د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپل رسنیز آدرس او منبع مه بې باوره کوئ

محمد انور ولید 28.05.2015 12:20

ژوند تل له پېښو سره تړلی . که دا آسماني یا زمیني طبیعي پېښې وي ، یا مصنوعي او بشري تخلیق . خو مثبت ـ یا منفي اغېز یې خامخا ور باندې شته . ځکه هره پېښه د ادلون بدلون ( مثبت یا منفي ) تغیر راوستو خواص په ځان کې لري . ولې دا بیا په انساني مکلف او ذمه وارکرېکټر پورې اړه لري چې پېښه د خپلې وجیبې او مکلفیت له مخې څه ډول ارزوي او څنګه ور ته اجرأیوي لیدلاری ټاکي .
هره پېښه په یوه معین ځای کې د یوه علت او معلول په موجودیت کې مینځته راځي او د انسان په ژوند کې مثبت ـ یا منفي تغیر ( نوښت ) راولي . خو پر پېښه باندې د خبرېدو او عامه پوهاوي له پاره له رسمي او غیر رسمي رسنیزو امکاناتو( خبري پایګاه وو ) څخه کاراخیستل کېږي .
همدلته ده چې د پېښې د خبر رسولو پر مهال تر لاسه شوي مالومات یا نیمګړي او د کره کېدو او غورچاڼ ښکاره ثبوت په کې نه وي ، ( د پېښې نیم مخ یا یوه برخه د شکمنو مالوماتو له مخې د خلکو تر غوږو پورې رسېدلې وي خو د پخلي ذمه واري یې کومې اعتباري مرجع پرغاړه نه وي اخیستې . یا خوپېښه له سره شوې نه وي ، بلکې د انساني اذهانو د مغشوشولو په خاطردافوهاتواو درواغو له نامریْي او پټو آدرسونو څخه پرته له کوم حقیقته په عام ؤلس کې د یوې ډنډورې په څېر تیت او خپره شوې وي ) .
دا چې خپله انساني هستي یو سترالهي امانت دئ . او باید هېڅوک یې په وړاندې خیانت ونه کړي ، همداسې د انسان ټول خدای ورکړي حقوق ( سر ، مال ، ناموس ، نظام ، دیني او ملي ارزښتونه ، د هغه کتبي او شفاهي خبرې ، تخلیق او نورې عارضي او غیر عارضي طبیعي او مصنوعي پېښې ) د نورو مکلفو انسانانوپه وړاندې امانت دي . هېڅوک باید د هېچا په حقوقو کې ناروا تصرفات ونه کړي ، او نه باید د پېښو اصلي انځو رور مسخ او تحریف کړي  .
د پېښواصلي انځور او په پېښوکې د انساني کړو وړو تحریفول په اصل کې د انساني تاریخ تحریفول او مسخ کول دي . ځکه په تحریف کې د پېښې حقیقت او اصالت پټېږي ، دکره مالوماتو ځای غریب او بې بنسټه مالومات نیسي ، د پېښې مسخ شوی انځور راتلونکي نسلونه په شک کې اچوي ، او بالأخره دکره شهادت ثبوت ته صدمه په کې رسېږي او د یوې خبري رسنیزې سرچينې په توګه انساني باور او وقار له مینځه په کې ځي ، چې بیا یې پر چاباندې د منلو هېڅ امکان نه لیدل کېږي . له همدې امله خو د انساني وقار او حیثیت بنسټ پر احتمالاتو او درواغو باندې نه دئ اېښودل شوی .
انسان د خپل خدای ورکړي عقل ، علم او حیأ له مخې د الله تعالی یو ریښتینی ذمه وار مخلوق دئ چې نورو همنوعانو ته یې په ژبه او لاس دواړو سره د شر پرځای خیر ورسېږي . ځکه الله پاک هم هغه څوک ډېر خوښوي چې د خدایتعالی مخلوق ته یې ګټه رسېږي .
انساني ټولنې ، ملتونه ( قامونه او قبیلې ) ددې د پاره خدای پاک نه دي پیدا کړي چې یو بل سره ووژني ، یو د بل ځمکې او جایدادونه لاندې کړي ، بو د بل پر ناموسونو او اولادونو باندې جنسي تېری ور وکړي ،کورونه یې ور ونړوي ، یو د بل حقوق غصب کړي . له پردیو سره په ملي ضد خپلسرو معاملوکې د خپلو نیابتي تحمیلي جګړو او واک تر لاسه کولو په صورت کې یو بل سره فرار او کډه کېدو ته اړکړي ، یو بل د خپلو شومو اهدافو قرباني کړي ، یو پر بل باندې د زر ـ زور ـ او تزویر حکومتونه وچلوي ، یو د بل زېرمې او ملي شتمنۍ سره چور او غلا کړي ، یو بل په مختلفو حیلو او سیاسي مکرونو له تعلیم او تعلُمه محروم کړي ، واک ته د رسېدو له پاره غریبان د خپلو رأیو تر لاسه کولو په خاطر استعمال کړي ، پرکونډو او یتیمانو یې سوړ تجارت وکړي او یا یې لږ تر لږه د خپلو ملېشو او انتحاري بریدونو له پاره استخدام کړي . بلکې ددې له پاره یې پیداکړې چې یو بل سره وپېژني ، د انسانیت پر بنیاد د قانون له مخې پرته له دوښمنیو خپل ګډ د ورورۍ داسې ژوند سره وکړي چې په هغې کې د الهي خدای خوښ کړي دین تر سیوري لاندې انسان د انسان له غلامۍ څخه خلاص وي .
پر انسانانو باندې که الهي آفات او پېښې را خي ـ یا بشري ناورینونه ، یا داچې الهي فېرزوینې او رحمتونه پرې را نازلېږي ـ او یا خپلو بشر دوستانه تخلیقونو ، اختراع ګانو او پر مختګ  ته دوام ورکوي ، دا هر څه د انسانانو د خپلو اعمالو محصول دئ ، چې په ربړونوکې به یې د عذابونو مزه څکي ـ او په نعمتونوکې به د خوښیو . ځکه الهي عذابونه غضبونه ، بشري ناورینونه او الهي تعمتونه ټول عام دي ، چې د څکلو احتمال یې هم دنیوي اړخ لري اوهم اخروي . او پر هر انسان او هر ملت باندې ددوی خپل عملونه حکومتونه کوي . خوکه چېرې دوی وغواړي چې خپل حالت ته تغیر ورکړي نو ورکولی یې شي . ځکه الله تعالی د هېچا درخواست اوغوښتنه همداسې تش لاس نه ده پرې اېښې . هر څه یې چې له خپل خدایه غوښتي ، همغه یې د خپل بنده د ګدایۍ په کچکول کې ور اچولي دي . که هغه ښه وي ـ یا بد . ځکه د الله تعالی په خزانوکې ښه او بد دواړه شتون لري . که ښه شی ترې غواړې ـ ښه درکوي ، اوکه د بدو غوښتونکی وي ـ پر بدیو باندې یې اړوي ، ځکه انسان او عاقل فاعل مختار دئ . که ښه وکړي ـ د ښو بدله به اخلي ، اوکه بدو ته لاس واچوي نو پر بدیو به ککړ شي او د خپل حساب کتاب له مخې به خپل عذابونه څکي .
رسنیز رسالت هم د انسانانوپه تېره د افغان ژور نالېستانو یو امانت دئ چې باید د روانو ورځنیو پېښو حقیقي انځور پرته له درواغو او تحریف څخه په خپله ژورنالېستیکه سپېڅلې ژبه د خپلو ملي آرمانونو پوره کېدو په هیله خپل ملت ، حکومت او نړۍ ته د شک او تردید د له مینځه تلو په خاطر وړاندې کړي . ترڅو دولت او ملت دواړه باور پرې وکړي او د همدې رسنیو له لارې د ملت او دولت تر مینځ د باور لیرې واټن سره نږدې او خپل تاریخي او ملي مسؤولیت ادأ کړي . که غواړۍ چې ستاسې حیثیت هم خوندي او خپل باور مو په ؤلس کې له لاسه نه وي ورکړی ، پېښې په بېځایه ستاینو او مدحو سره مه مسخ کوۍ او حقیقت مه پټوۍ . ځکه درسنیز انساني وقار بنسټ له حقیقت پرته پر احتمالاتواو درواغوسره نه جوړېږي . تاسو هم خپل رسنیز آدرس او منبع مه پرې بې باوره کوۍ. ترڅو ملت او دولت دواړه مو د یوه ثابت خبري کانون په توګه ومني .