د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چوکۍ پرې باندې وزيره ترې لاندې

روښان ستانکزی 27.05.2015 13:26

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

پښتانه له ډول ډول محروميتونو سره لاس او ګرېوان وو او دي. خو له ټولو نه ستر محروميت يې له زده کړو څخه محروميت دی. دوی له ډېر پخوا راهیسې له دې بد مرغۍ کړيږي. روسانو د يو ميليون پښتنو د وژلو هوډ کړی و، خو خبره ترې نږدې دوو ميليونو ته ورسېده. له دې سره به څومره کورنۍ بې سرپرسته شوې وي، څومره ماشومان به له زده کړو څخه بې برخې شوي وي او څومره نورې ناخوالې به يې زيږولې وي. له زده کړو څخه د پښتنو د محروميت يو عمده لامل چې هېڅ تاريخي سابقه نه لري او په بل هېڅ ځای نه دی تکرار شوی، د ښوونځيو سوځول دي. مجاهدينو په دې پلمه چې په ښوونځيو کې کمونیستي ايډيالوژۍ ته تبلیغ او کار کېږي او تنکي ځوانان ورته جذبيږي، د تاريخ نوی باب پرانيست. که څه هم د مجاهدينو په باور دوی ښوونځي له مجبوریته سوځول، ځکه ښوونځي د ځوانانو د بې لارۍ په مرکزونو بدل شوي وو، خو له دې کار څخه د انګرېز پنجابي بچي ډېر خوند اخيسته. د افغان ښوونځي د سوځولو د پورتنۍ انګېزې ترڅنګ، د جهادي تنظيمونو ډېری قومندانانو له ای اېس ای سره نېغه اړيکه لرله او ورته حال د طالب جان لالا هم دی. ای اېس ای به چې هر څه ورته ويل، قومندانانو به منل. که به يې نه منل نو نه يوازې پیسې به يې نه ورکولې، بلکې ژوند به يې هم په خطر کې. له طالب سره هم ورته معامله روانه ده. دا اوس چې د استاد سیاف د ژبې بند نه نيول کېږي، لامل يې دا دی چې ده ته تېرې ترخې خاطرې ورياديږي، هغه خاطرې چې دی او د ده قومندانان به ای اېس ای غولول، ښوونځي به يې پرې سوځول او ملي بنسټونه به يې پرې نړول.

کورنۍ جګړه يې بل عذاب و، طالبان بل مصیبت او ديموکراسي بله بلا. په کورنۍ جګړه او طالبانو چې هر يوه يې له زده کړو څخه د پښتنو په محروميت کې خپله خپله ونډه لرله، خبرې نه کوو، يوازې په ديموکراسۍ لږ تم کېږو. موږ ته ديموکراسي راغله، خو د امريکايانو تر اشغال لاندې. افغانستان ته ديموکراسي د يوې خاصې ډلې د چاغولو او د يوه لوی قوق د ځپلو لپاره راغله. د روسانو هغه ارمان چې پښتون قوم به دومره ځپي چې بيا د را ولاړېدو جوګه نشي، ديموکراسۍ او امريکايانو پوره کړ. په ښارونو کې خلکو د ديموکراسۍ پېښې کولې او په کليو او بانډو کې امريکايانو د وحشت او او بربریت تمرينونه. يو خبريال له بهرنيو پوځيانو پوښتلي وو چې تاسو دلته د څه لپاره راغلي یاست؟ هغه ورته په ځواب کې ويلي و، د ټرايننګ لپاره!

کرزي د خپلې واکمنۍ د ديارلس کلنې ديموکراسۍ په اوږدو کې د پښتنو د دې محرومیت د له منځه وړلو لپاره داسې بنسټيز کار ونه کړ چې سړی يې د بېلګې په توګه ياد کړي. د معارف لپاره يې لومړی پښتون ضد وزير (قانوني) وټاکه او د خپلې واکمنۍ په وروستيو پنځو کلونو کې يې ورته يو داسې کس د وزیر په توګه وټاکه چې هم مار او هم مارماهي. د ده يوازينی مقصد خپله چوکۍ ساتل او غلا کول وو. له زده کړو څخه د پښتون بچي په محروميت کې طالب دومره رول نه درلود لکه د دغه مار او مارماهي وزير بې کفايته ادارې او بانډ. په پښتون مېشتو سيمو کې دومره ښوونځي طالب نه وو بند کړي، لکه څومره چې د ديموکراسۍ دغو پيروانو د خپلو شوکو لپاره بند ساتلي وو. د اکثرو بندو ښوونځيو پیسې د همدغه وزیر مامورينو په خپلو جیبونو کې اچولې. دا پخپله د همدغه مار او مارماهي وزير د خولې خبره ده. خو ده به بيا هم غږ نه کاوه، ځکه چې د ده اصلي مقصد خپله چوکۍ ساتل او پیسې جمع کول وو، نه له زده کړو څخه د پښتنو د محروميت له منځه وړل. د دې وزير يوه معين زما يوه ملګري ته چې هغه هم په همدې وزارت کې رئیس و، ويلي وو چې زه دلال یم! که دلالي ونه کړم، که درواغ ونه وايم او که غوړه مالي ونه کړم، پرمختګ نه شم کولای. يو بل کس چې په معارف کې يې د معين، ارشد مشاور، عمومي مالي رئیس او رئیس دفتر په توګه دندې اجرا کړې وې او زده کړې يې په صدارت څلور لارې کړې کړې وې، هم د پورتني معين کار کاوه.

کرزي د لوړو زده کړو وزارت ته هم پښتون ضد وزیران وټاکل. د تېرو څوو کلونو د کانکور پايلې د ټولو پر وړاندې دي او په پوهنتونونو کې د غیر پښتنو اکثريت د دې خبرې ښه ثبوت دی.

د ټولو سترګې اشرف غني ته وې، خو له بده مرغه چې ده هم د دې دوو وزیرانو په انتخاب کې ډېر سطحي چلند وکړ. معارف ته يې يو متعصب تاجک وزير چې په دوو ورځو کې يې ځان وښود، وټاکه او د لوړو زده کړو وزارت لپاره يې داسې څوک د وزيرې په توګه وټاکله چې چوکۍ پرې باندې او وزیره ترې لاندې ده. کله چې لغمان ولایت ته اقبال عزيزي د والي په توګه ورغی، د لغمان یوه مخور له عزيزي سره تر کتنې وروسته وويل چې چوکۍ پرې باندې او والي ترې لاندې دی. فريده مومند هغه څوک ده چې په کدر کې د رباني په فرمان داخله شوې او د لوړو زده کړو وزارت له همداسې فرمانیانو ډک دی. عظیم نوربخش، مهرور، جلال او داسې نور ټول هغه خلک دي چې څوک په فرمان پوهنتون ته ننوتي او څوک کدر ته. موږ په دې تمه وو چې ګوندې دې وزارت ته داسې څوک راشي چې په دې وزارت کې شته بانډ له منځه يوسي، نه يوازې ژبه يې پښتو وي، بلکې سر يې هم د پښتون وي، په اصطلاح (Persianized Pashtoon) نه وي، خو له بده مرغه چې دا وزیره له پخوا راهیسې له دې بانډ سره تړلې ده، ژبه يې پښتو، خو سر یې د پاړسيوانې دی، ځکه چې مېړه يې پاړسيوان دی.

په پېښور کې د يو کس پلار ډېرې ناجایزې کولې، مشر سړی و خو کارونه د ماشومانو کول، ځوی ترې ډېر تنګ شو، بله ورځ يې ورته وويل چې خدای نه مې لا جار کړې سبحان شاه هم زموږ پلار شو! پخواني ولسمشر حامد کرزي د نا امنو سيمو د دولسم فارغانو لپاره په کابل پوهنتون کې د امادګۍ د پوهنځي فرمان ورکړ، بېله بودجه يې ورته منظوره کړه، پوهنځي دوه دورې فارغان ورکړل، هلکان د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو ته کامیاب شول. اوس چې مدني فعالان فریده مومند ته د دې پوهنځي د دوام خبره کوي، د هغې مظلومې سر پرې نه خلاصيږي. يو څوک چې په اساسي قانون نه پوهيږي، د ولسمشر فرمان نه پېژني، په هغو اړتياوو يې سر نه خلاصيږي چې دا پوهنځی يې له امله رامنځته شوی و، نو خود به خلک وايي چې خدای نه مې لا جار کړې فريده مومند هم زموږ وزیره شوه.