د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښکلی خيال

ډاکټر محمدآجان مرزئ 18.06.2015 12:02

مستي وه د پېغلوټو د ځوانانو اټنونه
عطرونه د بهار خپاره د ګلو امېلونه
بلبل سېالي کوله د مطربو له سازونو
د څڼو وو رقصونه په نڅا وو پاېزېبونه
د ستورو وو کتار د خوشحالېو ننداره وه
رڼا کې د سپوږمۍ د مهرويانو کتارونه
نسيم د بهارونو مين مست په اور د مينې
رنګونه د هستۍ وو د بوډۍ ښکلي ټالونه
خبرې د بېګاه نه وې شېبې وې د مستانو
ساقي سخي د مېو د جامونو وو بزمونه
نه فکر د پرون او نه سودا کړه د سبا چا
رڼا د نور د مينې د مستانو وو جشنونه
انځور د تخېل و که تصوير د حسرتونو
په خوب کې مې لېدلي که د تېرو وو يادونه