د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د محبت رسۍ

حقوقي 28.05.2015 00:38

ټینــګه کړه رســــــــــــۍ د محبت پرودګـــــار سره
لوړ به شي مقــام په کلک یقین او په اقــــــرار سره
څوک چې د توبې په سرک هر سهار ماښام ګرځي
ستونـــــــــــــزه د مریي به شي هواره د بـادار سره
زړه کې به یې وېره له پړانــــګانو هېـڅ پرته نه وي
ګام په ګام چې ګرځي د قطــــار او له کــاروان سره
څومره که ماهـــره وي ، ژوندون کې به ناکامـه وي
چــــــــــــا که تصمــــــیم ونیوه په قهر او تلوار سره
زړه به خولې ته راشي به دروغجــنه ناسته پاسته کې
یار چې به کــوږ نیت قدم اوچت کړي د خپل یار سره
پاڼــــــې رژېـــــدل څرګندې نښې د خــــزان ښکاري
خلکو ته یې ژباړي خوار دوه مخـــــــی په بهار سره
زه هم ډېر ځـــــــیرک شوم حقوقي له ځیرکــــــانو نه
کلــــــــــه به ونه کړم ملـــــګرتیا له سپین خامار سره