د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شریعت له انده نړیوال امن او سوله

روح الأ مين(حسن) 10.06.2015 08:57

اسلام هغه دین دی چې سوله او امن یې په خیر سره تعبیر کړي. او اصل یې ګڼلي دي، ځکه د اسلامي شریعت موخه او مقصد، د خلکو ښیګڼه، د شر لرې کوونه او د نفس ساتنه ده. نو جنګ او جګړه په عام ډول سره ښيګڼه، نه بلکه شر دی. اﷲ‌(ج) فرمايي : { سوله خیر دی} النساء۱۲۸ ـ یانې جنګ شر دی نو جنګ او جګړه هغه پدیده ده چې د شریعت د اصلي موخو خلاف ده.
داچې غربي تصور څه ناڅه داسې دی چې ګویا د اسلام نړیوال سیاست او اړیکې چې په اسلام کې د(سِیَرْ) په نامه پیژندل شوې، د جنګ او زور په بنسټ استوار دي، چې تیر اسلامي تاریخ ته په کتو دوی دا ثابتوي، خو داسې نده..!
سوله او امن د اسلامي نړیوال سیاست او اړیكو يوه بنسټیزه قاعده ده، او په اسلام کې د جنګ په پرتله په سولې او امن  ټینګار شوې.  چې په تړاو یې لاندې نکتو ته اشاره کوم.
سوله او اسلام: 
هغه قانون چې د سولې په اړه پکې غږیږو، نوم یې اسلام دی چې د امن او سولې په مانا دی. د اسلام کلمه په خپل ذات کې د( اَلسّلْم، اَلْسَّلَمْ، اَلْسَلاَم، اَلْسَلَامَة) کلمو چې ټول یې د سولې او امن پورې تړلې ماناوې ورکوي جوړه شوې. 
د اسلام په تړاو د قرانکریم پیغام هم همدا دې چې‌ : { مؤمنان یې د جهالت د تیارو او ظلمونو ځینې د حق رڼا ته راوبلل، او د سولې او ښیګڼې لار یې ور وښوده..} المائده ۱۶
او د اﷲ تعالی د ښکلو نومونو ځینې یو نوم( السلام)دی. لکه چې نبي کریم( ص) فرمایي :[ د الله تعالی د نومونو ځینې یو( السلام) دې چې د ځمکې لپاره ځانګړې شوې، تاسو یې پخپلو کې خپور کړئ، ]او بیا یې دا نوم پخپله دعا کې هم یاد کړې چې فرمایي : [ اَلْلَهُمَ اَنْتَ اَلْسَلَامُ ومن.. ] الجامع الصغیر جـ۱ـ ۲۰۱۱ـ چې په هر لمونځ کې یې تکراروو. نبي کریم(ص) مونږ ته د ورځني ژوند د پیل او د یو بل سره د مخامخ کیدو غوره ډالۍ چې (سلام) دې امر کړې.لکه څرنګه چې فرمایي : [ تاسې کې غوره هغه څوک دې چې خپل ملګري سره په سلام پیل وکړي]داځکه چې پرته د( سلام) یانې سولې، امن، ارامتیا او خیر ، ژوند نشته، او دا د ژوند اساس دی،چې  د خیر او سلامتیا ضامن دی.
نبي کریم( ص)چې د سیاسي اړیکو په تړاو د نړۍ پاچاهانو ته لیکونه ورلیږل نو لومړی يي ورته د سولې، امن او خیر توصیه کوله چې دا ټول په اسلام کې نغښتي دي، او پایله یې پدې وینا کوله چې:      { سلامتیا دي وي په هغه چا چې د هدایت لاره یې راوښوده.} الطه ـ ۴۷ـ جنت چې ترټولو غوره ځای دی، د(دارالسلام) یا امن کور په نوم یاد شوې. اسلام مونږ ته د سولې او امن هڅوونه کړې او په قران کریم کې د( ۳۳) ځله څخه زیات د( السلم) او ورته کلمات چې د سولې او امن مانا ورکوي ذکر شوې. پداسې حال کې چې د جنګ لفظ په شپږو ایتونو کې ذکر شوې.
د کفارو سره د اړیکو نظريه: 
اسلامي سیاسي او بهرنیو اړیکو په تړاو فقها دوه نظریې لري. 
۱_(دجنګ او حرب‌ نظریه) :
 چې ځینې فقها د کفارو سره د مسلمانانو د اړیکو اساس جنګ بولي. سوله او امن استثنایی او ضمني ګڼي. دوی پدې اند دي چې اسلام ته د دعوت دوه لارې دي، ژبنې او رضایي دعوت. او جنګي یا په زور دعوت. چې په رضا یې نه مني. د دوی بله تړلې نظریه داده چې نړۍ په دوه برخو ویشي. ( دار الاسلام او دار الحرب‌ یا کفر)
‌دار الاسلام د نړۍ هغې برخې ته وايي چې:  هلته مسلمانان په امن او ازادۍ کې ژوند کوي او اسلامي قانون پکې پلې وي، که ورسره کفار هم وي خیر دې خو چې ترې متضرره نه وي. 
دارالحرب هغې برخې ته وایي چې: مسلمانان د کفارو تر اغیزې لاندې وي، ازاد نه وي او اسلامي قانون نه وي پلی. نو دلته دوی ددې کفارو قتلول جایز ګڼي او دا ایتونه دلیل نیسي چې:{ قتل کړئ ټول مشرکین، کومسې چې تاسې قتلوي.. } التوبةـ ۳۶ـ او بل...{ کله چې حرامې میاشتې تیرې شوې، نو وژنئ مشرکین چې په هرځای کې مو وموندل، وینسئ، حصار او بندیان یې کړئ، او ددوی د تیریدو په هرځای کې کینئ... }التوبةـ ۵ ـ چې دا ایتونه اصلا د نورو حکمونو اود جهاد د فرض والي د اساسي اسبابو سره تړاو لري،  چې هغه د ظلم  او فساد ختمول دي چې د هرچا له لورې وي.خو بدبختانه نن سبا دا دوه کارونه( ظلم او فساد) د د جهاد تر نامه لاندې کیږي، ډیرې په فساد ککړ  او ظلم کوونکي وګړي پخواني مجاهدین وو، او دي..!! بیګناه قتل، غصب، شوکه، زور، او ترهګري ټول په ظلم او فساد کې شمیرل کیږي..!! او اوس هم همدا حال دې!!  
خود جهاد د روا والي په صورت کې هم جمهور فقها پدې اند دي چې د مسلمانانو او کفارو د کوچنیانو، زنانه و،بوډاګانو، او سپین سرو قتلول روا ندي..! خو نني مجاهدین صاحبان یې داسې قتلوي لکه ددوی بندګان او هسې بادرنګان..!! نه انسانان!!. 
د جمهورو فقهاو په اند په دارونو باندې د نړې ویش هم کوم شرعي حکم ندې او د ځینو خپل د وخت اجتهاد بولي، او یوه عارضي موضوع یې ګڼي، امام شافعی( رح)هم پدې اند دې چې ټوله نړۍ یوه ده او شرعي لحاظ د کومې ویشنې وړ نده. 
۲_د( سولې او امن نظریه) :
ددې نظري لاروي فقهاء پدې اند دي چې:  د کفارو سره د مسلمانانو د اړیکو اصل سوله او امن دی، نه جنګ!،او په حقیقت کې جنګ د همدې اصل یانې سولې او امن د راوستلو او پایښت لپاره دی.چې خپل شروط او حالات لري. دا نظریه  د نبي کریم( ص) د کړېیو کړنو په تړاو، د ډپلوماسۍ او ستراتیژیکو رویو ملا تړې ده.دوی يواځې په جنګي لحاظ د قوې شتون ته ژمن ندي بلکه ددې سره، سره د اقتصادي، اجتماعي، رسنیزې قوې چې يوبل سره غښتلې تړاو لري غوښتونکي دي.
د اسلام دعوت د رضا، خوښې، عقل، حکمت او دلیل کار بولي، نه د زور اوجبر! ځکه اﷲ تعالی فرمایي: { په دین کې زور او جبر نشته..  } بقرة۲۲۵ـ په بل ځای کې فرمايی{ راوبله د خپل رب لور ته خلک په حکمت، نصیحت او نیکې طریقې او ښې مباحثې په اساس ... }نحل ـ۱۲۵په همدې ترتیب د دین اساس ( ایمان) هم د زړه باور، یقین او رضا پورې تړلې دې نه په زور، پرته د قلبي رضایت ایمان درست ندې!
نړیوال قانون پوهان هم په همدې باور دي چي، په نړۍ کې د شته خلکو او سیمو په طبیعي ډول سره د اړیکو اساس امن او سوله ده، او جنګ يو ضمني حالت دی. 
ستر فقهاء لکه امام اوزاعي( رح)‌او امام ثوري( رح) هم په همدې اند دي، او ددې لپاره یې د شریعت په رڼا کې ډیر کار کړې، او د نړیوال امن او سولې لپاره یې تشریعي اصول راټول کړي. 
اﷲ تعالی فرمایي : { ای مؤمنانو په بشپړ ډول سره په اسلام کې ورداخل شئ، د شیطان پیروي مه کوئ، ځکه هغه ستاسې ښکاره دښمن دی.. }دلته د( سِلَمْ) نه مراد اسلام دی، او اسلام د سولې امن او بشپړې هوساینې دین دی. چې ضد یې( حرب) یا جنګ دی او دلته په شیطاني کړنو یاد شوې. 
بیا اﷲ( ج)فرمایي : { ای مؤمنانو کله چې د الله په لار کې جهاد کوئ، نو ښه تحقیق وکړئ، او هغه چاته چې تاسې ته سلام اچوي مه ورته وایئ چې ته مؤمن نه یې، او اسلام دې له ویرې منلې.. }النساء ـ۹۴ یانې د سلام په اچولو سره دې د امن او سولې غوښتنه وکړه، نو مه یې چیړه...! بل الهي اصل دې چې فرمایي: { که مشرکانو  د جنګ نه ډډه کوله او تاسې ته یې روغه او سوله وړاندی کوله، او امن یې غوښته. نو اﷲ تعالی تاسې باندې ددوی سره د جنګ کولو کومه لار نده لازمه کړې.. } النساء ـ۹۰ـ یانې د سولې غوښتلو په حالت کې د کفارو وژل، مال اخیستل او نیول جایز ندي. 
بل الهي اصل دې چې فرمایي : { که کفار  روغې او سولې ته غاړه کیږدي، نو تاسې هم سولې ته غاړه کیږدئ او په الله توکل وکړه، پرته له شکه اﷲ ډیر ښه اوریدونکې او ښه پوهیدونکې دی.. }انفال۶۱ـ بل اصل دی چې فرمايي : { الله تعالی تاسې د هغو کسانو د دوستۍ نه منع کوي، چې تاسې سره ددین په کار کې جنګ نه کوي، او تاسې یې د خپلو کورونو ویستلي نه یاست، ځکه چې تاسې ورسره نیکي کوئ، او ورته په عدل خپل حق ورکوئ، نو یقینا چې الله تعالی د عدل کوونکیو سره دوستي خوښوي.. } الممتحنةـ۸ په پورته اصل کې د دوستۍ لپاره د مسلمان او کافر شرط ندې ایښودل شوې، بلکه عدل، سوله او نیکي یې ددوستۍ اصل ګڼلې...!
نو دا هغه اصول دي چې د یادې نظربې لاروي یې د دلیل په څیر وړاندی کوي، خو دا پدې مانا نده چې ګویا اسلام کې د جهاد تصور نشته يا ددې نظریې لاروي د جهاد ځینې منکر دي..! بلکه دوی د ذکر شویو اصولو په بنسټ لومړیتوب سولې، امن او ډپلوماتیکي لاروته ورکوي. نه جنګ ته. د جهاد لپاره خپل شرایط او حالات شتون لري او د ځانګړیو موخو لپاره چې مخکې ورته اشاره شوې لازمیږي، هرجنګ نه جهاد او نه هر جهاد جنګ ګڼل کیږي...! 
نو پورته شرعي اصولو ته په کتو او د فقهاو په تائید ویلې شو چې: جنګ اصل ندې، او جنګ لامل دیني او مذهبي تفرقه نده. لکه نن چې ده..!، د کفر او اسلام ترمنځ جنګ خو لا پریږده، د مسلمانانو ترمنځ د فقهي مذهبونو او د مذهب نه منلو په تړاو هم جنګونه او قتلونه کیږي..! جې دا اصل ندې، اصل صرف د ظلم او فساد ختمول دي.! نو په نتیجه کې ویلې شو چې نور جنګ، قتل، وحشت او ترهګري ختمه کړو او پر ځای د شریعت اصل چې سوله، امن، ارامتیا او خوشالتیا ده رامنځ ته کړو. ګران هیواد او نړۍ پرې ښیرازه کړو.