د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کشتۍ: لنډه کیسه

محمدعیان«عیان» 31.05.2015 21:33

هغوی چې کشتۍ ته ختل نودسمندرټولوکړاوونوته یې سینه پراخه کړې وه. باوریې درلودچې په سمندرکې بادشته،باران شته،توپان هم کله کله پیښیږي اوددې امکان شته چې بیړۍ په چړوخیژي،ونښلي اودایې هم په پام کې وه چې ښایي بیړۍ غرکه اوپه اوبوکې ډوبه شي.
دډوبیدووخت ته یې ښه تیاري نیولې وه چې څنګه به د سمندرغاړې ته ځانونه رسوي.دې ته یې هم چمتووالی درلود که چیرې بیخي ونه کړای شي چې ځانونه روغ وباسي نود نهنګانواوماهیانوخوراک به شي،خودایې هیڅکله نه هیروله چې خپل هدف(موخې)ته به ارومروځانونه رسوي.په دې یې هم باورلاره چې که دوی ونه رسیدل،زامن به یې ورسیږي اوکه هغوی هم بریالي نه شول نولمسي اوکړوسي...اویالسم دولسم کول(نسل)خوبه یې خامخاددې توپاني سمندرنه پورې وځي.
دوی پوهیدل چې که هرنسل په دې موفق شي چې دسمندر پورې غاړ ې ته په خیرپورې وځې نوهلته دژوندانه داسې شرایط برابریدای شي چې یوه په زړه پورې اوهوسادنیا په کې جوړه کړي.هو. په هغه ځای کې چیرې چې دوی نورد سمندرله توپانونونه بیغمه شوي اوبختورې ځمکې ته رسیدلي وي.
کشتۍ ته وختل،خوخیریې یادنه کړ،دمونه اودرودونه یې هم په ځان چوف نه کړل،دزړورتوب تعویذونه یې هم په غاړه کې وانه چول اودیوه«یووالي»خیال خویې بیلکل په مغزوکې نه ؤ.
کشتۍ لاهوشوه اوپه ډیرسترتوپاني سمندرکې یې حرکت پیل کړ.
دادمخکښولامبوزنوبیړۍ(کشتۍ)په لومړي وخت کې ډیره په سمه دمه توګه روانه وه.ټولوپرزواوتخنیکي برخویې ښه کارکاوه.په کې سپاره ټول کسان اوبیړي وانان په ډیرغرور په خپلوورسپارل شویووظیفوکې شپه اوورځ بوخت اولګیا وو.
بیله شکه چې په دې بیړۍ کې ټول سپاره داسې لامبوزن وو چې دسین ماهیانوورته ځان نه شورسولی.لامبوزن وو،خوپه دومره لوي دریاب کې لامبودبیړۍ دډوبیدوپه وخت کې په کارنه راتله اوهغوی برناحقه په خپله لامبومست وو.په داسې سمندري سفرکې دبیړۍ تګ لوری،دهغې آلات، ددواړو ساحلونوپه نظرکې نیول اودتوپانونونه پیښیدل،ټول ډیراهمیت لري.
رښتیاچې بیړۍ په لومړي سرکې ډیره سمه مخ ته تله اوپه لږوخت کې یې اوږده لاره ووهله. دیارلس شپې اوڅوساعته یې مزل وکړچې دسمندربله غاړه ورته ښکاره شوه.دبلې غاړې په لیدوسره پرهغوی باندې دلوي اخترورځ راغله اوله زیاتې خوشالۍ نه په جاموکې نه ځایدل.
هرچازرزرپه ځانونوګوتې ووهلې،ږیرې میرې یې وخرولې اودسرونوویښتان یې ږمنځ کړل. یوه یوه لپه یخې اوبه یې هم مخونوته واچولې اورنګونه یې تازه شول.خوښ ووچې له سمندرنه اوبیادداسې توپاني سمندرنه په خیرروغ رمټ راووتل...هوکې راووتل.
ــ راووتل؟
ــ نه نه لانه ووراوتلي،خودراوتلوپه حال کې ووچې په دې وخت کې دبیړۍ دخطرزنګ ووهل شو.
*****
ټول خبرشول چې دڅودقیقو په موده کې سخت توپان را رسیدونکی دی.ځینې ځینې یې لاپوره په موضوع پوه شوي هم نه ووچې بیړۍ له خپل جلب نه ووتله،داسې ووتله چې چا خپل سراوپښې نه شوای لیدی.توپان دومره سخت ټکانونه ور کړل اووه یې شاربله چې ان خلک یوپه بل ولګیدل،بیسده شول اوپرکاله پریوتل.دچاسرونه مات شواودچاغاښونه ووتل.دهیچاوارنه سازیدوچې خپل ځان وګوري چې کوم ځای یې جوړاوکوم یې ټپي دی.دمړوشمیرچاته نه ومعلوم اوژوندوهم ځان په مړوحساب کړی ؤ.
دوی خوځان په مړوشمیرلی و،لیکین ددې نه هم خبرنه وو چې دبیړۍ چلوونکي(کیپتان)اودقطب نمادرلودونکي اورمیږ مات شوی دی.که د یوې خوانه کشتۍ په خپل سراوبې له کشتیوان(کیپتان) څخه روانه شوه نودبلې خوانه توپان په ډیر قهرسره هغه له وچې غاړې(بختورې غاړې)نه دبحرپه لور ورکشوله.
داتوپان چې دسمندردلویدیځې لورې نه راپیل شوی واوچې کله ختیځې غاړې ته رانیژدې کیدونوبادیې بوړبوړکۍ جوړوله اوبیابیرته داسې راتاویدوچې په کشتۍ به له ختیځ نه لګیدواوهغه به یې بیرته لودیځې لورته ورټیل وهله.په دې ډول به یې ورټیل وهله چې دسمندرپه څپوکې به یوځل د اسمان تاتروته رسیده اوبیابه بیرته ژورتل ته کوځیده.
دهیچا ځان ته تمه نه وه،ټولوفکرکاوه چې له سمندرنه به روغ ونه وځي.هغوی حق درلودچې له سمندرنه دوتلوتمه یې نه لرله.ځکه چې اکثره یې ټپیان،یوڅه یې مړه اوپاتې یې د سمندرڅپو،دتوپان شوراوپکړ(ځوږ)،دکشتۍ بی توله کیدلواو په نامعلوم لورې روانیدلووارخطاکړي وواولاره ترې هم ورکه وه چې څه وکړي؟
ورو ورویوه بل وخوځاوه،دبیدارشئ غږونه واوریدل شول ،ملاګانې یې بیا وتړلې اوزړه نازړه عزم یې دپولادوپه شان ټینګ کړ.څوتنودکشتۍ دلارښوونکي کوټې ته ځانونه ورسول.دکشتۍ جلب(شترینګ)یې په لاس کې ونیو.قطب نما یې هم له ځمکې نه(دکشتۍ دمخ نه)جګه کړه اوکشتۍ یې بیرته دخپل «هدف»په لورراوګرځوله.
*****
کشتۍ خونیغه اومخامخ هغې غاړې ته نه شوه روانیدای،ځکه چې توپاني باداوجاکړورته څپیړې ورکولې نولاریې له پخوانه لږه غوندې بدله اواوږده شوه.لارخواوږده شوه لیکین په داسې کرښه یې حرکت وکړچې دیوې خوانه له توپان نه په امان وي اود بلې خوانه په خیرله سمندرنه پورې وځي.
هغوی په خپل منځ کې ویل چې دزخمیانوددرملنې چاره همدا اوس پیل کړئ اوپه ټپونویې پټۍ ولګوئ، خو دمړو د ښخولومراسم به هغه وخت سرته ورسوو چې له سمندرنه پورې وځو.
« پای»