د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کډوالو او بهرنيو کارګرانو برخليک په انګلستان کې

یاسر الهاشمی 08.06.2015 23:04

د انګلستان د پارلماني ټاکنو د بریالي ګوند مشر او لومړي وزیر ډیویډ کامرون، د ناقانونه کډوالۍ په اړه د خپل ګوند راتلونکي پلانونه روښانه کړل.
د دود له مخې، هر بریالی کاندید د انګلستان د ملکې په مخکې د وفادارۍ سوګند یادوي. ډیویډ کامرون چې ټاکنې یې ګټلي او د ټاکنو مهمه موضوع کډوالي وه، نو د سوګند یادولو په وخت کې یې د همدې موضوع په اړه د خپل ګوند ( محافظه کار) نوي پلانونه هم تشریح کړل.
کامرون، د کډوالو د شميرې د راټيټولو لپاره له نوې وضع کيدونکي لایحې څخه خبر ورکړ. د دغې لایحې مهمې برخې په لاندې ډول دي:
- هر هغه شخص چې په ناقانونه توګه په انګلستان کې کار کوي ، تر نيول کيدو وروسته به یې ټولې پيسې د دولت حساب ته انتقال شي او پوليس حق لري چې نوموړی شخص ونيسي او محکمې ته يې حاضر کړي.
- د بانکونو له مسؤولينو څخه هيله کوو چې د ټولو هغو کسانو حسابونه دې چک کړي چې په غير قانوني ډول په انګلستان کې کار کوي تر څو موږ وکولای شو د هغوی د حساب ته په کتو ورسره قانوني چلند وکړو.
- ټولو شرکتونو او د استخدام مراجعو ته به خبر ورکړل شي چې په اخبار کې د بست تر اعلان کولو څخه مخکې دې څوک په دنده و نه ګماري.
- د کار په مارکيټ کې د غير قانوني کارګرانو د کار څخه د مخنيوي او همدارنګه د کارګرانو د کاري قوی څخه د سؤ استفادې د مخنيوي په موخه به يوه نماينده ګي جوړه کړو.
د دې تر څنګ کامرون ، ويلي چې د کډوالو د شميرې د راټيټولو لپاره به نوی معيارونه وضع کړي. هغه زیاته کړې:

د ناقانونه کډوالو په اړه زموږ دريځ داده چې موږ به ناقانونه کډوال لومړی ډيپورټ ( شړل) کړو او بیا به دوی ته د بياکتنې حق ورکړو.
کامرون په داسې حال کې د نوې لايحې د وضع څخه خبر ورکوي چې تر پارلماني ټاکنو وړاندې د کډوالو مجموعي شميره په انګلستان کې له (۳۰۰۰۰۰) څخه زياته ښودل شوی و.
د کامرون په آند دغه کسان ټول ناقانونه کډوال نه دي، ځينې داسې کسان هم په دوې کې شامل دی چې په قانوني ډول انګلستان ته راغلي او د ویزې وخت يې پوره شوی. د دې ترڅنګ تر اوسه پورې په دقيقه توګه دا هم معلومه نه ده چې د دغې (۳۰۰۰۰۰) کسانو له جملې څخه څو تنه په انګلستان کې کار کوي؟ خو، اټکل کيږي چې له دغو کسانو څخه ډیری يې په ناقانونه توګه په کار بوخت وي.
ډيويډ کامرون، د ټاکنيزو کمپاينونو په جریان کې له خپلو پلويانو سره ژمنه کړی وه چې د کډوالو د شميرې د نه راټيټيدو په صورت کې خلک کولای شي چې د هغه پر وړاندې مخالفت وکړي او حاضر دی چې له خپلې دندې څخه استعفاء ورکړي.
کامرون خپلو پلويانو سره ژمنه وکړه چې د دغې لایحې په تصويب سره به انګلستان د ناقانونه کډوالو او کارګرانو لپاره زندان جوړ کړي او هغه کډوال چې په انګلستان کې په ناقانونه توګه کار کوي، د (۱۹۵۱) کال د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسيون او دغه وضع کيدونکي لايحې له مخې به ورسره چلند وکړي.
کامرون زياته کړه چې:
(( يو هيواد هغه وخت پياوړی ګڼل کيږي چې د ناقانونه کډوالۍ مخه ونيسي، که چيرې يو هيواد و نه شي کولای مهاجرت کنټرول کړي؛ نشي کولای چې پر عامه خدماتو باندې فشار کنټرول کړي او پر عامه خدماتو باندې د فشار کنټرول د عدالت اساس دی.
د مهاجرت کنټرول په دې معنی نه دی چې يوازې د ناقانونه کډوالو مخه دې ونيول شي، بلکه د هغو کډوالو مخه دې هم ونيول شي چې په قانوني ډول انګلستان ته راځي او له قانوني مودې څخه زيات وخت په انګلستان کې اوسيږي او کار کوي.))