د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که موځان وپېژاند ، جهان به مو هم وپېژني

محمد انور ولید 08.06.2015 12:20

د شمسي نظام په دغه خاورینه نړۍکې ټول مافیهاپه تېره ژوندي موجودات  د خپل اصل او نسل لرونکي دي چې د هرفایلم او سب فایلم ، کېنګ ډم او سب کېنګ ډم د اصالت ځنځیري تسلسُل یې له خپلو خپلو جرړو اوسټو سره تړاو لري ، او دا د ژوندیو موجوداتوخپل ذاتي خاصیت دئ چې د اسلافو خواص په ارثي ډول په خپلو اخلافوکې له یوه ـ یاڅو نسلونو وروسته را ټوکېږي ، وده کوي او د خپلو اجدادو په څېر د قدامت دغه ارثي ډالۍ د پوخوالي مرحلې ته په کې رسېږي .
ځکه خو له خزه وو او سرخسونو را نیولې بیا له بابا آدمه تر دې دمه پورې د وراثت دغه لړۍ پرته له څه توپیره همداسې را غځېدلې پاتې ده . ولې په ځینو حالاتوکې دغه ذاتي اصالت د ځينو داخلي او بېروني عارضو او اثراتو له مخې په ژوو ـ په تېره په انسانانو کې بدلون مومي . همدلته ده چې راتلونکې نسلونه خپل ځان او خپل ځای ځایګی په خپله ټولنه کې  له لاسه ورکوي ‎، بیا نه پو هېږي چې زه څوک یم .
ولې په خاصه توګه انساني خېل بیا د نورو هغو په پرتله یو داسې عاقل ، ناطق او متفکر مکلف مخلوق دئ چې د نورو په پرتله د ښو او بدو د تفکیک او تمیز د تلې واک د انتخاب له مخې د فاعل مختار په توګه  ور سره شته .
انسان په تېره افغانان مجبور دي چې د تاریخ په دغه حساسو مرحلو کې تر هر څه مخکې خپل ځان وپېزني . ځکه چې ځان پېژندنه د انساني هستۍ تر ټولو ښکاره او ستر ثبوت دئ . ځان پېژندنه او معرفت په اصل کې د الله (ج)  پېژندنه ده .
څوک چې خپل برحق معبود وپېژني ، هغوی بیا د الله تعالی نور مخلوق د تشریعي امورو په چوکات کې په خورا آسانۍ سره پېژندلی شي . ځکه الله تعالی انسان ته هم دا حق ورکړی چې د کایْناتو په اړه فکر، پلټنې او تحقیقات وکړي ، تر څو له یوې خوا ګټه ترې واخلي او نورو همنوعانو ته د خدمت کولو جوګه شي ، او له بل پلوه د خلقت ددغه عجیب ، پېچلي او له الهي اسرارو ډک جوړښت څخه د الله (ج) وحدانیت ثبوتېدای شي چې د هستۍ دغه الهي نظام په څومره دقیق ډول محاسبه او بالغه حکمت او قدرت  سره مینځته راغلی دئ . خو د کاْیناتو تکویني برخه په خپله په الله (ج) پورې اړه لري او انسان ته یې په دې برخه کې د تصرف حق ځکه نه دئ ورکړی چې الهي تکوین د انسان  له وس څخه یو وتلی کار دئ .
د بېلګې په توګه : د شمسي نظام جوړښت ، د هغوی د ثوابتو او اقمارو په خپلو مدارونو کې ځای پر ځای کېد ل ،  حرکت او سکون ، رڼا ورکول او رڼا اخیستل ، محوري استقرار ، او یا بې ثباته کېدل ټول هغه څه دي چې تغه تکویني امور یې د انسان پر وس پوره نه دي . خو دا چې دغه ثوابت او لاقمار څه ډول د لمر پر محور باندې په خپلو خپلو مدارونو کې چور لکونه خوري او د ځمکې په څېر سیاروکې د ژوند کولو امکانات څه ډول برابر شوي ، شپه او ورځ ، میاشتې کلونه ، تولد ، ژوند او مړینه بیا تکویني امور دي چې انسان په کې تصرف نه شي کولی . ولې د تشریعي امورو په اړه یې د کایْناتو په څېړنو کې انسان مکلف کړی ځکه په داسې تحقیقاتوکې ټولې روا انساني رابطې او د راکړې ورکړې معاملې د خیرالناس من ینفع الناس پر اساس وجود لري .    
نړۍ ـ او د نړۍ عجایْب ټول الهي مخلوقات دي چې انساني اړیکې هم د نړۍ د مخلوقاتو پر بنسټ سره جوړېدای شي . ځکه د نړۍ ټولې پټې او ښکاره شتمنۍ د انسانانو په واک کې ورکړ شوې دي . خو د استعمال په اړه یې تعادل معیار ټاکل شوی . په معاملاتوکې تعادل د الله تعالی هم خوښ دئ ، ځکه په تعادل سره یو قانوني استقرار اوانساني باوري نظام جوړېدای شي .که چېرته په نظام کې تعادل مراعات نه شي ، د افراط او تفریط له امله د معاملاتو عمر هم کمېږي . نو بیا یې استعمال د ګټې پرځای انساني ناروا سیالۍ ، تربګنۍ ، دښمنۍ ، تاو تریخوالی ، جګړې ، ورانۍ ، مرګ ژوبلې ، ناورینونه ، زیانونه او ګډوډۍ مینځته راوړي .
په داسې حال کې بیا قانون تل تر پښولاندې ، انارشي ، زورواکي او سوټه کراسي حاکمه ، حقیقت تل په کې پټ او حق په کې قرباني وي . په داسې حالت کې بیا د صادقو او مظلومو خلکو استازیتوب د ملي خایْنانو په لاس کې وي . هغوی د ټولنې او ملت ټولې تاریخي لاسته راوړنې د خپلو ناروا شومو هوسونو او غوښتنو قربانۍ او روا ارزځښتونه پر اوبو ور لاهوکړي ، انساني اعتبارختم او د روابطو سیستم ته اور ور واچوي .
کله چې داسې حالت مینځته راشي ، انسان خپل ځان او خپل ځای ورک کړي ، که چېرته سړی خان ورک کړي ، په حقیقت کې یې خپل اصل ورک کړی ،خو که ځای یې مالوم نه وي ، په اصل کې یې خپل آدرس له نورو پټ کړی او هېڅوک یې هم بیا نه پېژني .
که موږ چېرته وغواړو چې تل باید ژوندي او خوندي واوسو ، نولازمه ده چې لومړی موږ خپل ځان ، خپل مکلفیتونه ، خپلې روا اړتیاوې او غوښتنې او خپل ټول انساني ارزښتونه سره وپېژنو چې پر مټ یې بیا بشري خدمات د یوه انساني قانوني نظام په چوکاټ کې نورو ته وړاندې کړو په هغو معاملاتوکې به زموږ موجودیت د نورو له پاره د خدمت کولو ریښتینی مصدر او آدرس جوړ شي  . زموږ دموجودیت آدرس همدغه دي . کله چې آدرس مو نورو ته مالوم شي ، بیا نړۍ هم موږ په رسمیت پېژني . ځکه ځان پېژندنه په اصل کې د جهان پېژندلو په مانا ده . لازمه ده چې لومړی خپل ځان وپېژنو ، وروسته به جهان هم موږ په رسمیت سره وپېژني .
د تېرو دری نیمو لسیزو پر له پسې جګړو له امله زموږ افغاني هویت ، تېر برم او عظمت داسې سختې ضربې خوړلې دي چې په نوره نړۍ کې د افغان د کلمې په اورېدو سره د قاچاقبر ، اداري او اخلاقي فاسد ، رشوت خواره ، غله ، خونکار ، ژب پال او قانون ماتوونکي انځورونه د سړي سترګو ته درېږي .
په کار خو داده چې د افغانستان ټول اتباع تر حکومت  اوؤلس پورې د افغاني اصیل بصیرت او درایت پر اساس په کور د ننه د ځان پېژندلو او ځان جوړولو ، او همداسې له کوره د باندې د خپل اصیل هویت د ښوولو او ثبوت په خاطر له داسې اصلاحي مېتودونو او روښ څخه کار واخلي چې سیمه او ټوله نړۍ یې د یوې منل شوې جګړې ضد سوله غوښتونکې او اصیلې باوري  واحدې افغاني ملي څېرې په توګه وپېژني .