د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نشایسته

حیات الله امتیاز طوطاخیل 31.05.2015 22:35

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

نشایسته ( Starch )
نشایسته سپین رنګه دی چی له وړوکو دانو څخه جوړ شوی دی .په یخو اوبو کی نه حلیږي خو په تودو اوبو کی پړسیدونکی حالت په غوره کولو سره ورو ورو حلیږي ، خو کله چی د محلول تودوالی کموالی ومومي نو نو بیا هغه په سریښ ډوله ماده بدلیږي . نشایسته هغه سره ګډ پولی شکراید دی چی د امایلو پیکتین او امایلوز په نوم سره یادیږي . کیدای شي چی له پورتني مخلوط څخه کرستلی امایلوز د یوه ټاکلي حل کوونکی په مرسته سره جلا شي.
خالص امایلوز په نشایسته کی سریښ ډوله مواد نه جوړوي ، خو له ایودین سره تیاره یا ګاټه آبي محلول جوړ کړي . امایلوپیکتین سریښ ډوله مواد جوړولی شي او له ایودین سره ډیر کم رنګه سوسنی رنګ جوړ کړي . امایلو پیکتین او امایلوز دواړه د ګلوکوز هغه مشتقات شمیرل کیږي چی د α – ګلوکوزاید اړیکی په مرسته یو له بله سره نښتي وي ، خو د مالیکولي څیری له مخی یو له بله سره توپیر کوي . امایلوز یو خطي پولي سکراید دی چی له څو زره ګلوکوزي مالیکولونو څخه جوړ او هغه یو له بل سره د α – ګلوکوزایدي اړیکو په مرسته نښتي دي . شکل یی په لاندی ډول دی .


حیات الله د پکتیا پوهنتون کیمیا څانګې څلورم صنف محصل ۱۰-۳-۱۳۹۴



دا هر چاته څرګنده ده چی د نشایسته انزایمي هایدرالیز د اهمیت وړ موضع ګڼل کیږي د ساري په توګه په صنایعو کی د غلو دانو او کچالانو څخه د ایتایل الکول لاسته راوړل چی دا پروسه د نشایستی له بدلون څخه په ګلوکوز باندی پیل کیږي او له هغه څخه وروسته بیا دغه الکول لاسته راځي . د تخمر د عملیی په پروسه کی کیدای شي بیا همداغه ډول بیوتایل الکول ، اسیتون ، لکتیک ، سیتریک او ګلوکونیک اسید لاسته راځي . خو دا هم باید وویل شي چی په دی پروسه کی د موادو رامنځته کیدل د خمیر مایع(yeast ) په څرنګوالي ، ځانګړتیا او همدا رنګه د هغه د کارولو په ځانګړتیا پوری اړه لري . د اسیدی هایدرولیز په مرسته ګلوکوز د ایتر په ډول دلته په خالصه کرستلي توګه او یا هم د رنګین غیر کرستلي شربت په څیر له نشایستی څخه لاس ته راځي .
نشایسته د ډیر اهمیت وړ داسی ماده ده چی په وچه ډوډۍ ، کچالانو او داسی نورو خوراکي توکو کی زیات شته والی لري . زمونږ په خوړو کی هغه د کابوهایدریت یوه خورا لویه سرچینه ګڼل کیږي . نو ویلای شو چی خالصه نشایسته په خوراکی صنایعوکی د ډول ډول پخو ډوډیو ، د قنادی یا خوږو موادو په جوړولو او همدارنګه د نورو خوراکی توکو په تیارولو او سمبالولو کی د زیات اهمیت وړ ماده ګڼل کیږي .
نشایسته یو څو قیمته قند دی چی د نباتاتو په دانو لکه جوار ، غنم ، وربشی ، وریجی او پټاټو کی پیدا کیږی . لګکه جوار ۶۰٪ نشایسته لری . نشایسته په ځینو هیوادونو کی د جوارو او پټاټو څخه په لاس راوړي . په حقیقت کی نشایسته د دوه ډوله مختلفو قندونو مخلوط دی . که نشایستی ته په تودو اوبو کی تودوخه ورکړل شي په نو نشایسته په دوو جلا برخو ویشل کیږي چی یوه برخه یی په اوبو کی حل کیږی دغه برخه یی د الفا امایلوز Alpha amylose په نوم یادیږي .
او بله برخه یی په اوبو کی نه حلیږي یی د بیتا امایلوز Beta amylose په نوم او یا د امایلو پکتین په نوم یادیږي . په نشایسته کی ۸۰ ٪ امایلو پکتین او ۲۰٪ الفا امایلیز پیدا کیږي . د نشایستی مالیکولی فارمول عبارت دی له C6H10O5 څخه .
د الفا امایلوز مالیکولی وزن د 10000 – 50000 پوری او د بیتا امایلوز مالیکولی وزن د 50000 – 100000 پوری رسیږي .
الفا امایلوز د ایوډین د محلول سره ابي رنګ جوړوی او بیتا امایلوز د ایودین د محلول سره بنفش رنګ جوړوي .
که چیری نشایسته د امایلیز انزایم په موجودیت کی هایدرولیز شي لومړی په مالتوز بدلیږي چی بیا وروسته د نری تیزابو په واسطه په ګلوکوز هایدرولیز کیږي .
nC12H22O11 (C6H10O5)n + n H2O Amylase
C12H22O11 + H2O Amylase 2C6H12O6

کله چې نشايسته Starch (Amylase) وخوړل شي او په خوله کې واچول شي نو د لعب Saliva سره مخلوطيږي چې په هغې کې د Amylase (Ptyalin) انزايم وجود لري چې دا انزايم Starch يا نشايسته په Maltose مالتوز باندې بدلوي کوم چې دوه قيمته قندونه دي.
په خوله کې يواځې څو فيصده درې قيمته قند په دوه قيمته قند باندې بدليږي ځکه چې هلته ډير وخت پرې نه تيريږي زر بلع کيږي او معدې ته ځان رسوي.
کله چې کيموس د معدې څخه اثناعشر ته داخل شي نو د هغې جوس او شيرې سره مخلوطيږي. څومره نشايسته چې په کيموس کې وي تقريباً ټوله يې د Amylase - پانکراس په وسيله په مالتوز باندې بدليږي. د دې څخه وروسته ټول قندونه دوه قيمته وي او هغه د وړو کولمو د څلورو انزايمونو په وسيله په مونو سکرايد باندې بدليږي. لکه څرنګه چې مخکې کې مو دې ته اشاره وکړه چې د قندونو د تجزيې په نتيجه کې درې مهم مونو سکرايدونه منځ ته راځي چې %٨٠ يې Glucose، %١٠يې Gluctose او % ١٠ يې Fractose وي.