د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غم شېبې

ډاکټر محمدآجان مرزئ 11.06.2015 12:50

په کوڅو کې يم روان
هره خوا چوپه چوپتېا ده
نه آواز د بلبلانو
نه مستي د ماشومانو
ولې وران دي ټول کورونه؟
هره خوا ګورم قبرونه

خاورې باد په هوا کړي
لمر په خړو کې نه ښکاري
دا څه غم او څه ماتم دی؟
سوی اور کې ټول عالم دی
د ژوندون نښې دي ورکې
ونې شنې په خاورو پټې

اوښکې وچې شوې په سترګو
له هېبت له ډېر ماتمه
چاته وژاړمه چاوته فرياد کړم؟
د ملګرو نشته پته
د يارانو يم په لټه
تېر وختونه مې ياديږي
له يادونو پرته هېڅ نه پاتې کېږي