د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاسي ثبات په فکري قووت اواقتصادي او امنیتي ثبات په امانت او صداقت کې نغښتی

محمد انور ولید 15.06.2015 12:15

انسان یو متفکر مخلوق دئ چې د خپل ژوند په ټولو فردي او ټولنیزو اړخونوکې ښه اوبد دواړه د علم په تله سره پېژني ، د عقل پر اساس یې سره بېلوي ، او د حِلم او تقوا پر بنأ یې په ټولنیزو معاملاتو او قراردادونوکې د تعادل ساتلو پر مټ برخه اخلي .
اوس مهال په افغانستان او سیمه کې د ورځنیو روانو پېښواو حالاتو له کبله امنیتي ، اقتصادي ، او سیاسي ثبات له سترو ننګونو سره مخ دئ ، چې له امله یې ټولنیزو ،کلتوري او قانوني جوړښتونواو ارزښتونو ته سخته ضربه رسېدلې ده . د سر ، مال او ناموس امنیت د هېواد په ډېرو برخو کې نه شته . اقتصادي پانګه مو د نړیوالو خیراتونو په کچکول کې پرته ده . او د سیاسي مدیریت په خوله کې مو د سیمه ییزو او نړیوالودسیسو او توطیؤ داسې لومه بنده ده چې هم کورني او هم سیمه ییز او نړیوال ابعاد ( اړخونه ) لري .
همدغې ستونزې زموږ د کورني نظام قانوني بهیر پڅ کړی دئ . اقتصادي وده مو په هېواد کې د ننه ناامنیو را ډپ کړې ده . بهرنی غل اوکورنی مل دواړه سره غاړه غړۍ شوي او زموږ په هېواد کې د ننه ناامنیو او بې ثباتیو ته لمن وهي . دا چې د افغانستان د بې ثباته کولو او ټولو ناامنیو د پروسېس فابریکې له افغانستانه بهرسره تنظیم شوې او تولید یې بېرته خپله افغانستان ته را استول کېږي ، دا خپله د هغو حرفوي قراردادیانوکار دئ چې په افغانستان کې یې د نا امنیو پروژې په اجاره نیولې دي . د دوی ددې کار سره سم په افغانستان کې کار روزګاراو بیا رغونه  په ټپه ولاړه  او بې عدالتیو ، نا امنیواو خپلسریو زور اخیستی .
کورني واکسیناتوران او طبیبان ( مخالفین ) بیا هسې خوشي په خوشې بېځایه او بې توله نیوکې کوي ـ خو د مهارکولو په اړه بیا هېڅ نسخه ، مدوا او واکسین ور سره نه شته چې دولتي او د عامه ؤلس ناروغانو ته یې په خوله کې ور و څڅوي او هغوی پرې تداوي کړي . بس همغه د شلمې پېړۍ د ( دي دي تي ) زاړه بې خاصیته  او بې کیفیته  پوډر ( بې بیې انتقادونه ) دي چې د اختلاف او بدمرغیو په له سپږو او خسکو ډکو تلتکو باندې یې بې توله ور باشي او هېڅ ځای هم نه نیسي ، بلکې کلیو او ښارونو ته یې هم سرایت ترې وکړ .
په کوم هېواد کې چې امنیت نه وي ، حکومت او ملت دواړه له اقتصادې رکود سره مخ کېږي ، خود کفایۍ کډه ترې کوي  ،  فقر ، جنایاتو او بې روزګاریو پر ټول ملت باندې د نه هیلیو او نامالوم برخلیک سیوری غوړولی وي ، د اعتماد او یو پر بل باندې د باور ځای بې باوریو او بدبینیو نیولی وي ، تعلیمي او د پوهې او تجربې معیار یوازې په پردۍ ژبه (ترجمانۍ) کې را نغښتی وي ، په حکومتي چوکاټ کې د ننه پرته له دې چې ؤلسمشر پرې خبر کړي ـ هرکس او ناکس د کار وړ کسان په مختلفو آنو بهانوتنګ کړي ـ ایستل یې کړي او پرځای یې په کتار هر څوک خپل کسان په لمبر ور ته و دروي ترڅو د حکومت تش کړي ځایونه د شخصي ( ان جي او ) یې شرکتونو په څېر پرې ډک کړي . داسې کسان خو بیا  له سولې سره دښمن ـ او د ملت پر وژلو ـ کسات او بدلې اخیستلو ، غلاکولو اود قدرت پر انحصار باندې عادت وي . هغوی هېڅکله په خپل هېواد کې امنیت راتلو او قانون پلي کېدو ته نه پخوا ژمن وو ، نه اوس دي او نه به هم  په راتلونکې کې ژمن وي .
له همدې ځایه د ملت او دولت تر مینځ کرکې را پیداکېږي ، فاصلې راټوکېږي او یو پر بل باندې یې باور ، اعتماد او صداقت له مینځه ځي ، د ملت او افغان نظام کورني او بهرني دښمنان یې تر مینځ د نفاق تخمونه کري ، په خپلو کې یې سره پاشي او دښمنان له هره اړخه په مختلفو حیلو او چالبازیو ددوی له دې تشې څخه ګټه پورته کوي ، بې وزنه او مجبورو افغانانو ته د تېر په څېر بلنې ورکوې ، د مکر او تمساح له عناده ډکې استخحباراتي غېږ ې ور ته پرانیزي ، پر ضدیې د تمویل ـ تجهیز او ټرېنېنګ بندوبست ور ته تړي او بالآ خره یې پر ضد د خپلو شومو اهدافو له پاره استعمالوي .
خو ریښتیني افغان ملي سیاستوال باید په پوره دیانت ، درایت ، بصیرت او خپل آزاد فکري او علمي قووت سره خپلې ټولې ملي خلاء وې مخکې له مخکې ډکې کړي او د دښمنانو پر مخ د فساد او فتنو اچولو دروازې نورې ور وتړې ، ترڅو په هېواد کې د یو منظم پلان او سترا تیژۍ له مخې دایْمي سوله او امنیت را شي . ځکه سوله د امنیت راتلو ـ امنیت د اقتصادي پر مختګ  ـ  او اقتصادي پرمختګ او بیا رغونه د ملي یووالي ، سوکالۍ ، هوساینې او بسیاینې له پاره ترټولو مهم فکتورونه بلل کېږي . که چېرته ریښتینې سوله نه وي یوه ورځ به زموږ د هېواد ، خاورې ، ملت او نظام پټ دښمنان له خپلو پټو ځالو سرونه را پورته کړي او د ملت او دولت ټول ملي ، کلتوري او دیني ارزښتونه او شتمنۍ به له خاورو سره راته خاورې کړي .
افغانانو ته لازمه ده چې د تاریخ په دغه حساس او برخلیک ټاکونکي پړاوکې په یوه خوله خپل رغنده  ریښتینی سیاسي ثبات ژوندی او خوندي وساتي ، تر څو په کور د ننه  د رغنده سولې ، ډاډمن امنیت او اقتصادي ښېرازۍ دروازې زموږ پر مخ خلاصې او رعیت او حکومت مو نور د چا دروازې د فقر او سوال کولو په خاطر ور ونه ټکوي .
که چېرته موږ داسې مرحلې ته ورسېږو چې په خپل کور کې هوسا او بسیا شو ، ډاډمن امنیت ولرو ، په نظام کې د ننه د وړتیا له مخې متعادله ونډه ولرو ، نو بیا خو په ملي او بین المللي کچه هېڅوک پر موږ باندې د خپلې خوښې شرطونه او خپل شخصي فرمایشونه نه شي منلی . ځکه په هغه صورت کې به د هر افغان حیثیت ، هویت ، سر ، مال ، ناموس او ټول حقوق د تعمیلي قانون له مخې ژوندي او خوندي وي ، او هېڅ جاه طلب او فرصت طلب ته به بیا د سر غړونې او بغاوت چانس او پلمه په لاس نه ورځي . ټول به په ګډه په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره ددې خاورې او ددې نظام پلویان او ساتونکي وي . کله چې موږ داسې ټولنه او داسې نظام ولرو ـ نو پردي به څه ډول زموږ په مینځ کې خپل مرچ او زرچوبې پلوري .