د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پژواک شلم تلین او یوه تعزیتي غونډه

پوهندوی آصف بهاند 10.06.2015 11:58

هــوښــیاران مــې لــیونی بـولي پـژواکــه
د مستــانو خُــم خـانـــه کــې افــلاطـون یم

دا دی د پژواک ویر شل کلن شو. د «کلمه داره روپۍ» خاوند شاعر، نامتو دیپلومات، زړور ژورنالست او متعهد لیکوال استاد عبدالرحمن پژواک د ۱۹۹۵ کال د جون په اتمه د ۸۶ کلونو په عمر په پیښور کې وفات شو.
 ماته د ماسکو د سختو ورځو هغه ورځ ښه په یاد ده چې یوځل لطیف لالا(ډوکتور لطیف بهاند) او بیا ګران دوست زرین انځور احوال راکړ:
« په پیښور کې استاد عبدالرحمن پژواک وفات شوی دی، غواړو چې د افغانستان د فرهنګ ټولنې له خوا د استاد له پاره یوه تعزیتي غونډه جوړه کړو او ...»
استاد عبدالرحمن پژواک دافغانستان دادبي، ژورنالستي،سیاسي اوملي شخصیتونوپه سرلاروکې شمیرل کیږي. پژواک په ۱۹۱۹ م کال زیږیدلی. د حبیبیې لیسې له پای ته رسولووروسته، د کابل د طب پوهنځي ته شامل شو، خو له دوو کلووروسته یې هغه نیمګړی پریښود او ادبي هڅې یې پیل کړي؛ خو وروسته یې د سکاتلند د ادنبورګ په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو او عملي ژورنالیزم په څانګه کې خپلې لوړې زده کړې ترسره کړې. زه د ده ژوند کیدای شي پر دغو څلورو برخو وویشل شي:
۱ ـ زده کړې،
۲ ـ په افغانستان کې ماموریت،
۳ - په بهراو ملګروملتونوکې ماموریت،
۴ ـ تقاعد او د مهاجرت دوره.
 په افغاانستان کې له ځینو بریالیو ماموریتونو وروسته، په بهرکې د کلتورې آتشې په توګه وټاکل شو، بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیر او دایمي استازي په صفت دنده ور وسپارل شوه، په ۱۹۶۷ م کال د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې ریاست ته انتخاب شو، وروسته له دې په بن او لندن کې د افغانستان د سفیر په توګه وګمارل شو.
کله چې استاد پژواک د۱۳۷۴ هجري شمسي کال د جوزا په اتلسمه(۱۹۹۵ د جون اتمه) نیټه په پیښورکې وفات شو، په همدې وخت کې ماسکو میشتو افغان فرهنګیانو «دافغانستان د فرهنګ ټولنه» په نامه د روسیې په ماسکو کې یوه فرهنګي ټولنه درلوده چې په ۱۹۹۴ کال کې د ګڼ شمیر افغان فرهنګیانو د هڅو په پای کې تاسیس شوې وه. دې ټولنې وپتیله چې د استاد پژواک له پاره یوه تعزیتي غونډه جوړه کړي. د دې ټولنې د رهبري مشرتابه په یوه بیړنۍ غونډه کې وپتیل شوه چې دا تعزیتي غونډه د استاد پژواک د شخصیت ته د ښه درناوي په خاطر باید د یوه علمي سیمینار بڼه ولري. د مقالو لیکل او دپژواک په باب  لومړنیو موادو او د استاد د شعرونو او آثارو د تر لاسه کولو له پاره وخت ته اړتیا وه، نو هماغه و د ۱۹۹۵ کال د جون شپږویشتمه نیټه ورته وټاکل شوه او غونډه په همدې ورځ جوړه شوه.
په دې تعزیتي غونډه کې ګڼ شمیرافغان فرهنګیانو او ختیځ پیژندونکو ګډون کړی و. ګډون والو د پژواک د څواړخیز شخصیت، آثارو او افکارو په باب مقالې، شعرونه او خاطرات بیان کړل.
غونډه د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت پرانستل شوه. د غونډې مشري ښاغلي زرین انځور کوله. د پژواک غونډه د استاد پژواک په دې شعر پرانستل شوه:
د لیــلا نــه پــه یــو ټکــي ډیر مـمنـون یــــم
چــې پــه ډاګــه راته وايي چې مجــنون یـــم
د وصــال خـوبـونـه نـه وینـم تــل ویښ یـــم
کـــه د چـــا یـــم منت بــاره، دبـیلتــون یـــم
ســــکـنـدر د زمــــانې یـــــم بــې هنـــدارې
چې خــاوند د خــپل ګـریـوان او ځنګون یـم
دغــــه ســا چـــې زمــا ویــنې زمــا نــه ده
ژوندی بل دی، زه یې سیوری د ژوندون یم
مــرګ مــنزل دی د سپیڅلي ژونــدون لاره
لالــهانــد ځــکــه پــه لاره د ژونـــدون یـــم
زمــــا شـعــر کـــې بــه نوی ژوندون نه وي
خــو پــه خـپـلـه ابـدي نــوی مــضمـون یـــم
هـــوښـیـاران مـــې لـیـونــی بـولي پژواکه
د مــستــانــو خُــم خـانــه کــې افلاطون یم
د غونډې په لړ کې دغو کورنیو اوبهرنیو لیکوالو او شخصیتونو د استاد پژواک د شخصیت پر بیلابیلو اړخونو خپلې مقالې او شعرونه واورول:
ــ مشهور ختیځ پیژندونکي، افغانستان پیژندونکي او مورځ پروفیسور ګنکوفسکي،
ــ د رادیو افغانستان پخوانی رییس او تکړه ویاند نبي کوشا،
ــ افغانستان پیژندونکې او پښتو پیژندونکې میرمن ګراسیموا،
ــ  د کابل پوهنتون پخوانی استاد دوکتور لطیف بهاند،
ــ کیسه لیکوال او نقد لیکونکی زرین انځور،
ــ استاد امان اشکریز،
ــ په کابل کې د ژوندون مجلې پخوانی مسول مدیر ګل افضل ټکور.
د پژواک مرګ د افغانستان د فرهنګ خزان وهلي بڼ باندې یوبل کلک ګزار و چې یوځل بیا یې غمجن فرهنګیان او پر وطن مین افغانان د ویر پر ټغر کینول.
ګران دوست او پیاوړي قلموال، زرین انځور د افغانستان د فرهنګ ټولنې دنشراتي ارګان((پردیس))په پنځلسمه پرله پسې ګڼه کې د استاد پژواک د مړینې په ویرکې داسې لیکلي دي:
« د استاد پژواک د مرګ د غږ په اوریدوسره، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خواره واره افغانان یوازې له دې امله غمګین نه شول چې یو لوی دیپلومات، شاعر او مبارز مړ شو، بلکې زیاتره تآسف له دې امله هم و چې د وطن د تاریخ په داسې حساسو جوړونکو شیبو کې د داسې خبیرو او ملي شخصیتونو مرګ لا زیات غمجنونکي ا وژړونکي دي...
د استاد پژواک د شخصیت وړانګې ترهرڅه لومړی، د افغانستان د ژورنالیزم او مطبوعاتو په پاڼوکې راوځلیدې. دی له هغوکسانوڅخه و چې د وطن د مطبوعاتو په تاریخ کې يې نوې انګازې او ولولې را پیدا کړې. د همدغسې څو تنو په هلوځلو زموږ ژورنالیستیک او مطبوعاتي بهیر، که په نړیواله کچه نه وي، د سیمې د مطبوعاتي لړۍ سیالۍ ته برابرشو...
د استاد پژواک د شخصیت دویم اړخ، سیاست او دیپلوماسي ده. دی د وطن د آزادي غوښتونکو ملي شخصیتونو په کتار کې څرګند مقام لري...
استاد عبالرحمن پژواک د افغانستان د ادبیاتو په تاریخ کې د ستاینې وړځای لري...»
پژواک له خلکو او وطن سره بې پایه او بیسارې مینه درلوده، دا مینه د ده په دوو وروسیو آثارو (حدیث خون، میهن من) کې ښه ځلیدلې ده. د پژواک دا دوه کتابونه د ده د ورستیو شعري بیلګو او فکري بهیر ښه څرګندويي کوي.
زه (آصف بهاند) له پژواک سره لومړی استاد بینوا د «اوسني لیکوال» له کړکۍ نه آشنا کړم، بیا مې د پژواک هنر او له وطن سره مینه په «کلیمه داره روپۍ» کې وپیژندله. د مهاجرت په چاپیریال کې به چې کله کله په ادبي بنډارونو کې دوستانو د پژواک سره د لیدنو خاطرات بیانول، ما ته به رخه را تله او زړه کې به مې ویل چې کاشکې خدای پر ما هم  د دې څو اړخیز شخصیت لیدل لورولي وای خو...
ګران دوست زرین انځور په پیښور کې ډیر ځلې ور سره لیدلي و. د ده له خولې مې اوریدلي او په مقالو کې مې یې لوستي چې ویل به یې:
«... په پیښور کې به چې کله د افغانستان د کلتوري ټولنې له یارانو سره د پژواک لیدلو ته تللو، نو موږ ته به یې د خپلو آثارو نمونې اورولې او په «سپیدې» او «خپلواکي» کې به یې د نشر له پاره را کولې. د ده وروستۍ شعري نمونې د یو ژور درد او ویر لرونکې دي، د یو ستر وطني ویر او درد څرګندوی دي. راځئ دغه یوه کوچنۍ نمونه یې واورئ:
چــې په زړه مــې د ژونــدون نــوی بـار شي
لــکه ګــل تــر او تــازه د زړه پــرهـار شــي
پــه یــــــو دم د خــاطــراتــو لــــه نـسـیـمـــه
ځان مې سوړ او بیا مې سور لکه انـګار شي
کــله کــله داسې وخـت پــر ســړي راشــــي
چې جــام مات کــړي او بیسده د خـمـار شي
هغـه زړه چې بــې نیــازه مستي غـــــواړي
خــدای دې نه کـا چې ساقي ته امید وار شي
د امـید ډیــوه چې مــړه شي هیـله مــه کـړه
چــې بَــل بیــا په سترګو اور د انتظار شـي
داســې تــوره تــروږمــۍ ده په دې بڼ کــې
چې د شپې مرغه په ورځ کې په کوکار شي
دا وطــن د کــومې پیغلې تـــور اوربــل دی
چې بــاد نه وي لا مهـلی تــــار و مــار شي
ګـــنهکار یــــم خــو ګـنــاه مــــې آزادي ده
څوک به دې خوږې ګ‎ناه نه توبه ګار شـــي
پای