د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غني له مهاتیره نقل کړي خو مهاتیر له ځانه پیل کړي

بخت الرحمن بخت 27.05.2015 11:46

څو ورځي مخکي غني اولس ته دیوي وینا پر مهال وویل چي که غواړي هیواد مو پرمختګ وکړي او اقتصاد مو پر پښو ودریږي، باید د دولتي مصنوعات را نیسي او دولتي تولیدات مصرف کړي.
ښاغلي صدره کوم کورني او دولتئ مصنوعاتو ته اشاره کوي چیري دي دغه دولتي تولیدات څه دی درلودي، څه لری او څه دي کړي دي.
له کومه وخته چي په واک کي راغلي یی په افغانستان کي څه دپاسه ۷۰۰ اوه سوه وړوکي کارخاني چي پلاسټیکي لوټي او پلاسټکی چپلکي به یی تولیده ولي هغه هم بندي شوي دي
تیره ورځ مي یو ملګري سره ستا د وینا په اړه خبره کوله چي اشرف اغني پرون اولس ته د وینا په مهال وویل چي اولس باید کورني تولیدات مصرف کړي، هغه ملګري راته وویل چي کیدای شي داشرف غني دغه کي وخت کي دخپل دوهم هیواد چي نوموړی یی تا بعیت لري تذکره په لاس کي وه د هغه هیواد خلګو ته به یی اشاره کوله، اشرف غني به کیداي شي دغه وخت کي کوم چورت وړي وو او دهغه هیواد په کوڅو کي به روان وو چي دغه خبره یی کړي ده.
یا به کیدای شي د اشرف غني له تولیدي توکو څخه نشیی توکي مطلب وو، هیواد والو ته به وایی چي ټول نشیی پيل کړي تر څو هرکس په خپل غم اخته شي ځکه چي دنشیی توکو په ډګر کي اشرف غني هیواد والو ته ډیره څه کړي دي.
او دنشي په برخه کي رښتیا هم مفکر ډير فکر کړي دي په افغانستان کي داپیومو او تاریاکو دجوړولو لپاره یی په سلګونو کارخاني لګولي دي په زرګونو جریبه ځمکه باندي یی تاریاک کرلي دي چي هر کال سیمیز زور واکان او قومندانان ورڅخه په ملیارډو روپی د دمحصول او دټیکس په ډول دتاریاکو له کروند ګرو څخه وصوله وي.
له نشیی موادو سره د مبارزي نړیوالي اداري چي دافغانستان په اړه کوم راپور خپور کړی، دغه راپورکي لیکل شوي چي د دټولي نړي ۸۵٪ په سلو کي اپیوم افغانستان صا دروي، ددغه هیواد پر ۵۵۳۰۰۰ پنځه سوه دري پنځوس هتکړه ځمکه باندي تاریاک کرل کیږي او ددغه هیواد ۵٪ سلنه کسان یعني ۱.۶ ملیونه وګړي په نشه اخته دي.
محمد اشرف غني صاحب چي هیواد والو ته دتولیدي توکو د استعمال او مصرف خبره کوي هغه ورته ددغو پورته توکو د استعمال او مصرف خبره کوي
ځکه زمونږ هیواد په نړي کي یواځي هغه هیواد دي چي دټولي دنیا ۸۵٪ په سلو کي نشی مواد تولیده وي او نړي ته یی صادره وي.
اشرف غي چي اولس ته ددغو توکو داستعمال خبره کوي دلته اشرف غني غواړي په یوه غشي باندي توه ښکاره وکړي.
داچي دهیواد ۵٪ سلنه وګړي دغه توکي مصرفوي او با قي تولیدات ټول بهرته صادریږي او دنړیوالو له لوري پر غني باندي سخت فشار پروت دي چي له افغا نستا ن څخه ونوري نړي ته ددغو تولیداتو د صادرولو مخنیوي وکړي، دغه هیوادونو وایی چي دافغا نستان دغو تولیداتو او صادراتو یی دهیوادونو پر اقتصاد او دخلګو پر ژوند باندي بد اثر کړي دي.
دوهم اشرف غنی خو مفکر دي فکر یی کړي دي چي اوس مي دهیواد ۵٪ سلنه برخه لیونیان کړي بس چي زه هرڅه ورته وایم هغه را سره سر ښوروي نور په ښه او بد نه پوهیږي، دغه شمیره بس نه ده ځکه تر اوسه پوري لا ددغه هیواد ډیر وګړي روغ دي زما دکړونو په وړاندي زما مخه نیسي، دغه خلګ په ښه او او بدو پوهیږي ښه خو زه نه کوم او نه دښه کولو لپاره دلته راغلي او چا رالیږلي یم خو چي بد کوم دغه هیواد او وګړي دبد بختي کندي ته ورغورځوم بیا مي دغه پوه او روغ خلګ تر لاس نیسي، چي کله ټول یا ډیره برخه خلګ دهیواد ددغو تولیداتو مصرفول شروع کړي بیا به په ښه او بد نه پوهیږي بس پراته به وي په ځانونو به خولي لګوي نور به زه او زما ملګري ددوي له شره څخه په امان یو.
دافغانستان پر وګړو او بیچاره اولس باندي تش په نامه تپل شوي صدره بس کړه وینا وي کوه خو دنوري نړئ د قهرما نانو مثالونه مه ورکوه محمد مهاتیر د ملیزیا یی خلګو لپاره دیو قهرمان حیثیت لري محمد مهاتیر په ډیر بد حالت کي ددغه هیواد صدر شو، کله چي محمد مها تیر ملیزیاکي دصدارت مقام ته رسیږي هغه وخت کي دملیزیا حالت له افغانستان څخه هم بد تروو، اداري او مالي فساد اوج ته رسیدلي وو دهیواد پوه خلګو دغه هیواد پریښیی وو اکثره پوهان امریکي او اروپا په لوري تیښتیدلي وو محمد مهاتیر ستا رنګه دنورو پر اوږو نه وو راغلي هغه ملیزیا کي داصلاحاتو، اداري او مالي فساد په مقابل کي ډیري هلي ځلي کړي وو بندي شوي وو شکنجه شوي او وهل شوي وو.
کله چي محمد مهاتیر ددغه هیواد صدر شو تر ټولو لومړي یی په بهر کي میشت د دملیزیا ټول پوهه طبقه خلګ دغه هیواد ته را وبلل دغه خلګوته یی دبهرنیو هیوادونو په پرتله دوه چند مرا عات ورکړو.
بیا یی اقتصادي غونډه را وغوښته دغه غونډه کي یی له برخه والو څخه پوښتنه وکړه چي مونږ هیواد کي کوم توکي تولیده وو.
دغونډي برخه والو ورته وویل چي ځیني شیان شته چي ملیزیایی تولیده وي خو اوس هم خاص بازار نه لري ځکه چي هیواد وال یی په مقابل کي بهرني توکو ته ترجیح ورکوي.
محمد مهاتیر ورڅخه پوښتنه وکړه کوم خلګ چي ددغو توکو دتولید دفاریکو مسؤلین دي او یا دغو فابریکو کي کار کوي، ایا دغه خلګ هم ددغو کارخانو دتوکو په بدل کي بهرنیو توکوته ترجیح ورکوي او که دغه ښاغلي دخپلو فاریکو تولیدات استعمالوي.
خلګو چي یو بل ته سره وکتل که چا پتلون اغوستی که یی رخشني پر سر وه او یایی بوټونه په پښو وو دغه ټول بهرني وو.
محمد مهاتیر ورته وویل چي کله یو کس خپله ځا نته خپل جوړ کړی شي نه خوښوي، نور خلګ به بیا هغه شي څرنګه خوښ کړي، حکم یی صادر کړ چي زما له کورنئ او دصدارتي ماڼي له افسرانو او مامورینو څخه نیولو بیا تر کوچني مسؤل او کاریګر پوري ټول هیواد وال باید دولتي توکي مصرف کړي.
مهاتیر دغه ناسته کي وویل هغه کوم شیان او مواد دي چی زمونږ هیواد وال یی زیات استعمالوي او مونږ یی نه لرو دغونډي برخه والو ورته وویل موټر.
مهاتیر سمدستي دموټرو دشرکت جوړول امر وکړ د ( پروټون ) په نامه سره دموټرو دجوړولو فابریکه جوړه شوه موټران جوړیدل شروع شوو.
دغي فابریکي په سلګونو موټر جوړکړو مارکیټ ته یی عرض کړو تر څو خرڅ یی کړي که څه هم د بهرني موټرو په پرتله ددغه شرکت موټر ارزانه وو خو خلګو بیا هم نه رانیول.
دموټرو د تولید فابریکه ودریده نقصان یی وکړ، دشرکت مسولینو خبره تر محمد مهاتیره پوري ورسوله، مهاتیر یوځل بیا غونډه را وغوښته، مهاتیر دغونډي له برخه والو څخه پوښتنه وکړه چي فابریکه څرنګه ده موټر جوړول مو شروع کړی دي دغونډی برخه والو ورته وویل هو جناب ډیر موټر مو جوړ کړي خو متآسفانه چي موټر بازار نه لری څوک یی نه را نیسي، دلته مهاتیر یوځل بیا دغونډي له برخه والو څخه پوښتنه وکړه تاسو کومو موټرانو کي راغلي یاست، چا ورته وویل زه ټیوټا موټر کی راغلی چا ورته وویل چی زه کرولا کي او څوک بیا په بینس او هنډاکي راغلی وو.
مهاتیر ورته وویل داچي تاسو خپله کوم چي ددغه شرکت مسؤلین یاست او دغه موټران جوړوي دنورو هیوادونو په موټرو کي راځي، تا سو څه فکر کوي چي هیواد وال به بیا ددغه شرکت موټران رانیسي، هیواد وال فکر نه کوي چي خپله دشرکت مسؤل دخپل شرکت په موټر کي نه سپريږي، نو معلومه خبره ده چي دغه موټر ښه موټر نه دي.
سمدستي یی حکم صادر کړي چي زما له کوره څخه نیولي بیا ددولت تر کوچني مامور پوري هیڅوک نشي کولای چي ددغه شرکت له موټر څخه بغیر بل موټر کي سپور شي، دغه ده چي اوس ( پروټون ) دنړي په کچه یو شرکت دي چي موټر یی په لندن او جرمني کي پلورل کیږي او دغه شرکت اوس دغو هیوادونو کي خپلي څانګي لري.
څرنګه چي ما دخپلي لیکني په سر کي لیکلي چي غني بس اوریدلي وو چي مهاتیر خپل اولس ته وویل کورني تولید شوي توکي مصرفول پیل کړي او ملیزیا په ډیره کمه موده کي ډیر زیات پر مختګ وکړ، نو راشه ته هم اولس ته ووایه چي دولتي توکیدي استعمال شروع کړي کیداي شي افغانستان په هم ترقي وکړي.
خبر نه دي له کومه وخته څخه چي غني صدرشوي دي هیواد کي مخکیني دسپکو او ارزانو توکو دتولید جوړي فابریکي هم د دولت دګډ وډئ، فساد او بی نظمي له امله په ټپه دریدلي دي.
او دوهم مهاتیر د دولتي توکو مصرف له خپله کوره پیل کړي وو، غني تا ته خو دریشي، پوټونه او جامي له لندن، جرمني فرانسي او جاپان څخه راځي.
ستا بچیان تر اوسه پوري له هیواد څخه بهر اوسیږي تولیدي توکي ډیره لري خبره ده ستا بچیان ددغه هیواد طبعي توکي او ددغه هیواد هوا او اوبه مصرفول هم نه خوښوي.
مهاتیر له خپله ځا نه او کوره پیل کړه اول یی خپله او دکوني ټول غړي په دي باندي مجبور کړل چي کورني توکي به استعمالوي وروسته یی پر نورو هیواد والو ږغ وکړ.
تا خو حتي واده هم له هیواد څخه بهر کړي دهیواد د شاپیریانو رنګه ښائستو او پاک لمنو پیغلو چي پاک لمني او ښائیت باندی یی نړیوال مثالونه وایی، تا دهیواد ددغه اصلي تولید په مقابل کي هم بهرنئ بی بی ګله خوښه کړه ورسره دی واده وکړ.
محترمه مشره کله چي هیواد والو ته بیا ددولتي توکو دمصرف او استعمال خبري کوي لومړي خپل ګریوان ته سر ټیټوي‎، مفکر یی یو ځلي نه سل ځله فکر کوه بیا هیواد والو ته دکورني تولیداتو د مصرف خبره کوه، زه دا منم مفکر به یی خو همیشه دي دنورو لپاره فکر کړي لږ دخپل هیواد او هیوادوالو لپاره هم مراقبه شه او فکر وکړه
محمد مهاتیر چي اولس ته څه ویلي اول یی هیواد کي کورني صنعت او تولید ته وده ورکړي بیا یی ددغه کورني تولید استعمال اول له خپله کوره او ځانه پیل کړي وروسته یی اولس باندي ږغ کړی، خو اشرف غني بیا یواځی اوریدلی چي مهاتیر دملیزیا اولس ته دکورني توکو د استعمال خبره کړی وه هغه وو چي ملیزیا ترقي او مختګ وکړ.