یې دا دي:
ــ ځورونکی ماشوم که ځوریدلی ماشوم، اناهیتا روهي.
ــ نجونې ژر په خبرو کولو پیل کوي که هلکان؟ محب الله آرمل.
ــ د ماشوم ذهن او د رنګونو اغیز.
ــ د نوزیږ خوب.
ــ د ماشوم منطق، نور ګل شفق.
ــ د ماشوم د غصې کیدو په اړه د ډاکتر جان اوې روګ سپارښتنې، ژباړه: اناهیتا روهي.
ــ له ماشوم سره د کورني کار تر سره کولو لارښوونې، ژباړه: حکمت سروش.
ــ از نوزادان چګونه مراقبت باید کرد؟
ــ د نوزیږ تغذیه.
ــ ماشوم ته سزا ورکړئ، خو وهئ یې مه! ژباړه: نعیمه غني.
ــ چرا کودکم بد خو شده و به حرفهایم توجه نه میکند؟
ــ «خلاص موټی» ماشوم او عدم تشد د، اناهیتا روهي.
په مخکتاب کې د «یو ماشوم، یوه نړۍ» په نامه پاڼه کې د دې پاڼې د چلوونکو او همکارانو له خوا چې د ماشومانو او دهغوی د میندې پلرونو او نورو مشرانو د لار ښوونې له پاره څه ایښودل کیږي، دا یوازې د ښار محدود چاپیریال سره رانغاړي. موږ باید په کلو او بانډو کې د افغانستان اکثریت کوچنیان، د هغو ژوند او د هغو له پاره لارښوونې، سواد، ښوونځی او د هغوی ادبیات او راتلونکی ژوند هیر نه کړو.
البته دا یو تریخ واقعیت دی چې زموږ په ټولنه کې اوس د ماشومانو اوکوچنیانو له پاره د پالنې او روزنې د نورو اړینو امکاناتو د نه برابرولو تر څنګه، زموږ د ټولنې د پام وړ ماشومانو ته د اړینو خوراکي توکو د نه رسیدو په وجه ډیر ماشومان په خوار ځواکۍ(سؤتغذي) اخته شوي دي. د ۲۰۱۴ کال په نیمايي کې د افغانستان د روغتیا وزرارت په ارزونه او راپور کې راغلي دي چې د افغانستان ۴۰.۹ سلنه ماشومان په خوار ځواکۍ(سؤتغذي) اخته دي.
http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2014/07/140715_k04_survey_on_malnutrition_of_children_in_afghanistan.shtml  
   
 سره له دې چې د پرمخ تللي ژوند عصري وسایلو ته د اوس له پاره هغوی او دهغوی کورنۍ لاسرسی نه لري، دا د دې مانا نه لري چې هغوی دې هیر کړای شي. په دې پاڼه کې د «یو ماشوم، یوه نړۍ» تر سر لیک لاندې د ماشوم پالنې او ماشوم روزنې په اړه د مقالو یوه ټولګه هم معرفي شوې چې د دغو لیکوالانو مقالې په کې راغلې دي:
اناهیتا روهي،
نعیمه غني،
 او محب الله زغم.
 د کتاب په وروسنۍ پښتي کې د ماشوم په باب او ماشوم د روزلو په باب دغه جملې راوړل شوي دي:
«
*درې شیان له جنته را پاتې دي:
د ورځې ګلان،
د شپې ستوري،
 او د ماشومانوسترګې.(دانتې)
*هر ماشوم چې نړۍ ته راځي پاک وي، سپيڅلی، مینه ناک او د ګڼو استعدادونو خاوند، خو دا موږ یو چې درواغ ور زده کوو، ګناه ته یې لمسوو، په زړه کې یې د کرکې زړی کرو، استعدادونه یې وژنو او جنتي دنیا ورته په دوزخ بدلوو؛ ځکه چې له ماشوم سره په چلند نه پوهیږو.
*هغه کس چې د اولاد په روزلو نه پوهیږي، هیڅ حق نه لري چې اولاد پیدا کړي.»

http://ketabton.com/media/books/293_mashompalana.pdf
 
سره له دې چې د یو ماشوم یوه نړۍ پاڼې موادو ته موږ په نیغه د کوچنیانو ادبیات نه شو ویلای، مګر په ډیر امید سره ویلای شم چې دا د کوچنیانو د ادبیاتو د رامنځ ته کیدو او ایجاد له پاره او کوچنیانو ته د پاملرنې او د هغوی د ادبیاتو د رامځ ته کیدو او ایجاد له پاره ښه زمینه او مقدمه کیدای شي.
زه دا منم چې زړه سواندي قلموال، فرهنګیان او د کوچنیانو د روزنې، پالنې او وړوته د کوچنیانو د ادبیاتو په نامه د کیسو او شعرونو لیکونکي لکه: ډاکتر محب الله زغم، اناهیتا روهي، نعیمه غني، حکمت سروش، محب الله آرمل، بارکوال میا خیل، علم ګل سحر، خاطر مانیروال، عبدالقدیم ویاړ، عبدالفتح جبار خیل، روح الله نسیمي، ډاکتر رابعه غرشین او ...
په وخت او په ځای خپل غږ اوچت کړی دی او د خپل توان او امکاناتو په چوکاټ کې یې، مضامیڼ، شعرونه، کیسې او لکچرونه وړاندې کړې دي، خو خبره دا ده چې زموږ په ټولنه کې او زموږ د ټولنې په شرایطو کې د ماشوم او کوچنیانو د روزنې او ادبیاتو په برخه کې څومره د دوی وړاندیزونو او خبرو له پاره د عمل زمینه برابره ده؟
دغو لیکوالو، شاعرانو او ژباړونکو، د ژوند او ټولنې له ټولو کړاوونو سره سره، د وینو له رنګ، د باروتو له بوی، د بم له غږ، لوګیو او لمبو سره او د مرګ له ویروونکې څیرې او ډار سره او ... سره، بیا هم په راتلونکې باندې امید لري، د خپلې کورنۍ، خپلې ټولنې او نړۍ په راتلونکې باندې ایمان او باور لري او د خپلو نورو ټولو کارونو، غمونو، دردونو او ورځنیو کارونو سره سره یې د ورځنې ژوند یو څو ساعته د کوچنیانو له پاره ځانګړې کړې دي، د هغوی په باب یې فکر کړی دی او د هغوی له پاره یې قلم چلولی دی. د دغو ټولو هلو ځلو په پایله کې یې دا او دې ته ورته آثار را منځ ته کړي دي چې پاس یې یادونه وشوه او بحث پرې وشو او ښايي ځینې به يې لا پاتې هم وي.
د دولسمې برخې پای