د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افت وژونکو پوسیله د زهري کیدنو نښې نښانې

پوهیالی نوراغا "نوښت" شیرزاد 28.05.2015 23:39

د افت وژونکو پوسیله د زهري کیدنو نښې نښانې
په تېرو لیکنو کې مو په دی بحث کړی وو چې افت وژونکي څه شی دي او کوم ډول زیانونه رامنځته کولای شي، په کومو لارو مو بدن ته ننوزي او د هغوی پوسیله رامنځته کیدونکي مهمې روغتیایي ستونزې څه دي. په دی برخه کې به د افت وژونکو پوسیله د زهري کیدنو په مهمو نښو نښانو خبري وکړو، هیره دی نه وي چې په راتلونکې لیکنه کې به په ټوله کې د افت وژونکو له زهرې کیدنو څخه د ځان ساتنې، او د شونتیا تر کچې ددی ستونزو او ناروغیو په را کمولو بحث وکړو.
د افت وژونکو پوسیله د رامنځته کیدونکو شونو ناروغیو د مخنیوی او له هغې نه د ځان ساتنې لپاره اړینه ده چې د هغوی نښې نښانې و پیژندل شي. نښې نښانې زمونږ سره د رامنځته کیدونکو ستونزو پر وړاندې په وخت د پر ځای لارو چارو په تر سره کولو کې مرسته کوي. چټکه، مناسبه او پر وخت کړنه د افت وژونکو پوسیله د زهري کیدنې شدیدې پایلې راکمولای شي. له همدې امله راځئ د هغوی نښې نښانې و پيژنو او کله چې پخپله او یا بل څوک له دا ډول ستونزو رنځ وړي مرسته ورسره وکړو.
وړاندې له دی چې د افت وژونکو د زهریت سره د مخامخ کیدنې د نښونښانو په اړه خبرې وکړو، باید یادونه وکړو چې ډاکټر ته باید تاسې خپله یا هغه څوک چې ناروغ یې ډاکټر ته وړی دی ووایي چې کوم ډول کیمیاوي افت وژونکي یې استعمال کړي وو. دا له دی امله اړینه ده چې د افت وژونکو پوسیله د رامنځته کیدونکو ستونزو نښې نښانې تر ډیره بریده له نورو ناروغیو سره ورته او ډاکټران په پرتلوی شکل د افت وژونکو پوسیله د زیانمن شویو ناورغانو سره کم سروکار لري. ستاسې دا معلومات د ډاکټر لپاره د ستونزې پیژندل اسانوي، کله چې ستونزه و پیژندل شوه، بیا نو ډاکټر کولای شي په اسانه مو د ستونزې چاروه وکړي.
د افت وژونکو له زهریت سره د مخامخ کیدنې اغیزې په عمومي ډول په دری ډلو ویشل کیدای شي.
Allergic effects حساسیت پاروونکې اغیزې: ځینې وګړي له ځانکړو افت وژونکو سره تر مخامخ کیدنې وروسته غبرګون ښيي، چې دی پروسې ته sensitization وایي. دا اغیزې ساتنګي، د پوټکي خارښت، د سترګو او پوزې خارښت په بر کې نیسي. ټول وګړي حساسیت نه ښيي، ځینې تر نورو ډیر حساس وي.
Acute effects بیړنۍ، چټکې یا د لنډې مودې اغیزې: دا اغیزې سمدلاسه یا د افت وژونکي له زهریت سره تر مخامخ کیدو وروسته د ۲۴ ساعتو په موده کې را څرګندیږي. دوی د ځنډنیو اغیزو په پرتله سمې پیژندل کیږي ځکه څرګندي دي. که په چټکۍ ورته سمه طبي پاملرنه وشي، دوی بیرته ګرځیدونکي دي. مګر که په وخت یې غم و نه خوړل شي، ښایي وژنه هم وکړي.
Delayed effects ځنډنۍ یا د اوږدې مودی اغیزې: ځینې وخت ورته د Chronic effects کلمه هم کارول کیږي، مګر دا د ځنډنیو اغیزو یواځې یو ډول دی. ځنډنۍ اغیزې وده ایز، تکثري او سیستمي اغیزې هم په بر کې نیسي. Chronic اغیزې هغه ناروغۍ یا زیانونه دي چې د اوږدې مودی لپاره دوام کوي او تر یوه اوږده ځنډ وروسته راڅرګندیږي. دوی ښایي له افت وژونکې سره تر مخامخ کیدنې وروسته د څو کالونو لپاره هم را ښکاره نشي.
Chronic اغیزې د تومور تولید، سرطان، او په جینونو او کروموزومونو کې بدلونونه په بر کې نیسي. وده ایزي او تکثري اغیزې جنین ګواښوي او د ښځینه او نارینه وو تکثري سیستمونه تاواني کوي. دا اغیزې ناوړه زیږونونه، بچي اچونې، شنډوالې او په نارینه وو کې جنسي کمزوری په بر کې نیسي. ځنډنۍ سیستمي اغیزه هغه ناروغي یا زیان لیدنه ده چې له افت وژونکي سره د مخامخ کیدنې وروسته د ۲۴ ساعتو په موده کې نه راڅرګندیږي. دا ډول ناروغۍ د وینې ګډوډۍ لکه Anemia ، د عصبي سیستم ستونزې (ریږدیدنه، ټکان خوړل او سلوکي بدلونونه، فلج کیدنې او نور...)، د پوټکې ستونزې، تنفسي ستونزې، د ګردو له کاره لویدل او ګڼ نور په بر کې نیسي.
له بده بخته، د ټولو افت وژونکو پوسیله د زهري کیدنو نښې نښانې یو شان نه دي. د افت وژونکو بیلا بیلې ډلې (Carbamates, Organophosphates, Chlorinated hydrocarbons etc…) په بیلابیلو لارو پر انسان یرغل کوي او تر یوې کچې بیلابیلې نښې نښانې رامنځته کوي. خو بیا هم هغوی په ټوله کې ځینې ګډې نښې نښاني لري.، چې باید تری خبر و اوسو.
په عمومي ډول د افت وژونکو پوسیله زهري کیدنه سردر، ستړیا، کمزوري، سربدالي، نارامي، عصبانیت، خوله کول، خواګرځیدنه، نس ناستې، د اشتها له لاسه ورکول، وزن بایلل، تنده، خپګان او خواشیني، د لاړو زیاتوالې، د معدې درد، ډیره زیاته خوله، د عضلاتو د همغږۍ له منځته تلل، لړزان، ډیره زیاته کمزوري، دماغي مغشوشتیا، د نظر تتوالې، د تنفس پر وخت ستونزې، ټوخې، له سترګو د اوښکو توییدل، د بندونو درد، د پوټکي خارښت او د سترګو، خولې او ستونې خارښت په بر کې نیسي. په ډیر شدید حالت کې تبه، سخته تنده، د تنفس زیاتوالې، کانګې کول، د تنفس وړتیا له لاسه ورکول، لړزان او بې هوښي هم رامنځته کیدای شي.
لکه څنګه چې په نورو لیکنو کې یادونه وشوه چې افت وژونکي بیلابیل ټولګي لري، او هر ټولګي بیلابیلې نښې نښانې رامنځته کوي، دلته په لنډ ډول د افت وژونکو د مهمو ګروپونو پوسیله د رامنځته کیدونکو مهمو نښو نښانو په اړه لنډ معلومات وړاندې کوو.
دOrganophosphates او Carbamates د ډلې افت وژونکي د افت وژونکو پوسیله د زهري کیدنو او د هغوی د زهریت سره د مخامخ کیدنو په ډیرو کیسونو کې دا دواړه ډلې ښکیلې دي. د کیمیاوي موادو دا دواړه ډلې د acetyl cholinesterase انزایم پر وړاندې، کوم چې په سم ډول د عصبي سیستم د دندو د تر سره کیدلو لپاره اړین دی، د خنډ کیدو له لارې پر انسان اغیز کوي. Retrieved from: http://www.headlice.org/faq/treatments/signs-symptoms.htm#rcpp. Accessed on: Sunday, May 24, 2015.
د دی ډلو اړوند افت وژونکي د اوښکو د بهیدنې، د نظر د تتوالي، د لاړو د زیاتوالي، خولې کیدنو، ټوخي، کانګو او زیاتو میتیازو کولو لامل کرځي. د وینې فشار او د زړه ضربان کمیدای شي. تنفس ښايي ستونزمن او عضلات کمزوري شي. په کمو وختونو کې د تنفس کموالې او د عضلاتو کمزوري ښايي وژونکي شي. د کاربامیټونو له زهریت سره د مخامخ کیدنې نښې نښانې ښایي په ساعتونو او ورځو ادامه پیدا کړي، مګر له اورګانو فاسفیټونو سره د مخامخ کیدنې له امله کمزوري ښایي په اونیو اونیو ادامه پیدا کړي.
له بلي خوا د افت وژونکو د بلې ډلې Pyrthrins اړوند افت وژونکي که څه هم د تي لرونکو لپاره د پورتنیو هغو په پرتله نسبتاً کم زهري او د دوی پوسیله زهري کیدنې کمي دي چې ښايي د پوټکې له لارې د دوی د جذب ټیټه کچه او ژر تجزیه کیدل یې لاملونه وي، خو بیا هم ستونزې رامنځته کولای شي. له دوی سره مخامخ کیدنې کولای شي د پرنجي، له سترګو نه د اوښکو د بهیدلو، ټوخي او ځیني وختونه د تنفسي ستونزي لامل شي. د دوی کم زهریت هیڅکه هم زمونږ د روغتیا لپاره د خوندیتابه معنی نلري. ددی سربیره د افت وژونکو نور ی ډلې او ډولونه هم شته چې زمونږ روغتیا را ګواښولای شي.
په لاندې جدول کې د افت وژونکو پوسیله په بیلابیلو کچو د زهري کیدنو ځینی عمومي نښې نښانې ورکړل شویدي.
په ملایم ډول زهري کیدنه:
• سر درد
• پرکالتوب
• کمزوري
• ستړیا
• عصبانیت
• د اشتها له لاسه ورکول
• تنده
• خوا ګرځیدنه
• د ستونې او پوزې خارښت
• د نظر تتوالې
• د پوټکي خارښت
• د موډ بدلون
• د وزن بایلل
په منځني ډول زهري کیدنه:
د ملایم زهریت د هرې نښې سربیره لاندې نښې نښانې،
• د ګیډې درد
• کانګي کول
• نس ناستې
• د لاړو زیاتوالې
• ډیره زیاته خوله
• لړزان
• د عضلاتو نا همغږي
• دماغي مغشوشتیا
• چټک یا ورو نبض
شدیده زهري کیدنه:
د ملایم او منځني زهریت د هرې نښې سربیره لاندې نښې نښانې،
• د تنفس وړتیا له لاسه ورکول
• د کیمیاوي موادو له امله د پوټکي سوځیدل
• ساتنګي
• بې هوښي
• لړزان
او نور...
Retrieved from: http://www.agf.gov.bc.ca/pesticides/g_1.htm, Accessed on: Wednesday, May 20, 2015.
په لنډ ډول ویلای شو چې افت وژونکي یوازي افت نه وژني، نور هم وژلای شي. دوی مونږ، زمونږ کوچنیان، ژوي او چاپيریال را ګواښوي، او په وړاندې یې کوچنۍ بې پروايي راته د ژوند په بیه پریوځي. د دوی خطرونه باید کم و نه ګڼل شي، او د راکمولو هڅه یې و شي. ځان، کوچنیان، ژوي او چاپیریال باید د دوی له خطره خوندي کړو، او وړاندې له دی چې له ستونزو سره مخ شو، غم یې باید وخورو. یاده دی وي چې د دی ستونزو د مخنیوي په اړه به په بله لیکنه کې هر اړخیزي خبری وکړو.
درنښت
نور بیا...
پوهیالی نوراغا “نوښت” شیرزاد
ننګرهار پوهنتون
د کرنې پوهنځی
د نباتاتو د ساتنې څانګه
By:
Assistant Professor Noor Agha Nawakht
Nangarhar University, Faculty of Agriculture, Department of Plant Protection. Current MSc Student at the University of Miyazaki, Japan
Contact details:
Emails: nooragha_nawasht@yahoo.com
nooragha.nawasht@gmail.com
Skype: nooragha.sherzad
Twitter: Noor Agha Nawakht
LlinkedIn: Noor Agha Nawakht