د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاست اخلاق مني ؟

محمد نقیب تره خیل 28.05.2015 15:20

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

سیاست ذاتاً د اخلاقو مخالف ځکه دی چې بشر د نفسي لذت او غېري مادي مشروع منفعت پر ځاي فضیلیت،عدالت ،شجاعت او خېر ښې ګڼې ته هڅوی. برعکس سیاست یې حرامو ګټو، شریرو اوفاسدو اعمالوته. د بېلګې په ډول اخلاق بشر ته وایی په نفس یې ومنه خو سیاست وایی د نفس ومنه د آرسطو په آند پر نفس غلبه د بري لومړي شرط دي د ډېوېژن له نظره پر نفس حاکمیت پاچاهي ده ،کتاب نقل کوي چې د وروستي ځل په لېدو مقدونې سکندر په ټوکه په ډېوېژن غږ وکړ یو ځل بیا بادار او غلام سره مخامخ شول هغه ورغبرګه کړه هو،ډېوېژن د نفس بادار او سکندر د نفس غلام.ایمانول کانټ پدې باور دی چې اخلاق ډيوه ده. هغه وایی ریاضي اوصول که آسماني احرام اداره کوی نو اخلاقي اصولو زموږ خاورین وجود روښانه کوی. د هغه له نظره په اخلا قو کې ریا او تمه نشته او اخلاقي عمل د کاڼي په تله تلي، نه د نتيجې. هغه وایی که څوک له چا سره پدې نیت ښه کوي چې ېو وخت به یی بدل راکړي دا اخلاقي عمل ندی،که د دې لپاره له چا سره مینه کوي چې خلک مې وستایی دا هم اخلاقې عمل ندی اخلاقي عمل هغه دی چې د ځان د خوښۍ اوګټې نیت په کې نه بلکې پدې نیت وي څه اخلا قي عمل دي. لیکن سیاست هر څه د تمې،ریا او د ځاني لذت لپا ره کوي،ولو که کس غل،قاتل او غدار هم وي.د منفعت په تمه به یی تر هغه حده ستایی چې هاغه د ده په مقابل کې خجالت او د نورو په وړاندې مغروره شي،خو له اخلاقي عالم او مدبر شخصیت نه یی څه د شخصي منفعت هیله نه کېږي مخ ترې اړوي. رنه د کارت چې له شکاکو فیلسوفانو څخه دي د هغه دا مشهوره وینا ده؛که په هر شی شک لرم خو پدې کې شک نکوم چې شک کوم،د دومره شکمنتوب سربېره بیا هم هغه د اخلاقو په مثمر اثر شک نکوي، څه اخلاق انساني سلوک اصلاح او ټولنیز ژوند فلاح کوي. د نوموړي په اند اخلاق له عقل نه غواړي چې اعمال کنترول کړي.یاني هر بشري عمل باید د اخلاقو په چوکاټ کې تر سره شي.کنه اخلا قي عمل ندي. اخلاق انسانانو ته د قناعت او زغم لار ښونه کوی ليکن سیاست یی ادعا او بې صبرۍ ته هڅوي. ګوئبل جوزف د هتلر وزیر پدې ټکو د دعوې چل خلکو ته ورښئی٫ د خپلې کرغېړنې ونډي په هکله ادعا وکړې ښکرور دروغ جوړ کړی ساده یی کړی تل یی ووایاست اخر به خلک پرې باور وکړي.لیکن د ده ځواب لسیزې پخوا مفکر خلیل جبران ورکړي. په حیا کې ناکامي په ادعا کې تر توفیق غوره ده. د فرعون ډاکتر سینوهه چې د سیاسیونو روح یی ښه پېژندلې وه د هغوي خاصیت یی د سپي له ورږو سره په مثال راوړي،هغه ویلي؛ورږې تل د سپي له وینو تغذیه کېږي،ممکنه ده خیال وکړي چې له سپي غوره دی او سپی د دې لپاره زېږېدلې چې هغوی تغذیه کاندي.یاني اصلي ژوي دوی دی سپي فرعي ژوی دی.موږ پرته لدې چې کوم کار وکړو،تل د مصر د ملت په خوار وجود ځانونه تغذیه کاؤ.څنګه چې د ورږو په ورکېدو به سپی له ژوند نه خوند واخلي که طفیلیان د مصر ملت په کراره پرېږدي د مصر ملت به هم هوسا یی ژوند ولري. سیاست د حرص،تکبر او کېني منبع ده.پدې سربېره بې حده بخیل هم ده. له همدې لامله حوصله نلري که څوک ترې قدرتمند وي ورسره شخړه کوي څه کمزوره شي او که څوک بې زوره وي،ورله وایی غلام مې شه، په دواړو حالتو کې جګړه غواړي. د با اعتباره ،با عزته او صتحمند شخصیت او د فاضلې ټولنۍ جوړېدو په خاطر اخلاق له دروغو،زنا او نېشه يي توکو نه انسان منعې کوي، دروغ چې د ټولنیزو شخړو مور ده سیاست د سیاسي مبازي په نامه روا کړي. حدیث شریف دی:یو سړۍ محمد ص ته وویل په پټه زنا کوم، شراب څښم او دروغ وایم پدې درې ګناهونوکې کوم یو پرېږدم. حضرت پیغمبر ص وفرما ئل دروغ .بله ورځ د کس زړه زنا ته وشو،فکر یی وکړ.که رسول الله ص مې وپوښتي چې زنا دې کړې او زه ووایم چې نه خو دروغ مې وویل.او که ووایم څه هو، خو سزا راکوي، همدار نګه یی د شرابو په هکله هم فکر وکړ.بیا رسول الله ص ته ورغی وې ویل چې درې واړه ګناهونه مې پرېښوول. د زنا، نېشه یی توکو او د قمار په قانوني کولو کې سیاست خپل ذاتي غرض د انساني حقونو او فردي آزادۍ ترنامه لاندي ستر کړي.هغه په درې وجو یاد ناوړي اعمال رسمي کړي. لومړی له کارو باریانو یی مالیه اخلې اوبیا هغه د دولت د بودیجې له لارې مامورینو او کارګرانو ته په میاشتنې تنخوا کې ورکوي چې د معصوم ملت حلال رزق په حرامو ککړ او راتلونکي زېږند په حرامو لوی او اخته شی.دوهم په ټول ټاکنو کې د همدې فاسدو او ټنبلو خلکو رایی د ځان کړي.دریم اخلاق پرې له مینځه ويسي. اروپايي،امریکايي او استرا لیايي هېوادونه خولا پرېږه ان په اسلامي ترکیه کې بد لمنې ښځي په يوه غولانزبند او نیکر کې په هټیوکې د لویو ښیښیو تر شا ولاړی دي خپل حسن صورت او عزت د متاع په ډول پلوري. له ترکیی پرته په نورو هغو کې نر له نر او ښځه له ښځې سر ه واده کوی. له خرو بغیر بل نر ژوی په نر ژوي نه خېژي. له کله څه د سیاست له انسانېت سره په دښمني پوشوی یم .له ځانه پوښتم دا خوندونه چې سیاسي سترې سټه یی په عوامو لوره وي،ولې دا ښاغلې په خپلو لورانو نه څکي. نه یی لور د بدلمني په هټي کې چا ليدلې او نه یی تر اوسه اولادونه همجنس باز شوي؟له اولیوی بلجمي سره مې څو کاله پخوا په یو شرکت کې یو ځاي کار کاوه. د کار د خاوند نه په پټه یی ډېر تلیفونونه کول او هم یی ځوابول.د تیلفونو په اړوند زما د پو ښتنو په ځواب کې پدې ټکو حال بیان کړ: ملګرۍ مې اوکراینۍ ده. خپله یی پخوا بدلمني کوله، اوس یی په بازار کې یوه هټۍ کرا کړي بد لمنې ښځې ورته راولي. هو، دوه ډوله ښځې بدلمنې کوی لومړۍ یی په نېشه یی توکو روږدې دي دوهمه یی بېوزله دي ،هغوي د شرقي اروپا او د نور غریبو هېوادونه څخه دي له دې لارې خپلې کورنۍ چلوی،خو دا کار یی لڼډ مهاله پدې ده چې تر هغه وخته هغوی خریدار لرې چې ځوانې او روغتیا ولري. ګناه د آړتیا بل نوم دی او د ناروغې د نښو نښانو څخه یوه ده.عقل ښئی چې دا مېرمنی هم اړمنې او هم ناروغه دی.سیاست ته که انسان حققی ارزښت لاره نو د ناروغانو د روغتیا او د اړمنو د اړتیا علاج به یی کړاي وای. دحق اظهار او ريښتیا وینا د اخلاقو روح دی. اخلاق د بشر ترمینځ توپیر نکوی.څه چې ویني هغه ښئي او څه چې اوري هغه وایی.روایت دی چې پیغمبر ص له څو اصحابانو سره د چا مېلمانه وه.کوربه یو ګیلاس شېدې رسول الله ص ته راوړې.له مبارک نه نیمې شدې پاتې شوې.په ښې خواه کې یی نا بالغه هلک او کېڼه خواکې یی خپل تره حضرت عباس ناست وه. وې فرمایل :ماشومه حق د تا دی چې په ښې خواکې مې یی ،شېدې ته څښې او که حق دې حضرت عباس ته ورکوې.ماشوم وویل هو ځه یی څښم.لېکن سیاست د مقتدرو کسانو او د هغوي د ملګرو حق بشپړه ورکوی،خو د بې وسو خلکو ړومبي حق نه مني که بیا یی ومني نو له غوایی غدود ورکوي. سیاست په نړۍ والې ټولنې د اسرائيلو د اراضی حق پدې پلمه ومنه چې ۲۰۰۰کاله دمخه دوی دلته مېشت وه .خو دا ۵۰کاله چې د فلسطین سیمې یی اشغال کړي حق یی بېرته نه ورکوي. فلسطینیان څه د حق اخستو په خاطر د یو څو لڼډ واټنه توغنديو ډزې پرې وکړي نو ترورست یی نوموي. لېکن اسرائیل چې له وچې،لمدې او له اسمانه د سترو او مودرنو وسلو اورونه اوره وي له تېخوره نیولې تر بډا، له روغه بیا تر رنځوره بې توپېره ټول وژنې، ترورست خو یی نه نومه وی، ان جنایت ته یی د ځان د دفاع په نامه مشروعیت ورکوي. پخوانې شوروي څه افغانستان ته د اشغال په وخت کې پوځې مرستې ورکړې وې، سیاست د هغې وارثې ننې روسېې ته د کرغېړنو پورونو سره له سوده د غوښتلو حق ورکړ،خو په همغو پورونو څه افغانستان کنډواله او په سل هاووزره افغانان پرې وژل شوي د زېان ورکونې لا څه ان د تېري بښنه یی پرې ونه منله. ۳۰کاله پخوا د امریکایی او اروپايی مساپرو الوتکه په لاکربي کې نسکوره شوه، سیاست په وچ زور د لیبیا دولت پرې تورن کړ، د هر قرباني یی لس مېلونه خونبها ترې واخسته.خو امریکاې او جرمن پوځ څه په ښکاره په شینډنډ،ننګرهار،کنړ اوکندوز کې د لاکربي د قربانیانو په څېر ورته افغان انسانان په قصدي ډول په وسلو قتل کړه،سیاست یی خونبها ۲۵۰۰ ډالره او ۴۰۰۰ اېرو تعین کړه. سیاست مقتدر مجاهد ته د جهاد په حق کې پاچاهي،وزارت،معینت او ریاست ورکړ، نیمچه مقتدر ته یی ولایت، قوماندانیت،مدیریت او ولسوالي او بې وسه ته یی د جنت ژمنه. اخلاق د فرد له ضمیر څخه سرچینه اخلي په کړو یی پاي ته رسیږي نو ویلای شو چې اخلاق وجدان سپېڅلې کوی او وجدان اعمال ،ثبوت یې دادي چې پاک وجدان ذهن او خیال د ظلم،رشوت،قتل،زنا لواطت،دخانیات،جهل او ټنبلي نه منع کوي. د اخلاقو په لرلو سره بې وزله او غلام ملتونه د مدنیت معراج او شاهنشاهۍ ته رسېدلې او برعکس د اخلاقو په پرېښودو مدنیتونه او ملتونه ذوال شوي.د عربې نړۍ ذوال او د امریکا د متحده ایالاتو ننی مدنیت زما د خبرې کره ثبوت دی.سهې ده څه په امریکا کې د زنا لواطت او د خانیاتو په رسمې کولو اخلاق فاسد شوي،خو جهل ټنبلې رشوت چور بېکاري دوکه بازی ...په کې مهار شوی. څنګه چې بشر د ژوند د پایښت لپاره تر هر بل شي هوا ته زیاته اړتیا لري همداسې اخلاق د بشر د ژوند په ټولو برخو کې اغېزناک عنصر دي له بده مرغه پوهان په دواړو باندې لږ غږیږي.
سیاست په پرانستو شونډو د اخلاقو مخالفت نکوی ځکه اخلاق منحیث کل،د بشر د دیني عقاېدو پرته د ټول بشر ارزښتمن او آړمن عنصر دي.نو د بشر د غبرګون له وېرې نیغ پرې بد نه وایی. لېکن د نفسي لذتو په رشوت یی د خلکو نفس راضي کړی. اود اخلاقو د صورت معصوم او ښکلي غړي یو په یو په وریښمین تار غوڅه وی.
محمد نقیب تره خیل بلجیم ۱۴/۵/۲۰۱۵