د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۱۰

پوهندوی آصف بهاند 28.05.2015 15:22

دویم هغه کتابونه چې په ویبپاڼو کې ایښودل شوي دي:
الف: کتابتون ټولنه(kitabtoon.com):
د نورو ویبپاڼو تر څنګه، کتابتون ټولنه نومې ویبپاڼې هم په بیلابیلو برخو کې ګڼ شمیر کتابونه لوستونو ته پر لیکه کړي دي چې په هره برخه باندې یې کیدای شي جلا مقالې او کتابونه ولیکل شي، خو دلته یوازې د کوچنیانو له پاره جلا برخې او کتابونو باندې یو څه رڼا اچول کیږي.
په دې ویبپاڼه کې د کوچنیانو د کتابونو له پاره جلا خونه پرانستل شوې او په کوچنیانو او تنکیو ځوانانو پورې اړوند کتابونه په کې آنلاین شوي دي. د دې ویبپاڼې د کوچنیانو برخه چې د پاڼې مسولینو ورته د «د ماشومانو کتابونه» نوم ورکړی، ښایسته ډیر کتابونه خوندي کړي دي.
د دې کرښو تر لیکلو پورې دوی توانیدلې دې چې د کتابتونه ټولنې د «د ماشومانو کتابونه» نومې برخه کې د کو چنیانو له پاره نهه ویشت(۲۹) عنوانه کتابونه آنلاین کړي. دا نهه ویشت عنوانه کتابونه دا دي:
 
۱ــ یوه لمن کیسې:
 له پښتو متن سره رسمونه، لیکوال: محب الله زغم، خپرندوی: مصور بنسټ، کابل،۱۳۹۰.
۲ــ موږک او پړانګ:
 له پښتو متن سره رسمونه، له انګلیسي ژبې څخه ژباړه: ډاکتره رابعه غرشین، خپرندوی: مصور بنسټ، کابل، ۱۳۹۰.
۳ــ ستوري(د ماشومانو له پاره شعرونه):
 له هر شعر سره یو رسم، شاعر: علم ګل سحر، خپرندوی: مصور بنسټ، کابل، ۱۳۸۶.
۴ــ دوې ښې ملګرې:
 لیکوال: جودي دیلتن، له انګلیسي څخه ژباړه: روح الله نسیمي، له رسمونو سره پښتو متن، خپرندوی: مصور بنسټ، کابل، ۱۳۹۰.
۵ــ لټ سور لنډی:
 ژباړه: عبدالغفار جبار خیل، رسمونه او پښتو متن، مصور بنسټ، کابل، ۱۳۹۰.
۶ــ د زرو هندارو کور(لنډې کیسې):
 له انګلیسي څخه ژباړه: اسدالله غضنفر، مصور بنسټ، کابل، ۱۳۹۰.
۷ــ د شپې کیسې:
 له جرمني څخه ژباړه: اناهیتا روهي، له پښتو متن سره رسمونه، مصور بنسټ، کابل، ۱۳۹۰.
۸ ــ د قاضي آزموینه:
 عبدالقدیم ویاړ، له پښتو متن سره رسمونه، مصور بنسټ، کابل، ۱۳۹۰.
۹ــ  اتل به ستوري راوړي:
 لیکواله: نعیمه غني، له پښتو متن سره رسمونه، مصور بنسټ، ۱۳۹۰.
۱۰ــ فلوس:
 لیکوال: کیم لیویس، له انګلیسي څخه زباړن: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، خپرنځای: برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۱۱ــ واورین ملګري:
 لیکوالان: کریستیانا بوتلر او تینا مکناګتون، له انګلیسي څخه ژباړن: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۱۲ــ جلۍ او دِ پلوځلۍ،
 له انګلیسي څخه ژباړن: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، برطانیه،۲۰۱۲ کال.
۱۳ــ یوه واورینه شپه:
 لیکوال: نِک بت رو ورت، له انګلیسي څخه ژباړن: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، بریطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۱۴ــ واورینو ځناورو ستړي مه شئ:
 له انګلیسي متن نه ژباړه: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۱۵ــ آریانا هونډه:
 لیکوال: اِلین بروون، له انګلیسي څخه ژباړن: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۱۶ــ اِلمیر:
 لیکوال: دیوید مک کي، له انګلیسي څخه ژباړن: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۱۷ــ کیله:
 لیکوال: جوناتن آلن، له انګلیسي څخه ژباړن: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۱۸ــ د سوی غچ،
 له انګلیسي څخه ژباړه: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۱۹ــ د روزي قدم وهنه،
 له انګلیسي متن څخه ژباړه: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۲۰ــ روبي،
 له انګلیسي متن څخه ژباړه: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۲۱ــ زمری او موږک،
 لیکوال: جان ور میراد، له انګلیسي څخه ژباړه: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۲۲ــ خواره غوا،
 له انګلیسي څخه ژباړه: خاطر مانیروال، له پښتو متن سره انګلیسي متن او انځورونه، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
 ۲۳ــ وړکوټې سره چرګه او د غنمو دانې،
 له انګلیسي څخه ژباړه: خاطر مانیروال،له پښتو متن سره انګلیسي او انځورونه، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۲۴ــ مغرور میږی(د کوچنیانو له پاره د درویشت لنډو کیسو ټولګه):
 ژباړن: بارکوال میا خیل، مصور خپرندوی بنسټ، کابل، ۲۰۱۰ کال.
۲۵ــ ولې؟ څنګه؟ چیرې؟:
 له جرمني منابعو څخه څخه د اناهیتا روهي ژباړه، مصور بنسټ،۱۳۹۰ کال.
۲۶ــ د مارغانو نومونه:
څیړنه او لیک: خاطر مانیروال، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۲۷ــ رنګونه:
مرتب: خاطر مانیروال، په رنګه بڼه یوازې په پښتو او انګلیسي ژبو پرته له تشریح او توضیحاتو نه د رنګونو نومونه، خپرندوی: په خپله لیکوال، برطانیه، ۲۰۱۲ کال.
۲۸ــ پښتو(پښتو د لومړي ټولګي له پاره):
درسي کتاب، لیکوال: سلیم عابد، خپرندوی: په خپله لیکوال، ۱۳۸۴ کال.
۲۹ــ پښتو لوست(پښتو الف ب او د تورو ابتدايي زدکړه):
لیکوال: عبدالله هاشم خیل ځاځی، خيرندوی: په خپله لیکوال، کابل، ۱۹۹۳ کال.
دا دوه وروستي کتابونه زما له نظره د کوچنیانو په ادب کې په ټاکلي ډول نه رواوړل کیږي، دا تعلیمي بڼه لري. څنګه چې دې ویبپاڼې(کتابتون ټولنه) د کوچنیانو ادبیاتو د کتابونو په لست کې معرفي کړي او انلاین کړي وو، ځکه ما دلته د کوچنیانو ادبیاتو دنورو کتابونو په لړ کې معرفي کړل.
درانه لوستوونکي کولای شي په کتابتون ټولنه(kitabtoon.com ) کې دا انلاین کتابونه په لاندې پته پیدا کړي او وې لولي:

http://kitabtoon.com/mashomano-narhai/kessay  
 
د لسمې برخې پای