د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ادبي ملګري ټولنې خپله اونيزه ناسته وکړه

مجيد ژړاند 07.06.2015 12:58

اونيزه پرله پسې پنځه دېر شمه اونيزه ناسته دمعمول په څېر دروان کال دغبرګولي په شپاړلسمه نېټه دقاضي محمدا مين له لورې دسپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره پيل شوه.
دغونډې دنظامت چارې انعام الله ګوهر په غاړه وې، دغونډې دمېلمه په چوکۍ اسدالله ځير کېناست، ورپسې دتېرې اونيزې ناستې راپور واورول شو.
په راپور ازاد بحث وشو، سيف الله لکڼ خېل په نيوکې سره وويل: (( ننۍ غونډه )) حال دا چې نن کوم راپور موږ اورو هغه دتېرې اونۍ راپور دی، نو ( ننۍ ) کليمه باید ونه کارول شي.
شېرمحمد مهد هم په راپور خبرې وکړې، هغه وويل: (( په راپور کې ځينې غونډلې په سمه توګه دې تړل شوې)) قدرت الله نرميوال هم دښاغلي لال پاچا ازمون پاچا په درنښت دغونډې يادونه وکړه، چې باید په دغه راپور کې دهغې غونډه يادونه شوې وای.
حبیب الرحمن تاثير وويل: که دراپور په پای کې يې لنډه يادونه شوې وای، نو دا به ډېر ښه وو.
له راپور له بحث کولو نه وروسته ښاغلی شېرمحمد مهد دريځ ته وبلل ( دلنډيو دوه ګونی وېش او پښوييز ويارونه ) دموضوع په اړه يې دغونډې ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل.
مهد دلکچر په پيل کې وويل(( دلنډيو شاعرمالوم نه دی، لنډۍ د ذوق دخړوبولو لپاره ښه فورم دی، مار ته يې ورته والی يې ورکړی دی، دولسي ادب هغه برخه ده، چې دوه نيم بیتي لري، لومړی نيم بیتی يې نهه او دویمه مصرع يې ديارلس څپې دي، چې ټولې دوه ويشت څپې کېږي.
په لنډيو کې عشقي ، حماسي او هرډول مطالب بیاندېدلی شي، لنډۍ هغه موزون ، سلیس او اغېزمن کلام دی، چې دخپل ځانګړي چوکاټ په حدودو کې په لوستونکي او اورېدونکي دواړو اغېز کوي. ))
شېرمحمد مهد دلنډيو په اړه وويل:(( لنډۍ ما په خپله څېړنيزه مقاله کې په دوه ډوله وېشلې دي، چې يو يې چوکاټي لنډۍ دي او بل يې بې چوکاټه لنډۍ دي.
چوکاټي لنډۍ هغه دي، چې لومړۍ مصرع يې نهه څپې او دوېيمه مصرع يې ديارلس څپې وي، په ټوله کې دوه ويشت څپې کېږي، دمه او نه په غږونو پای ته رسېدلې وي.
دويم يې بې قاعدې لنډۍ دي، چې لومړۍ مصرع يې نهه څپې او دوېيمه يې دیارلس څپې وي، خو دمه او نه په کليمه پای ته نه وي رسېدلې.
هغه لومړی دچوکاټي لنډيو ځينې بېلګې وړاندې کړې دبېلګې په ډول
چېرته فنا شوې په غم ورکه
ما په اوښانو بدلوي تا غرقوينه
دبې قاعدې لنډيو بېلګه
ما په پټکي کې ياره خوښ کړې
ته چې خولۍ په سر کوې خوښه دې خپله
هغه وويل په بې قاعدو لنډيو موږ يو ډول قانون پلي کولی شو، لکه مړوندونه، باید سمه بڼه به مړوندونو وي، همدغه قانون موږ په لنډيو پلي کولی شو، البته دغه زما خپله څېړنه ده.
وروسته دغونډې برخه والو دموضوع اړوند پوښتنې وکړې، حبيب الرحمن تاثير دموضوع په تړاو پوښتنه وکړه((که موږ په افسانه غږېږو يا دبېلګې په توګه موږ په غزل خبرې کوو، په نظم غږېږو، په شعر خبرې کوو، نو موږ يو چاته مخاطب يو، له يو چاپوښتنه کولی شو.
هغه نه پوښتنه کولی شو، چې په غزل کې دغه کمی دی، دلنډې کيسې کرکترونه سم نه دي، په شعر کې دغه کمی او زیاتی شته، دتاثير په خبره موږ ځکه په لنډۍ تنقيد نه شو کولای، چې شاعر يې مالوم نه دی، دټولو پښتنو ګډ مال دی، همدارنګه لنډۍ ډېری زموږ دهغه محرومې طبقې د سوي زړه دچيغو انعکاس دی.
دلهجې توپيرونه هم شته چې مړوندونه او مړوندونه خپل دلهجې توپير دی، هغه دبېلګې په توګه دخوشال خان په شعرونو کې دکړ په ځای کړ راغلی دی. ))
دغونډې برخه والو دموضوع په اړه هم پوښتنې وکړې ، چې مهد ورته ځوابونه وويل.
وروسته مشاعرې ته وار ورسېد، چې شاعرانو په خپل وار سره شعرونه او غزلونه برخه والو ته وړاندې کړل، چې دغونډې ګډونوالو له لورې دچکچکو په کولو سره بدرګه شو.
وروسته دغونډې مشر مېلمه اسدالله ځير دموضوع په اړه خبرې وکړې، هغه وويل، چې دژبې په پرمختګ او داړيکو په غښتلتيا کې دغه ډول هڅې ډېرې اړينې دي، کليوال ادبي ملګري ټولنې تل هڅه کړې ده، تر څو دژپې په پرمختګ او استعدادونو په روزلو کې خپلې هڅې کړې دي او پايله يې موږ وينو.
د اسدالله ځير له خبرو وروسته دکليوال ادبي ملګري دټولنې ريس جميل وقار خبرې وکړي، هغه له ګډونوالو نه مننه وکړه، چې په اونيزو ناستو کې ګډون کوي، هغه دراتلونکي اونۍ دغونډې په اړه هم ګډونوالو ته مالومات ورکړل، چې راتلونکي اونيزه ناسته مو ويډيو کنفرانس غونډه ده، چې ستاسو راتلل ورته مهم دي.
همدارنګه په دغه غونډه کې فرهنګي او تخنيکي کمېټې هم وټاکل شوې، چې دفرهنګي کمېټې مشر حبيب الرحمن تاثير ، مجيد ژړاند او علم خان احمدي يې غړي وټاکل شول.
دتخنيکي کمېټې مشر بهير احمد مومند ، حکمت ارين او نېک محمد عابد يې دغړو په توګه ونومول.
دمالي کمېټې په راس کې سيف الله لکڼ خېل، اجمل بلهار جلالزی او قدرت الله نرميوال يې غړي دي.
دغونډې لمن دقاضي امين په دعايې سره ورټوله شوه.
باید يادونه وکړو، چې کليوال ادبي ملګري ټولنه اونيزې منظمې ناستې لري، چې هره شنبه په دری نيمو بجو دمسلم په پوهنتون کې تر سره کېږي.