د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو خپله قبله بدله کړه

محمدکريم نور 27.05.2015 11:45

لکه څنګه چې د کعبې شريفې د جومات ملا امام په يوه لنډه خطبه کې طالبان له اسلام څخه ورټل، همدومره ژر او د سترګو په رپ کې طالبانو هم خپله کعبه بدله کړه او د کعبې شريفې لوی غليم ته په قم او تهران کې په ګونډو شول . په دې سره يې نه يوازې خپل دين او مذهب وپلوره، بلکې همداسې يې د خپل ولس د بلهاريو، د هغه ولس د بلهاريو سودا هم وکړه چې دوی يې د صليبي ژغ څخه د خلاصون نارې وهلې . تر ټولو د وخت دردوونکی پېغور دا دی چې ملا عمر اخوند له بي بي سي سره په راډيو کې وويل چې تر څو امريکا له عربي وچې څخه خپلې لښکرې ونباسي، اسامه به ونه سپاري . نن به هر ګوره نه وي خبر شوای چې د همغه ځايه پرې د خوراجو ټاپه ولګېده .


تهران ته د طالبانو وروستي سفر زباد کړه چې طالبان نه کوم مذهبي سنګر لري، نه کوم سياسي ليدلوری او آيديال (ارمان) او نه هم خپلو شعارونو ته ريښتيني پاتې کېږي . افسوس د هغو سپين زړو ژڼو په حال چې د طالب دروغجن په شعارونو غولېدلي، په ګرمۍ کې تږي، په يخنۍ کې لوڅ، په خپل وطن کې مسافر، په روژه کې بوزه تي، په بوزه کې وږي، په خپله ټولنه کې کرکجن، نه د دين او نه د دنيا شول، خو بېشماره بلهارۍ يې ورکړې . او په بشپړ باور چې د دغو بلهاريو ثواب به هم نه وي، ځکه چې دوی د عقل، قرآن او حديث څخه د کاراخېستلو پر ځای د پنجابي او ايراني شيطان ويناوې کارولې .


اوس به دا مظلوم او په تيارو کې بندي شوی ولس، په تېره ديني علما هم پوښتي چې څنګه کېدای شي چې د سلګونو زرو افغانانو، عراقيانو، سوريانو په ټوله کې د مکې تلپاتې غليم او د وينو تږی شيعه مذهبه ايران به په ريښتيا د طالبانو يا سونيانو ملګری شي . ايران به د طالبانو ملاتړ په ريښتيا وکړي، خو پوښتنه دا ده چې طالبان به د چا، څه او کومې موخې لپاره وجنګوي . آيا ايران به په ريښتيا د يوه سوني مذهبه توندلارې او ناپوهې ډلې سره مرسته وکړي تر څو په خپل ختيز ګاونډ کې يو بې مسئوليته امارت سمسور کړي؟ سليم عقل يې ردوي، خو کېدای شي چې طالبان دومره پوه وي چې عقل يې بې سارې وي يا ايران مسلمان شوی وي . حقيقت هر ګوره داسې دی چې نه طالب پوه دی او نه ايران مسلمان شوی، بلکې د خيانت، رزالت او جنايت لاسونه يو بل ته دمه او تکيه ورکوي .


ډاډه يم چې نه به طالبان پرته له وحشت څخه ژوند وکړي او نه به يې شيعه ايران داسې مرسته وکړای شي چې په ريښتينې مانا دې افغانستان ته ګواښ وګڼل شي . د نېستمن ماشومان به هر ګوره د دوی د غوبل، ترهګرۍ او خون قرباني شي، د ولس غم او ناخوالې به نورې هم هر اړخيزې او پراخې بڼې خپلې کړې، د غم شپې به يې اوږدې، د خوښۍ شېبې لنډې، ساندې به يې نور هم زور واخلي او زګيروي به يې لوړ شي .


طالبان د خپل ايماني ليدلوري او عقيدوي مورچل په بدلون سره نه افغانستان ته ګواښ پېښولای شي او نه هم نور د موسی ع لقبونه ځان ته ورکولای شي . له مخونو يې نقاب ولوېد، آره څېره يې بربنډه شوه . مخونه يې د نبتل بن حارث په څېر له منفاقت، رزالت او جنايت څخه تک تور ګرځېدلي دي، لمنې يې پورته، شملې يې ټيټې دي، يوازې شعار يې سپېڅلی دی، خو موخې يې حرامې دي، خپل او د ولس عزت په ذلت او نورو ته په سرټيټاوي کې لټوي .


تر ټولو اړينه دا ده چې اوس به د محفلونو، ماڼيو، مجلسونو، خوراکونو، مېوو، مستيو، رنګينو توشکو او بړستنو، تيلويزيونونو او د لامبو د ډنډونو اميران، سربولن، مولويان، اخوندان او ... د نېستمن بزګر زوی چې د سنګر طالب دی، څنګه جګړې ته هڅوي او څه به ورته وايي چې د چا او څه لپاره وجنګېږه . ځکه چې اوس خو به د غره، دښتې او مورچل طالب هم د کعبې د جومات د ملا امام پر فتوا خبر وي او هم د خپل امير او سربولن پر بې شملې سر چې د قم او تهران د حاج آقا په زنګنونو کې ټيټ دی .

خدايه پناه ورکړې ريښتيني طالب العلم ته له داسې ذلت څخه!