د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جابر بن حیان

حیات الله طوطاخیل 30.05.2015 22:54

جابر ابن حیان څوک وو؟
جابر ابن حیان یو د هغو مسلمانو کیمیا پوهانو له ډلې څخه دی چې د ساینس په دنیا کې یې د کيمیا د موجد نوم ګټلی، جابر په ۷۲۱ زیږدیز کال کی د خراسان په طوس کې زېږېدلی. په ماشوم توب کې د پلار له شفقت څخه محروم شو او پاتې عمر یې د خپلې مور د تربیت لاندې تېر کړ.
جابر له خپلې مور سره په ماشومتوب کې له خراسان څخه کوفې ته هجرت وکړ او د ځوانۍ عمر یې د درمل جوړولو او درمل پلورلو د فن څخه پيل کړ.
جابر ابن حیان د خپل وخت د ځیرکو او با استعداده ځوانانو څخه شمېرل کېده، جابر د دين مطالعې تر څنګ د کیمیا، حکمت او منطق په اړه هم قوي مطالعه کوله. په ځوانۍ کې یې د مختلفو دواګانو کامیابې تجربې وکړې چی له امله یې د حکمت په میدان کې پوره کامیابي ترلاسه کړه. د حکمت پرته یې د کیمیا په برخه کې هم ډېرې لاس ته راوړنې درلودې، چې ځینو تجربو یې خلک دې ته اړ کړل چې په اړه یی لا زیاته څیړنه وکړي.



جابر ابن حیان همیشه د نوو تجربو په اړه فکر او مطالعه کوله چې بلاخره یې داسې نتایج ترلاسه کړل، چې د ساینس په دنیا کې یې د کیمیا بنسټ کیښود .
د کيميا په میدان کې یې څو مهمې لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:
۱. د اوسپنې جوړښت:
د اوسپنې په اړه جابر دا نظر وړاندې کړ چې د ټولو اوسپنو ترکیبي اجزاء ګندک او پاره (سيماب) دي، اوسپنه په مختلفو حالاتو او تناسب کې د ګندک او پاره د ترکیبي اجزاوو څخه جوړه شوې، د جابر په فکر اوسپنو کې فرق د اجزاوو نه، بلکې د وخت او تناسب په اساس دی.
۲. قرع النبیق:
جابر د قرع النبیق په نوم د یوې الې مخترع دی. دې آلې دوه برخې درلودلې چې په یوه برخه کې به یې کیمیاوي مادې پخيدلې او په بله حصه کې به د دې مادو څخه خارج شوي بخارات جمع کيدل، چې د سړېدو څخه وروسته به ترې مایعات جوړیدل. دا آله تر نن ورځې پورې په کیمیاوي تجربو کې استعماليږي چې په واسطه يې مختلف کیمیایي مایعات جوړېږي. په اوسني ساینس کې دې آلې ته ریټاټ وایي.
۳. تیزاب:
یوه ورځ په قرع النبیق کې له تجربې وروسته جابر وکتل چې د قرع د دوهمې برخې څخه خړ رنګه بخارات خارجیږي، جابر ته دا بخارات عجیب وو، چې هغه ته یې د لاس په وروړلو سره لاس وسوځیدو نو دې بخاراتو ته یې د تیزاب نوم ورکړ.
دا هغه تیزاب وو چې د سرو زرو څخه علاوه يې ټولې اوسپنې ویلې کولې، بالاخره جابر په دې وتوانید چې داسې تیزاب جوړ کړي چې سره زر هم ويلي کړي.


په همدې ډول جابر ابن حیان نور هم ډېر اختراعات لري چی د نوي ساینس د پراخه پرمختګ سبب ګرځیدلي.
جابر کاربونیټ، ارسینک، سلفاییډ، او الکول د اول ځل لپاره خالص تیار کړل. د کيمياوي موادو د جوړولو په طرز او طریقه او د کیمیایی مرکباتو په جوړولو کې يې هم مختلفې بريالۍ تجربې وکړې
جابر ابن حیان په ۸۰۴ زیږدیز کال کی له دی دنیا نه سترګی پټی کړی.
له پورتني بحث څخه دا نتیجه ترلاسه کولی شو چې غرب چې نن په کومو ساینسي پرمختګوونو وياړي، ددې ټولو اساس مسلمانانو ایښی چې جابر ابن حیان یې يو مثال دی.

دا حقیقت دی چې مونږ مسلمانانو څېړنې ته شا کړې ده، زمونږ زړونه قلف شوي څنګه چی الله تعالی فرمایي: افلا یتدبرون القران ام علی قلوب اقفالها. ژباړه: آیا تاسو قران کې تدبر نه کوئ یا ستاسو زړونو ته قلفونه پراته دي.
مسلمانانو کې د دې شعور بیا تازه کول د هر با احساسه او باهدفه ځوان مهمه دنده ده چې باید په ترسره کولو کې یې هېڅ ډول سستي او بی غوري ونشی.
الله دې وکړي چې مسلمانان او بیا تر ټولو د مخه افغانان خپل مسؤولیت وپېژني او په ښه توګه یې تر سره کړي او دا افتخار بیرته د مسلمانو د سر تاج کړي.