د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په خپله ژبه زده کړه د ماشومانو او ځوانانو قانونی حق دی

حضرت سهاک 28.05.2015 12:17

حق غوښتل کیږی او اخیستل کیږی.
څوک حق په خپله خوښه چاته نه ورکوی. چی ماشوم ونه ژاړی مور تی نه ورکوی.
په خپله مورنۍ ژبه تحصیل نه کوم تعصب دی، نه عقب ماندګی او نه د شرم خبره ده . دا یو قانونی حق دی چی مونږ ته قانون راکړی دی ، په اساسی قانونی کی پښتو هم رسمی ژبه ده . د قانون له لحاظه د ښوونی او روزنی او د لوړو زدکړو وزارت مجبور او مکلف دی چی په پښتو ژبه هم درسی مواد تیار کړی، له نورو ژبو یی راوژباړی او د استاد مکلفیت بیا دادی چی هم په پښتو درس ورکړی اوپه پښتو آزموینه له محصلینو نه واخلی . زما مقصد دری ژبی استادان نه دی هغوی به خپل درسونه په دری ژبه ورکوی خو دپښتو ژبی ځوابونو باندی به حتما پوهیږی.
پوهنتون او دلوړو زده کړو وزارت باید د نړۍ له مشهورو پوهنتونونو او علمی موسساتو نه درسی مواد که په هره ژبه وی خصوصا له انګلیسی ، فرانسوی او عربی ژبو نه په پښتو وژباړی او یوه مجهزه مطبعه د وزارت په چوکاټ کی جوړه کړی ترڅو دښوونځیو او د لوړو زده کړو استادانو ، شاګردانو او د نورو دولتی کسانو د ضرورت وړ درسی مواد هلته تیار کړل شی او خپلو شاګردانو ته یی ورکړی.
پښتانه په زده کړه او استعداد کی له هیچا کم نه دی مګر دوی سره د مورنۍ ژبی په زده کړه کی تل جفا شویده . په خپلو سیمو کی تر دولسم ټولګی پوری په پښتو زده کړی کوی او بیا چی پوهنتون ته راشی نو په دری ژبه درس لولی چی تر څلورو - پنځو کلونو ایله دری ژبه زده کړی او د مضامینو په محتوی پوه شی . البته د نورو ژبو زده کول ښه کار دی ، خو خپله ژبه هیرول هم بی کمالی ده. زما مقصد هیڅکله دا ندی چی دری ژبه د نه زده کوی او یا خبری د نه ورباندی کوی ، هغه هم زمونږ د خلکو او دولت ژبه ده . خو له پښتو ژبی سره تعصب او جفا هم د زغملو نه ده. دا جفا د خپلو پښتنو له خوا کیږی.

دولتی مقامات هیڅکله متعصب نشی کیدلای خو په خپلو کارونو کی غفلت او بی پروایی کولای شی. دا د ولس کاردی چی هغوی خپلو نیمګړتیاوو ته متوجی کړی. ځکه دوی د ملت له بیت المال نه په لوړه کچه معاشونه ، د دسترخوان خرڅ ، سفر خرڅ ، د کور کرایی ، د باډیګاردانو حقوق او نور رنګارنګ امتیازات اخلی ، په مقابل کی دوی مجبور دی د ولس له خوښی او رضا سره سم د قانون په چوکاټ کی هغوی ته خدمت او اجراآت وکړی. او که داسی نه وی نو بیابه د دولتی مقاماتو ضمیر او وجدان مړ وی . دوی به د خپلو اولادونو حقوق نشی تامینولی. له خپلو اولادونو سره به ظلم کوی. په خپل کور کی د مور او میری چلند ورسره کیږی. که دا موضوع فرضا برعکس وی یعنی دری ژبو شاګردانو ته په پښتو ژبه درس ورکړل شی ، د دوی پلرونه او په پارلمان کی د هغوی استازی به څه محشر جوړ کړی ؟ ترټولو د مخه زما او ستا استازی به د هغوی ملاتړ وکړی مګر مونږ په یووشتمه پيړۍ کی لا هم دفیل په غوږ کی ویده یو. تر ټولو مخکی ولس او ځوانان باید راويښ کړل شی او خپل حقه حقوق د قانون او دموکراسی له اصولو سره سم تر لاسه کړی.
و ما علینا الاالبلاغ