د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کيسه کې کرکټر کښنه (پنځمه برخه)

بصيرالحق عادل 07.06.2015 09:59

څنګه کرکټر وټاکو؟
دا چې کيسه ټوله پر کرکټر ورټوله وي او لوستونکی هم له کرکټر سره سم روان وي، د کرکټر په خوشالۍ ځان خوشاله او پر خپګان يې ځان خپه محسوسوي نو داهر څه به هله بريالي وي چې موږ د خپلې کيسې لپاره سم او وړ کرکټر ټاکلی وي.
د بېلګې په ډول:
که زه غواړم د ځان وژونکي په اړه کيسه وليکم، نو د خپل کيسې لپاره د خان يا د ملک زوی کرکټر نه ټاکم، يا داسې څوک نه ټاکم چې هيڅ ستونزه ونه لري او له هر پلوه روغ وي.
زما کيسه او د کيسې لپاره به کرکټر ټاکنه هله بريالۍ وي چې زه خپلې کيسې ته داسې کرکټر وټاکم چې ډېر بې وسه او غريب ځوان وي، په ژوند کې يې ډېرې بدبختۍ ليدلي وي، له هرې خوا د ستونزو سره مخ وي. هر شي ته چې لاس ور وړي بلا ترې جوړېږي. لنډه دا چې زما دغه کرکټر چې ځان وژونکی دی له خپل ژونده به دومره ستړی او زړه توری وي چې خپل په مرګ کې ويني او د مرګ خبرې يې زړه يې ته ډاډ او سکون ورکوي.
که پورته دويمه بېلګه زه د خپل ځان وژونکي کرکټر لپاره وټاکم نو پر ځای ټاکنه ده.
د کرکټر په ټاکلو کې ډېر غور او دقت پکار دی، دومره دقت چې لوستونکی په کردار د خيال ګمان ونه کړي، کرکټر بايد د لوستونکي پام ځانته واړوي او په ټوله کيسه کې له هغه سره مزل وکړي، ورسره وژاړي، وخاندي او په هره سخته کې ورسره خوله شي.
د سم کردار او سم کرکټر ټاکنه مو کيسه سم لور ته بيايي، هر کيسه ليکوال مخکې له دې چې کيسه وليکي د کيسې نقشه په خپل ذهن کې جوړوي او يا يې هم په خپل فکر کې ټوله کيسه جوړه کړي وي، پېښې او صحنې يې زړه  کې ګرځي راګرځي او غواړي چې په کاغذ يې وليکي.
د کيسې تر پيل مخکې چې موږ کومه کيسه په خپل ذهن او خيال کې جوړه کړې ده او يا مو د کومې موضوع په اړه کيسه په فکر کې را ګرځېدلې ده، بايد يادې موضوع او د کيسې منځپانګې ته په کتو ورته کرکټرونه وټاکو.
که زموږ د کيسې موضوع تراژيدي وي او موږ داسې کرکټرونه ټاکلي وي چې بې ځايه خاندي، شوخي کوي، يا مو د داسې صفت کرکټر ټاکلی وي چې په څېره يې د غم هيڅ څرک نه وي نو دا ټاکنه مو ناسمه ده.
سمه ټاکنه بايد د منځپانګې او محتوا سره برابره وي.

د کرکټر ژبه
د کرکټر په کښنه کې د نورو مهمو توکو ترڅنګ چې بايد پام ورته وشي د کرکټر ژبه ده. کرکټر بايد د خپلې سويې، شحصيت او مسلک سره سم وغږوو او خبرې پرې وکړو.
د بېلګې په ډول:
د کيسې کرکټر مو د کلي د خان يو نوکر دی. کله چې هغه خبرې کوي بايد د خان په ژبه يې ونه کړي، او نه داسې چې يو ښوونکی ترې جوړ کړو. نوکر بايد په داسې لهجه وغږوو چې په رښتيني ژوند کې نوکران پرې غږيږي، د هغه په خبرو کې بايد هېله مندي وي، ستړې ستړې خبرې بايد وکړي، د خپل خان د نوکرۍ او ظلمونو څخه بايد شکايت کوي، د خبرو پر وخت بايد وراخطا وي او شاوخوا وګوري  چې د خان د کورنۍ او يا خپله خان يې خبرې وانوري ګني سزا به ورکړي.
که موږ په خپله کيسه کې د نوکر ظاهري بڼه ښه په برياليتوب انځور کړي وي، لوستونکی په دې قانع وي چې دغه کرکټر رښتيا هم چې نوکر دی، خو کله چې په کيسه کې دغه نوکر چې کرکټر دی خبرې کوي. ژبه يې خپله نه وي د يو ډاکټر په طرز او وزن خبرې کوي، نو لوستونکي به ټوله کيسه ملنډې ګڼي او په لوستلو به يې پښېمانه شي.
لنډه دا چې هر کرکټر د خپل شخصيت، مسلک او ظاهري بڼې سره سم وغږوو.
د کرکټر په ژبه کې يو بل مهم شی چې بايد جدي پام ورته وشي لهجه (ګړدود) دی. که زموږ د کيسې کرکټر د هلمند د يوې ليرې پرتې ولسوالۍ اوسيدونکی وي او دغه ولسوالۍ يې خپل ټاټوبی وي. پکې زېږېدلی وي، ژوند يې پکې کړی وي او لا هم ژوند پکې کوي. نو دغه کرکټر که موږ په وردګۍ لهجه  وغږوو نو دغه کيسه به لوستونکي ته ټوکې ښکاره شي او طنز به يې وبولي.
هر کرکټر بايد په خپله لهجه وغږوو. سيمه ييز اصطلاحات يې بايد د خبرو کولو پر وخت له خولو راوباسو، هلمندی بايد په هلمندۍ، کليوال بايد په کليوالي، ښاري بايد د ښار په لهجه وغږوو او لوستونکي ته څنګه چې کرکټر وي په  هماغه بڼه يې خبرې له خولې وباسو.
که د يوې سيمه ييز لهجې ګونګ لغات وي، عام لوستوال نه ورباندې پوهېږي لومړی خو يې بايد د کرکټر له خولې ونه باسو او که ډېره اړتيا وي او ګونګ لغات او يا اصطلاحات د کرکټر په خوله کې ورکوو په لينديو کې بايد ورته عامه مانا وليکو ترڅو ټول خلک ورباندې وپوهېږي، د دغه کار يوه ګټه دا ده چې هم به  خلک پرې وپوهېږي او هم به له نويو او سيمه لغاتو او اصطلاحاتو سره اشنا شي.
خپله مې ډېر ناولونه او کيسې لوستي دي، ډېری وخت له داسې لغاتو سره مخ شوی يم چې نه يم ورباندې پوهېدلی، بيا کيسه راڅخه پاتې وي، د کيسې تسلسل مې له پام ليرې شي او ټول فکر مې هماغه لغات کې وي.
کرکټر په خپله لهجه غږول، ددې يوه ګټه دا هم ده چې د يوې سيمې لوستونکی به د بلې سيمې له لهجې سره  اشنا شي خو کوښښ بايد دا وشي چې مروج لغات او اصطلاحات بايد راوړل شي.
يوه بېلګه به وړاندې کړو:
دوه ياران په پوهنتون کې زده کړې کوي. اتل هلمندی دی او مېړنی ننګرهاری. دواړه خپلو منځو کې لفظي شخړه کوي. له يو بل بېليږي خو اتل د مېړني بېلتون نه شي زغملی. کله چې مېړنی له اتل روانيږي نو اتل يې لاس نيسي او ورته وايي:
اتل: ولاکې راڅخه ولاړ سې ته په مسخرو هم نه پوهېږې؟
مېړنی: لاس مې پرېږده اوس مې نه شي خوشاله کولی.
ــ او وۍ ياره خير دی پخلا سه، ما خو ماضي مسخره کول.
ــ څوک داسې ټوقې نه کوي لکه ته چې يې کوې.
ــ خير دی، مېړنکه دا ځل مې وبخښه بيا ولاکې داسې وکړم.
پورته بېلګه کې وينو چې اتل په هلمندۍ لهجه او مېړنی په ننګرهارۍ لهجه خبرې کوي، کرکټر په خپله ژبه غږول بله ګټه دا هم لري چې د لوستونکي مخ ته يې څېره انځوريږي او کيسه رښتيني کوي.
ياده بېلګه کې دوه لهجې راوړل شوي دي، دواړه کې عام فهمه لغات کارول شوي دي، هر پښتون لوستوال ورباندې پوهېږې او هدف ته ترې اخيستی شي، نو راوړل يې په دې مهم دي چې که په کيسه کې دا روښانه نه شي چې اتل هلمندی دی او مېړنی ننګرهاری نو هم ورباندې لوستونکي پوهېږي چې يو د ختيځ دی او بل د لويديځ، ځکه له لهجو يې پېژني.
د ډاکټر محب الله زغم ((ځانمرګي)) ناول مې لوسته، په ناول کې يو کرکټر د هلمند د کجکي اوسيدونکی وي، کله چې دغه کرکټر خبرې کوي نو د هلمند په لهجه يې کوي، دغه کار د ناول کيسه رښتينې کړې ده او کرکټر د لوستونکي سترګو ته ودروي.
نو د کرکټر په ژبه کې بايد لهجې ته  ډېر ځير و اوسو او تر وسه کوښښ بايد وشي چې مروج لغات او منل شوې اصطلاحات بايد راوړل شي.
نور په بله برخه کې. . .