د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انګلستان د اروپايي ټولني له پريکړې سره موافق نه دی

یاسر الهاشمی 27.05.2015 11:43

د انګلستان د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په تر څ کې د اروپايي ټولنې له هغه پريکړې سره خپل مخالفت څرګند کړ چې ګواکي د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه يو شمير کډوالو ته پناه ورکړي.
د مديترانې په سمندرګي کې د څه دپاسه (۱۵۰۰) کډوالو ډوبيدل او په ځينو اروپايي هيوادونو کې د بې شميره افريقايی او اسيايي کډوالو ديره کيدل د دې سبب شوه چې اروپايي ټولنه ديته اړ کړي تر څو د مديترانې سمندرګۍ له لارې اروپا ته د راغلو کډوالو يوه برخې ته پناه ورکړي.
دا ځکه چې په څو محدودو هيوادنو (ايټاليا، جرمني، فرانسه او يونان) کې د کډوالو ديره کيدل ددې سبب کيږي چې دغه هيوادونه له هر اړخه زيانمن شي او په پای کې د اروپايي ټولنې د اوږو بار شي، نو اروپايي ټولنه هم پريکړه وکړه چې دغه کډوال د اروپايي ټولنې په غړي هيوادونو کې وويشي.
د روان زيږديز کال د می د مياشتې په لومړيو اونيو کې اروپايي ټولنه تصميم ونيو چې غړي هيوادونه بايد (۲۰۰۰۰) کډوالو ته بايد پناه ورکړي. د دې ترڅنګ د کډوالو د ويشنې لپاره يو ځانګړی ميکانيزم هم جوړ کړ چې د هغې له مخې دغه شل زره کډوال به په غړو هيوادونو کې د نفوسو، بيکاری کچه او د پناه ورکونې ځواک ته په کتو سره وويشل شي.
د اروپايي ټولنې د کډوالو د ويشنې دغه الزامي پريکړې د انګلستان په شمول د ځينو هيوادونو له سخت غبرګونو سره مخ شو.
د انګلستان د کورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلی چې انګلستان د کډوالو د ويشنې په اړه د اروپايي ټولنې له هر ډول الزامي پريکړې سره مخالف دی. د دغه اعلاميې سره جوخت د انګلستان د کورنيو چارو وزارت وياند رسنيو ته ويلی چې د کډوالو د مړينې د عاملينو په وړاندې مبارزه او له مينځه وړل د انګلستان اصلي موخه ده او موږ به پدې برخه کې خپلې وروستی هڅې وکړو.
نوموړی زياته کړه:
(( موږ په دې وياړو چې د تاريخ په مختلفو پړاونو کې مو اړو خلکو ته پناه ورکړی. خو، موږ پدې باور يو چې د جبري پناه ورکونې سيستم د کډوالو د ستونزو د حل لاره نه ده.
موږ به د قانون له پلي کوونکو ادارو سره مرسته وکړو تر څو قاچاقبران ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري، د سيمي له هيوادونو سره به ګډ کار وکړو او د ناقانونه کډوالو د بيرته ليږلو لپاره به يو منظم او اغيزمن سيستم جوړ کړو.))
د دې تر څنګ ډيويډکامرون د انګلستان په پارلماني ټاکنو کې تر بريالي کيدو وروسته د اروپايي ټولنې د کډوالو د ويشنې د پلان په اړه رسنيو ته وويل چې:
((موږ دېته اماده يو چې د مديترانې په سمندرګۍ کې د مجرمينو له بانډونو (قاچاق وړونکي شبکې) په وړاندې مبارزه وکړو او د دوی بيړۍ له منځه يوسو، د دې تر څنګ هغه هيوادونه چې کډوال ترې اروپا ته راځي له هغوی سره به مرستې وکړو. خو، موږ نه شو کولای چې خلکو ته پناه ورکړو.))