د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د یوویشتمې پېړۍ روژه تیان

محمد انور ولید 17.06.2015 12:07

روژه د اسلام له پینځو بنأ وو څخه یوه ده چې ترکلمې او لمونځ وروسته د پینځګونو بنأوو په چوکاټ کې درېیم مقام لري . روژه په کال کې یوه میاشت پر هر مُکلف نر ، ښځه ، عاقل ، بالغ ، حُر ، روغ او مُقیم مسلمان باندې فرض د ه . د پیغمبر (ص) تر بعثت مخکې هم امتونو روژه نیوله . د روژې نیولو دغه فرضي حکم د الله تعالی له لوري ټاکل شوی . او الله تعالی په خپل بالغه حکمت او قدیم علم سره د خپلو بنده ګانو د هغه خیرښېګڼې له پاره د روژې نیول فرض کړي دي چې بنده ګان پرې نه پوهېږي او نه یې هم محسوسولای شي .  
د روژې میاشت داسې د برکتونو او رحمتونو ډکه میاشت ده چې په هغې کې قرآن کریم را نازل شوی . او قرآن د ټول بشریت له پاره داسې آسماني لارښود کتاب دئ چې په هغه کې د امر او نهی احکام ، پندونه عبرتونه ، موعظې ، حکمتونه ، او قصص ټول شامل دي .
د دې میاشتې په اوږدوکې  په عالم برزخ کې پر انساني عالم باندې د ټولو عذابونودروازې د الهي عامه رحمت په برکت سره بندې وي . ځکه دا د الهي تعذیبونو د ایسارېدو میاشت ده . په دې میاشت کې د الله تعالی رحمت عام دئ ، له همدې امله د ټولو اهل قبورو څخه په عالم برزخ کې ددې میاشتې په برکت ، رحمت او فضیلت سره ټول عذابونه پورته وي .  
اوس به راشو دېته چې روژه څه ته وایي : د لغت د علم له مخې د رمضان (  روژې )  کلمه د لمر د زیاتې سوځنده تودوخې له امله د تیږې ډېرې تودېدو ته وایي چې له ( حُر ) څخه اخیستل شوې ده ، او ( حُر ) له دښتې او صحرا څخه د ښار په لور را ګرځېدو ته وایي .
د رمضان ( روژې )  د ویي ( لغت ) رېښې له ( رَمضَ) سره تړاو لري ، او مانا یې د مني د موسم په لومړیوکې د هغه باران څخه عبارت ده چې د دوبي ټولې  خاورې ، دوړې او ګردونه له یوې مخې مینځي او له  مینځه یې  وړي .
ددې ټولو مانا دا کېدای شي چې د روژې مبارکه میاشت   دهرمُکلف مسلمان روژه تي ګناهونه د مني د باران په څېر مینځي او هم یې د لمر د تودوخې په څېر کناهونه سوځوي . ځکه دا میاشت د عبادت ، ختمونو ، رحمتونو  ، برکتونو  او فضیلتونو میاشت ده . مسلمانان باید له دغه الهي عبادت ، عامه رحمت او فضیلت څخه  ستره ګټه پورته کړي او په لوی لاس ځانونه ترې  محروم نه کړي .
د روژې په میاشت کې مکلف روژه تي مسلمان باید ملکوتي خاصیت ځانته غوره کړي . ملایْکې هم یو داسې نوراني مخلوق دئ چې پرته له عبادت څخه خوراک ، څښاک او نورو ناروا اعمالو تر سره کولو ته هېڅ اړتیا نه لري . مکلف انسان هم باید دا خاصیت په تېره د روژې په مبارکه میاشت کې ځانته خپل کړي . ترڅو د ګناهونو درانه پېټي یې له اوږو سپک شي .
الله تعالی د خپلو بنده ګانو پر مخ پینځه وخته د فرض لمانځه پر مهال ، په کال کې یوه میاشت د روژي نیولو پر مهال او په عمر کې یو ځل د فرضي حج ادأ کولو پر مهال پرته له څه واسطې د توبې دروازه پرانستې پرې اېښې او د خپلو عابدو بنده ګانو په تېره د روژه تي ، عادل پاچا او مظلوم بنده داد او فریاد ډېر ژر اوري او د ور پېښو ستونزو په اړه یې ټول سوالونه او روا غوښتنې منل کېږي . ځکه خدای تعالی تل د حق پلوی دئ . روژه تي ، عادل پاچا او مظلوم انسان ټول په حقه دي . د روژه تي سړي ، عادل پاچا او مظلوم انسان تر څنګ قادر خدای (ج) ولاړ دئ . له چا سره چې خدای تعالی ملګری وي هغه په ټوله نړۍ باندې برلاسی وي . راخۍ چې په ښو اعمالو تر سره کولو سره همغه یو معبود برحق خدای تعالی  له ځانه راضي او د ځان ملګری کړو .
د رمضان په مبارکه میاشت کې امساک ( صیام ) دېته وایي چې له صبح صادق ( خیط الابیض ) څخه تر شپې را ختو ( خیط الاسود ) پورې به نه ځه خوري ، نه به څه څښي ، نه به په لاس او ژبه نورو ناروا څيزونو ته ور وړاندې کېږي ، نه به نکاح شوې جوړې په دغه ټاکلي فرضي وخت کې له یو بل سره یوځای کېږي .
خیط الابیض د ختیځ اُفق له خوا په هوا کې د شپې په وروستیو لحظو کې هغه نري سپین خط ته ویل کېږي چې په هره سیمه کې د تیارې شپې  لمن ور ټولوي او ځای یې د ورځې رڼا نیسي . چې روژه نیول هم له همدې شېبې پیلېږي .
او خیط الاسود د لمر لوېدو خواته پر اُفق باندې هغې تورې لیکې ته وایي چې رڼا د شپې پیلېدو په تیاره کې را نغاړي . او روژه ماتول هم پر همدې وخت روا کېږي .  
له دېنه داسې مالومېږي چې روژه تي باید په روژه کې خپل ځان ، خپل لاس ، خپله ژبه ، خپلې سترګې ، خپل غوږونه ، خپلې شرمګاه وې او خپل وجدانونه له ټولو حرامو څيزونو څخه خوندي او لیرې وساتي . د خوشې چټي او عبث کارونو او خبرو پرځای دې د قرآن کریم تلاوت وکړي . د الله تعالی ذکردې په خُفیه شکل وکړي . عبادت دې وکړي . د خپل ملت ، خپلې خاورې او خپلې کورنۍ خدمت دې وکړي . خلکو ته دې په لاس او ژبه ګټه ورسوي . له ذاتي یا پردیو استخباراتي جنګ جګړو ، ناروا قتلونو ، پردیو ځمکو او جایدادونوغصبولو ، سړي تښتونو ، د انساني بدن د غړیو له تجارت ، جنسي تېریو ، اختلاسونو ،  رشوتونو ، غلاګانو ، فسق ـ فساد ، منافقت او نورو مافیا یي کارونو څخه دې ډډه  وکړي . حلال رزق دې د روا لارو څخه ترلاسه کړي . په خپل ځان ، خپله کور نۍ او خپلو خپلوانو دې حرام نه خوري او نه دې د حرامو له لارې خپلې نطفې مرداروي . حرام خواره دې نور د حرام زاده ګانو دا لړۍ ور بنده کړي . ځکه نن سبا زموږ هېواد  او هېواد وال او ټوله سیمه او نړۍ د حرام زاده ګانو له لاسه په پردي اور کې سوخي . هغوی د کرګس غوندې تل په مردابونو او خوسا ډنډونو کې غوټې وهي ، بوی جنې صُلالې ( خړې ) او چینجي یې خوراک دي  ، او یا لکه مچان تل په پردیو ډېرانونو باندې غومبر وهي او له یوې ټولني بلي ته ساري مېکروبونه انتقالوي .
نن سبا خو د یوویشتمې پېړۍ دغه  مسلمانه نړۍ ټوله د پردیو توطیؤ ښکار شوې ده ، دلیل یې هم دا کېدای شي چې اسلامي امت په مجموع کې ـ او اسلامي هېوادونو په خاصه توګه خپل معبود برحق ، خپله لاره او خپل اصالت ټول ورک کړي . د اسلام دین اوخپلې قبلې ته یې شا ور اړولې ، او د خپل خدای پرځای یې د نورو عبادت ته ملا تړلې ده . ماده او عقل یې د خپلو تولو نېکمرغیو اساس ګڼلی .  معقول مني او له منقولوکرکه او نفرت کوي . د توحید ، میعاد او رسالت دری واړه اصول یې په خپل لاس د ترورېزم په تور مار باندې و چیچل ، او پر ځای یې د بشري حقونوعدالت  او اقتصادي امامت د خپلو ټولو عقیدو او نېکمرغیو اساس ګڼلی . اولی ا لامر پرته له اولی الالبابو او اهل رأیو څخه  بل څوک په بل ځای کې ور ته ټاکي . د عقایْدو کوپړۍ یې له پرازیت ډوله چینجیو ور ډکې کړې دي . ځکه خو له محدود و مادي نظامونو څخه ور آخوا نور هېڅ هم نه شي محسوسولای . د اسلامي نړۍ ډېری چارواکي ټول فنأ فی الماده دي . او په معنا باندې یې ناروا معاملې روانې کړې دي . خو په کې قرباني افغانستان غوندې مسلمان هېوادونه شول . همدا د یوویشتمې پېړۍ د مسلمانانو روژه تیان دي چې نور لاندې او ځان باندې کوي . ښکاره بېلګې یې د افغانستان ځینې ګاونډیان دي .  
افغانان ټول مسلمانان دي ، د اسلام ټول شروط ، ارکان او احکام د علمأ وو له خوا ور ته بیان شوي  او یا هم په خپله ور باندې پوه دي . دوی دې د خپل ژوند پاتې نامالومې شېبې او وخت د نورو په څېر له لاسه نه ورکوي ، د خپل رؤوف ، رحیم او کریم خدای د خوښ کړي دین لاره دې ونیسي ، د همغه یوه خدای عبادت ته دې مخ کړي . کېدای شي چې خدایتعالی ور باندې ورحمېږي او له دغه زار حالت څخه یې نور خلاص او د سوکاله ، هوسا او بسیا ژوند څښتن یې کړي . ځکه  د ( الصبح بقریب ) الهي وعده همدلته صدق کوي . افغانان دې په دې میاشت کې هڅه وکړي تر څو  خپل ملت سره یوموټی او خپله خاوره او خپل هېواد او نظام خوندي ، سمسور او آباد وساتي  . تر څو سږنی اختر د ټولو افغانانو له پاره د خوښیو اونېکمرغیو د پېلامې اخترشي . آمین ثمّ آمین