د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یونان، د کډوالو لپاره ناوړه تمځای

یاسر الهاشمی 14.06.2015 13:59

د يوناني چارواکو له قوله، د روان کال د می په میاشت کې (۱۲۰۰) تنه افغاني او سریاني کډوال نيولي چې غوښتل یې له يونان څخه واوړي او نورو اروپايي هيوادونو ته ولاړ شي.
د يوناني چارواکو له قوله، د روان کال د می په میاشت کې (۱۲۰۰) تنه افغاني او سریاني کډوال نيولي چې غوښتل یې له يونان څخه واوړي او نورو اروپايي هيوادونو ته ولاړ شي.
انساني قاچاقبران افغان کډوال د ايران، ترکيي او يونان له لارې نورو اروپايي

فقر، بيکاري او نا امني هغه عوامل دي چې افغان ځوانان په ناقانونه لارو بهر ته په تلو مجبوروي. افغان ځوانان د خپل سر په بيه ځان پرمختللو هيوادونو، په ځانګړي توګه انګلستان او اروپايي هيوادونو ته رسوي.
اروپا ته په ناقانونه لارو تلونکو افغانانو تر ټولو خراب تمځای (ايستګاه) د یونان هيواد دی. دا ځکه چې په يونان کې افغان کډوال ته د اوسيدو لپاره مناسب ځای او د خوراک لپاره مناسب خواړه نه ورکول کيږي. افغان کډوال د پوليسو لخوا تر نيول کيدو وروسته د کډوالو کيمپونو ته چې په ډیرو خرابو محيطونو کې جوړ شوي ليږدول کيږي.
په دغه کيمپونو کې د ژوندانه شرايط مساعد نه دی، په ډيری مواردو کې کډوال کيمپ کې د اوسيدو پر ځای دېته ترجيح ورکوي چې د سرک پر سر، کوڅه او يا هم په ځنګل کې ژوند وکړي.
ځکه چې په دغه کيمپونو کې د کډوالو شمير زيات او امکانات ته لاسرسۍ ډير کم وي. په درې کسيز اطاق کې تر لسو پورې کډوال ځای پر ځای کیږي، اوبه او خوراکي توکي محدود وي، کډوال صحي خدماتو ته لاسرسي نلري او نور.
د يوناني چارواکو له قوله، د روان کال د می په میاشت کې (۱۲۰۰) تنه افغاني او سریاني کډوال نيولي چې غوښتل یې له يونان څخه واوړي او نورو اروپايي هيوادونو ته ولاړ شي.
انساني قاچاقبران افغان کډوال د ايران، ترکيي او يونان له لارې نورو اروپايي هیوادونو ته ليږدوي. خو، له افغانستان څخه ايران ته او له ايران څخه بيا ترکيي ته رسيدل پر اغزنو لارو تلل دی چې کډوال پکې هره لحظه د مرګ له ګواښ سره مخامخ وي. له ترکيي څخه بيا يونان ته د مديترانې په طوفاني او طغیاني سمندر کې سفر هم په زوره ځان د مرګ خولې ته اچول دی.
ډیری افغانان له دغه خطرونو څخه ناخبره دی. د قاچاقبرانو په خبرو تير وځي او دغه مرګوني سفرونه ته اماده کيږي چې په ځینو مواردو کې بیا دغه سفرونه د دوی د ژوند په قیمت تماميږي.
د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې وياند، نادر فرهاد وايي:
((په افغانستان کې خلکو ته د کار زمینه مساعده نه ده او د دې ترڅنګ فقر او نا امني ورځ تر بلې مخ په زياتيدو ده. همدا لامل دی چې خلک له يوه ولایت څخه بل ولايت او حتی له هیواد څخه بهر ته فرار وکړي.که په افغانستان کې خلکو ته د کار زمینه مساعده شي او امنيت تامين شي، نو خلک ديته نه مجبوريږي چې هيواد څخه بهر فرار وکړي)).
پدې وروستيو کې اروپا ته د ناقانونه کډوالو تګ په بې سارې ډول زيات شوی دی. د اروپايي ټولنې لخوا خپاره شوی ارقام دا راښايي چې د کډوالو د زياتوالی سره د مړو په شميره کې هم زياتوالی راغلی دی.
د روان ميلادې کال له پيل څخه تر دې مهاله پورې (۱۸۱۷) تنه کډوالو د مديترانې په سمندرګۍ کې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.
منبع: طلوع نيوز