د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د آغلي خاطرې فیضي (موږ د یو بل زړه ته نه یو رسیدلي ) شعري ټولګه چاپ شوه

جاوید حیدرزی 27.05.2015 10:50

 (موږ د یو بل زړونو ته نه یو رسیدلي) د هېواد د تکړه شاعرې خاطرې فیضي شعري ټولګه ده چې په ښه کاغذ کې په 100 مخونو کې تازه له چاپه راوتلې او د هېواد تګړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی غفور لیوال سریزه لیکلې ده.
خاطره خورکۍ د هلمند ولایت اوسېدونکي ده چې اوس د حقوق پوهنځۍ د لومړي کال زده کړیاله ده او څه د پاسه یو کال کیږي چې شعر او شاعرۍ ته یې مخه کړې او دا دي لومړی کتاب یې چاپ شو.
اوسنۍ عصر د جنګ او جګړو ندي بلکه د زده کړې او پرمختګ او نړیوالو له کاروان سره د سیالۍ عصر دی  په اوسنۍ پیړۍ  کې هغه خلک چې شعر وايې او یا لیکوال وي ډیر دروند مسوولیت لري تر څو د شعر، نظم او یا بلې لیکنې په ژبه خلکو ته د ټولنې، ولس، او هېواد ناخوالي په ګوته کړي او د سالمې ټولنې په جوړولو کې خپل مسوولیت ادا کړي او تر کومه چې زه د آغلې خاطرې له شعرونه څخه د فیسبوک ټولنیزې شبکې په څپو خبر یم ډیر داسې شعرونه یې لیکلي چې هغه زموږ د ولس، چارواکو او مشرانو د ناخوالو ښکارندوی دي لکه چې شاعره وایې:
تر څو به ګرځوې د ځان سره کوڅه کې ټوپک
ستا سره بد ښکاری جانانه په اوږه کې ټوپک
که د دې خاوری آیندې لره قلم خوښوي
ماشوم دې نه رسموي نور په کتابچه کی ټوپک
د کلۍ مشره تا چې هیڅوک آزار کړۍ ندي
نو بیا دې څه له څنګ کې پروت وي په حجره کې ټوپک
ښکاري چې دا هم د شتمتو خلکو قدر کوي
دښمن جګړه کې پرغریب باندي سیده کې ټوپک
فیضي له هر لمانځه نه وروسته دا دعا کومه
د افغانانو د لاسونو دې شوه شي ټوپک

او په بل ځای کې داسې وایې:
زما د کلی ښه آدرس همدغه دی
چیرته چې تر اوسه ښوونځی نسته
په پای کې آغلې فیضي ته دې کتاب د چاپ مبارکي وایم  د الله پاک له دربار څخه ورته د ښه راتلونکي غوښتونکی یم او هیله ده تر څو خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي او د دې ټپي هېواد او ولس د ټپو له پاره مرهم شي او د خپلو شعرونه تر څنګ داسې ژباړو او لیکنو ته هم مخه کړې تر څو زموږ د وروسته پاتي او په خاصه توګه د راتلونکي نسل په لار کې مشالونه بل کړي.