د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت

شین افغانستان 06.06.2015 00:36

د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ملي غورځنګ او شین افغانستان ګډه اعلامیه  
  

د ډېرو نورو ستونزو او غميزو تر څنګ د چاپېريال ککړتيا يوه بله لويه ننګونه ده چې زموږ ولس ورسره لاس او ګرېوان دی، خو له بده مرغه دغې ستونزې ته تر اوسه جدي پام نه دی اړول شوی. د نړيوالو ادارو د څېړنو له مخې زموږ د هېواد په فضا کې د زهرجنو ګازاتو کچه د نورو هېوادونو په پرتله اوه ځلې لوړه ده. همدا اوس د کابل هوا زهرجنه شوې او نږدې ده چې اوبه يې هم زهرجنې شي.  ۸۰٪ ناروغان چې روغتونو ته مراجعه کوي، د ناروغۍ اصلي لامل يې دهوا ککړتيا ده. که په ځير وکتل شي زموږ د هېوادوالو په مړينه کې د چاپېريال ککړتيا تر جګړې زيات لاس لري، خو توپير دومره دی چې د چاپېریال ککړتیا مو په تدريجي او نامرئي ډول وژني. د چاپېریال په ککړتيا کې هم د عامه پوهاوي د ټيټې کچې تر څنګ فساد تر ټولو مهم لامل دی، چې بايد پر وړاندې يې کلکه مبارزه وشي.
 د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ هر کال د جون په پنځمه ( د جوزا په پنځلسمه) نمانځل کېږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو لخوا د چاپېریال ساتنې په اړه د خلکو د پوهاوي او د چاپېریال ساتنې د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د سیاستوالو د هڅونې په موخه غوره شوې ده.
د هوا ککړتیا، د ځمکې پر مخ د اوبو ناولتیا، د ښاري کانالیزاسیون نشتوالی، د شنو ساحو له منځته تګ او ګڼې نورې ننګونې په هېواد کې د چاپېریال ساتنې پر وړاندې پرتې دي، په داسې حال کې چې په دې اړه د حکومت د لږ تر لږه اقداماتو شاهد هم نه یو.
افغان ملي غورځنګ او شين افغانستان ټولنه د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ پدې نيت نمانځي چې دولت، ديني عالمان، مدني ټولنه او عام ولس هغو ګواښونو ته متوجه کړي چې د چاپېريال د ککړتيا له اړخه زموږ هېوادوالو او راتلونکي نسل ته متوجه دي. موږ پر حکومت او خلکو دواړو غږ کوو چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل دیني او ملي مسؤلیت ترسره کړي. زموږ په اند د چاپېريال ساتنې په برخه کې د لازمو قوانينو جوړول او پلي کول، عامه پوهاوی او  د نظافت کلتور  ډېر مهم دی.
موږ پر حکومت غږ کوو چې د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو د غیر قانوني سوداګرۍ مخه دې په بيړني ډول ونیسي او د دې تر څنګ باید داسې نوې او موثرې بدیلې لارې وړاندې کړي چې خلکو ته د ارزانه او خوندي انرژۍ د لاسرسۍ زمینه برابره کړي.
په همدې اړوند د افغانستان له شریفو خلکو هم غواړو چې ونې کېنوي، د نوو اېښودل شوو ونو ساتنه وکړي او له بېخه د وهلو شوو ځنګلونو بیارغونه خپل مسؤولیت وبولي او په دې ډول د چاپېریال له ساتنې سره مرسته وکړي.
زموږ په اند د اسلام سپېڅلی دين د نظافت او چاپېريال ساتنې په اړه ډېر څرګند احکام لري، موږ له خپلو ديني عالمانو څخه غوښتنه کوو چې د الهی احکامو او نبوي سنت په رڼا کې زموږ هېوادوال د خپل چاپېريال په نظافت او ساتنه کې خپلو ديني مسووليتونو ته وهڅوي.
دغه راز په مدني ټولنه کې په خپلو همکارانو هم غږ کوو چې د چاپېریال د ساتنې او مدیریت لپاره د عمومي پوهاوي په لوړولو کې خپل رول ولوبوي. په ځانګړي ډول مطبوعات باید د عامه پوهاوي په برخه کې له حکومت او مدني ټولنې سره مرسته وکړي تر څو په موثر ډول د عمومي پوهاوي لړۍ پر مخ یوسي.
زموږ په اند نظافت او چاپېريال ساتنه تر اقتصاد زيات له عامه پوهاوي او کلتوري روزنې سره تړاو لري. له همدې کبله موږ ټينګار کوو چې د ښوونځيو په نصاب کې بايد د چاپېريال ساتنې د اړتيا او لارو چارو په اړه درسي موادو ته ځای ورکړل شي.
د ځمکې لاندې اوبو په برخه کې داوږدمهالې حل لارې او څښاک اوبو لپاره د چمتووالي پروګرام پیل شي او د اوبو د ککړتيا په مخنيوي کې جدي او عملی ګامونه پورته شي. د پاکو اوبو د سپما په برخه کې عامه پوهاوی  او د نويو ښارګوټو او لوړپوړيزو ودانيو د جوړولو پر مهال د کاناليزاسيون امکانات جداً په پام کې ونيول شي.
څرنګه چې د هوا په ککړتيا کې مضر لوګي او ګازونه ډېره ونډه لري، زموږ غوښتنه دا ده چې د بې کيفيته تېلو او ګازو پر واردولو بنديز  ولګول شي، له جنراټورونو څخه د استفادي کچه راټيټه شي، په بټيو او نانواييو کې د سوځېدلو مبلايلو، ټايرونو، پلاستيک او نورو مضرو توکو د سوځولو مخه ونيول شي او د ډېرو زړو موټرو د واردولو د مخنيوي تر څنګ بايد د ټولو موټرو تخنيکي کتنې لپاره قانوني ميکانيزمونه پلي شي. پر دې سربېره د باد، لمر او اوبو په څېر له پایداره او پاکې انرژۍ څخه د استفادې لپاره بنسټيز کار وشي او پدې برخه کې اړينه ټکنالوژي راوړل شي.۰ شين چاپېريال د دې تر څنګ چې زړونو ته خوشالي راولي، د هوا له پاکوالي او روغتيا سره ډېره مرسته کوي. په همدې موخه د تخمونو دودول، د نیالګیو کېنول، دځنګلونو د وهلو  او وحشي ژويو د ښکار مخنیوی هغه مهم موارد دي چې بايد پاملرنه ورته وشي. د نويو ښارګوټو په جوړولو کې  شنې سیمې او پارکونه او ورسره کانالېزاسيون بايد په پام کې ونيول شي.
د خپل کور، کلي او کوڅې د شينوالي او پاکوالي لپاره د ولسي اشرونو هڅول، د پلاسيتکي کڅوړو پر ځای د ټوکر او کاغذي کڅوړو رواجول او په ټوليزه توګه د پاکوالي کلتور پالل به د شين او پاک افغانستان په جوړولو کې ډېره مرسته وکړي. موږ په ډاډ سره وايو، چې پاک او شين چاپېریال به د افغان ولس د روغتيا ضامن وي.  

په ډېر درنښت