د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانه !

الحاج الھام الدین قیام 31.05.2015 23:33

زما د دواړوسترګوتورافغانه
زما تورزن ، زما باتورافغانه

په زړه کی څو وړې پوښتنی لرم
درنه ځواب غواړم ضرور افغانه

داکوم غیرت،کومه میړانه ده ستا؟
چی پخپل لاس وژنی خپل ورورافغانه

تا پدی کارکی څه ثواب لیدلی؟
چی ژړوی دی خپله مورافغانه

تا پدی غم کی څه خوښي لیدلي ؟
چی کونډوی دی خپله خورافغانه

پدی ورانیوکی دی ګټه څه ده ؟
چی ورانوی دی د پلارکورافغانه

وایه چی چا درباندی کوډي وکړل؟
چا کړی جنګونوته مجبورافغانه

تا خو له شانه په چا وارنه کاوو
له چا دې زده کړواوس تُرورافغانه؟
=============
تا خو د ځان په ضد قیام کړیدی
ځانته دی جوړکړوسترپیغورافغانه

30/05/2015