غزل
09.06.2015 11:23دا چې خپلــو کې جنګېــږي افغانان دي
اخـوا دېخــوا وژل کېــږي افغانان دي
دوی پــه جنګ دي ګټه نور ځنـي اخلــي
دا پــه وینــو چې لمبېــږي افغانان دي
ربــه څرنګ ازمېښتون دی زمـا ټاټوبــی
ټــول وګـــړي یې کړېـږي افغانان دي
څلــور خواو د وطن تــه چې مـې ګورم
هر انســان یې ډېـر زورېـږي افغانان دي
دلته هر چـا تــه چې را یـه موږ ورکـړې
ســر تــرپایــه خاینېـږي افغانـان دي
بــې ګناه به په زانګو کــې د بم ښکار شي
ووړ ماشــوم مو چــې قتلېږي افغانان دي
زما پوځــونه په هر لوېشت کې د وطن مې
چې لــه خپل سـره تېرېــږي افغانان دي
څولیزی
۱۰/۳/۱۳۹۴