د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا ځل د ؤلسمشر پام په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بوختیا ته واوښت

محمد انور ولید 13.06.2015 20:10

ملګري ملتونه له تېرو څو لسیزو را په ایسته په افغانستان کې پربشري مرستومصروف دي . د دوی مرستې ټولې په ملکي برخه کې دي . مرستندویه مؤسسې او بهرني خیریه نهادونه ټول همدا یوه خبره کوي چې زموږ ټولې مرستې غیر جانبدارانه ، غیر سیاسي او یوازې بشري اړخ لري . افغانستان یوله له جګړو ځپلیو هېوادوڅخه دئ او ملکي افغانان په کې د بشردوستۍ له مخې د ترحُم وړ دي .
دغو مرستندویه ټولنو چې شمېریې تر لسګونو هم ور اوړي په کور دننه او له کوره د باندې د هجرت په محیط کې له افغانانو سره په طبي ، کرنیزو ، ښوونیزو ، روزنیزو ، ساختماني ، ښې حکومتولۍ ، بشري حقونو ،کډوالۍ، کلیوالي پراختیا ، او نورو ډېرو برخوکې بِلا عوضه ډېرې مرستې کړې دي . خو په کمي اوکیفي لحاظ یې د مرستومعیار لا هم تر ننه پورې څرګند نه دئ چې دوی دکومو اهدافو له پاره په کومه کچه په افغانستان کې د بشري مرستو تر سرلیک لاندې بوختیاوې لري .
په کار پو ه او وړافغانان هم دوی د لوړو معاشونو په ورکولو سره له دولت څخه ځانته ور بېل کړي دي . خو د هغوی څو چنده لوړ معاشونه بیا خپله هغه بهرنیان اخلي چې د نړۍ په ټولو بُحراني او جګړو ځپلیو هېوادونو او سیموکې پروژې لري . نړیوال دونران هم همغو پروژه یې ډایْرېکټرانو ته د نغد یا جنس مرستې ورکوي چې بین المللي تضمین ولري . حکومت هم چې کومه پروژه له دغو مرستندویه ټولنو څخه اخلي باید داسې دولتي مأمور ور وړاندې کړې چې هغه بهرنی تابعیت ولري . که داسې نه وې دولتي مؤسسو ته هم دا مرستې نه شي ورکول کېدای .
ماته له هېواده د باندې د هجرت په محیط کې ښه په یاد دي چې ځينوکمېټو د تنظیمونو لوړ پوړو اراکینو ته  میاشت په میاشت د لس او پينځلس زره کلدارو په شاوخوا کې په پاکټوکې معاشونه توضېح کول ، جهادي قو ماندانانو ته یې هم خپله نغدي برخه په یوه ځای ورکوله . همداسې په هېواد کې د ننه هم تېرو حکومتي چارواکو د کابینې ځینو غړو ، مشاورینو ، والیانو او قو ماندانانو ته هم دغو بهرنیو کمېټو ډالري تورې پیسې ورکولې ، چې ځینې ور سره ثبت وو او ځینو نورو بیا له افغاني ( ان جې او ) ګانو څخه په سیمه کې د پروژې پلي کولو په پلمه رشوت او خپل کلنګ په زور ترې اخیست . او بیا به یې د پروژې اجازه ور کوله . طالبانو ته هم د هر هغه څه رشوت ورکوي چې ددوی تر نفوذ لاندې ساحې څخه تېرېږي او یا د هغوی ساحي ته لږ تر لږه ور وړل کېږي . د تېلو اوساختماني پروژو قراردادونه هم له هغو افغاني کمپاینرانو سره کېدل چې پرڅو به د خارجي دونرانو سره جوړ راغلل . هغوی به هم پیسې له یو بل څخه اخیستې ، بیا به یې امدادي مواد ترې را ایستل .
داسې هم پېښه شوې چې په ځلورم او پینځم لاس به پروژه ـ او د پروژې اصلي بجټ تقسیم شو او اصلي پروژې ته به ډېرکم ( شل یا لس فیصده ) مواد په کې ورسېدل ، هغه به هم د سیمې د متنفذینو خوراک شول .
ځکه خو بهرنۍ مرستې ټولې بې له کومې مثبتې نتیجې په بډه ووهل شوې ، کومه بې کیفیته بیارغونه چې تر اوسه پورې شوې او بیا له منځه تللې ـ د هغوې لامل هم همدغه فساد ؤچې له دونرڅخه نیولې بیا آن د تطبیق تر ساحې پورې یې دوام درلود . له باګرام څخه چې څومره د میلیونو ډالرو پروژې اخیستل شوې هغه ټولې د یوې ځانګړې معاملې په ترڅ کې را وتلې دي او بیا پر هغوپیسو باندې ملي او دولتي کارونه نه دي تر سره شوي ، بلکي بلندمنزلونه پرې جوړ شوي ، اود (دری ـ څلور لکو ) ډالرو ضد ذرې لنډ کرویزرونه ور باندې اخیستل شوي دي . ځانونه یې ؤلسي او مشرانو چرګې ته ور باندې کاندید کړي او مؤکلین یې ور باندې را نیولي دي .   
بل ستر لامل یې هم داؤ چې خپله دونرانو یوازې بهرنیانو ته مالي امکانات په اختیا رکې ورکول ، هغوی به تر ټولو لُکس کورونه او موټرې په خورا لوړه بیه ور باندې را نیولې . د کور او دفتر د لوړې بیې دیکورېشن به یې هم په کې کاوه . د کرېسمس او کور چکرې به یې هم په کې وهلې ، او مصاارف به یې ټول له همدغو پیسو څخه وو کومې چې دوی به د افغانستان د بیا رغونې په پلمه له دونرانو څخه اخیستې وې .
خو تر ټولو ستره ضربه چې د ملګرو ملتو د مرستو ملکي برخې افغان حکومت ته ورکړه ـ هغه له افغان حکومت سره په څنګ کې د موازي بل خود سره حکومت را مینځته کول وو . ځکه چې د افغان دولت مالي امکانات ډېر کم او یا په نشت حساب وو ، خو مرستندویه ټولنو د خپلو مالي امکاناتو په موجود یت کې د حکومت له خوښې پرته ځینې خپلسري بې کیفیته کارونه پیل کړل چې نه یې د افغان حکومت په درد وخوړل ، او نه یې هم د غریب ملت .
که دغه مرستې له پېله پرته د اکبر له مؤسسې څخه په همغږۍ سره افغان دولت ته په واک کې ورکړل شوې وای ، نن به افغان دولت او ملت له دومره سترو ستونزو سره نه وو مخ شوي . او نه به هم د ملګرو ملتونو دغو مرستو ته د شک په سترګه کتل کېدل . اوس خو د ذکرکولو او حلوا دواړو وخت تېر شو . ځکه حلوا ټوله د مرستندویه ټولنو مریدانو وخوړله ، خو په کې بدنام افغانان او افغان دولت شول .
نړیوالو چې خپلو مرستو ، په افغانستان کې بیا رغونې او د دونرانو ډالري چکونو او مالي بوجیو ته وکتل ، ټول حیران شول چې ګواکي موږ د خپلو مرستو بوجۍ موږکانو ته اېښې وې که څه ! چې حساب یې د پلان شويو او لګول شويوپروپوزلونو له مخې ټول ثبت ـ اوکارونه یې بیا ټول په نشت حساب دي ، او یا هم هېڅ درک نه لري .
د ښاغلي کرزي صیب په وخت کې افغانستان د هغو هېوادو په تور لېست کې اعلان شو چې په ټوله نړۍکې پر فسادککړ پېژندل شوي وو . دونرانو هم پرهمدې پلمه خپلې مرستې پرافغان دولت اوافغانانوباندې یوڅه محدودې او بندې کړې . اوس د ښاغلي اشرف غني دور راغلی . نوموړي واک ته له رسېدو او هم د خپل کمپاین پر مهال ویلي او له ملت او نړۍ سره یې ژمنه کړې وه چې : زه به په افغانستان کې اداري فساد  له مینځه وړم .
نوموړي په امنیتي او اقتصادي برخوکې ځينې مثبت ګامونه واخیستل . پر اداري اصلاحاتو راوستوباندې همدا اوس کار روان دئ .  خو د ځينو وخت لا نه دئ را رسېدلی .
دا پلا یې په افغانستان کې د ملګرو ملتو بهرنیو مرستندویانوته خپل پام ور واړاوه . نوموړی په دې اړه کره مالومات غواړي تر څو پر مټ یې وکولی شي افغانستان د درغلیو له منګولوڅخه پرې وژغوري . ځکه په دغه تېرو (۱۳) کالو کې چې کومې مرستې له افغانستان سره د ملګرو ملتو له خوا شوې دي د هغو حساب کتاب باید شفاف وي . تر څو افغان ؤلسمشر او د افغانستان ملت ته دا څرګنده شي چې د مرستندویه ټولنو له خوا په شوو لګښتونوکې څومره مالي فساد بهرنیانو ـ او څومره نور یې افغانانوکړی دئ . او هم دا ځانته ثابته کړي چې د فساد اصلي منبع چېرې ده . د افغانستان له پاره بېلې شوې مرستې ولې پرځای نه دي لګېدلې .او وروسته له دې څه ډول کولی شو چې پرته له فساد څخه تر دقیق کاملاً افغاني نظارت او څارنې لاندې دا مرستې د لومړیتوبونو له مخې پر ځای ولګول شي .