د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان او لس پوښتنې

سید هاشم نعماني 29.05.2015 12:29

"طالبان او لس پوښتنې" کتاب له چاپه راووت
 
( طالبان او لس پوښتنې  ) کتاب د هغو پوښتنو او اندېښنو ټولګه ده چې د طالبانو په اړه وخت په وخت را پورته کېږي.
نوموړی کتاب چې ۱۴۲ مخونه لري، په ډېر اعلی صحافت ۱۱۰۰ ټوکه نوی له چاپه راوتلی، او د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې تر لاسه کېدی شي، د نوموړي کتاب لیکوال استاذ عبید الله سلیم دی.
که چېرې له چا سره د طالبانو په اړه په نوموړي کتاب کې له یادو لسو پوښتنو څخه علاوه نورې پوښتنې او اندېښنې په ذهن کې وي، هیله ده چې لیکوال ته یې په لاندې ایمل آدرس ور ولېږي، تر څو په راتلونکي چاپ کې په بې طرفانه ډول وڅېړل شي:
Obaidullah.saleem@yahoo.com