د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رېبلې ګوته

بصيرالحق عادل 26.05.2015 12:36

دا چې موسم ورځ تر بلې توديږي، په ډېرو سيمو کې هوا ډېره ګرمه ده، ځينې غريب او بېچاره خلک د نفقې د پيدا کولو لپاره په اوړي کې بېکاره وي، له یوې خوا زموږ په ټولنه کې داسې کارو بار نشته چې هر څوک دې په کار شي او له بل پلو ډېره ګرمي سړی دې ته نه پريږدي چې کار وکړي.
د اوړي د سرو غرمو، اوږد ماذيګر او رنګين ماښامونو په راتلو سره کله کله تېرو وختونو ته لاړ شم، زه ماشوم وم، زموږ د کلي ځوانانو به په دې موسم کې لوونه کول، زموږ کليوال ځوانان اکثره غريب خلک و، پخوا به داسې کارونه هم نه و چې دوی پکې مزدوري کړي وای او خپلو کورنیو ته یې نفقه پيدا کړي وای، نو دوی لپاره موسمي مزدوریانو ډېرې وې، چې زما یې د اوړي لوونه ښه یاديږي، چې په لوګرۍ به یې نيول او یا به ځينو ځوانانو خپل کرل شوي غنم لو کول.
سهار وختي به ځوانان پټيو ته ورولوېدل او په لو به یې پيل وکړ چې یو نیم ځوان به ښه شېبه لو وکړ بیا به یې لور په لاس کې، له غنمو خپل سر راپورته کړ په یوه لاس به یې له خپل تندي خوله پاکه کړه یوه نیمه ګپه به یې وکړه بيا به یې لو ته ملا وتړله؛ زما ښه یاد دي سرښارو او یاغي ځوانانو به په خپل منځ کې د غنمو رېبلو سيالي کوله، چې په لږ وخت کې به د پټي بل سر ته ورسېدل، او پر ځمکه ولاړ غنم به یې تر شا چپه پراته وو.
تر غرمې به ځوانانو او یو نیم د کلي مشر به هم ورسره و ځانونه په لو ښه ستړي کړل، له خوَلو به لانده خیشته شول چې بیا به یوې دېرې (حجرې) ته راټول شول او د توت او یا د  نورو ونو لاندې به په کټونو کې خواره واره ستړي ستومانه وغځېدل.
د ماسپښين له لمانځه وروسته چې لمر به خپلې شوخې منګولې له  ځمکې راپورته کړې وې او هوا به لږه یخه شوې وه، ځوانانو او کلیوالو به بیا پر پټيو سېلاب وروړ او تر ماښام به یې ځانونه ښه ستړي کړل.
پخوا خو به نور پرمختللي وسایل نه و، ځوانانو به ځينې وخت له ځان سره راډيو او یا غټ ټېپ یوړو چې پيته به یې ورواچوله او داسې اتڼي سندرې به د ټېپ له لوډ سپېکرانو راوتلې چې ځوانان به جوش ونیول او په لږ وخت کې به یې ډېر غنم چپه کړل.
کله کله خو موسمي سندرې غږېدې او یا به د نغمې دا سندره د ټېپ له منځه راووتله(( لو دی د غنمو یاره، ګېډۍ راواچوه بنګړي راغلي دينه))
اکثره ځوانانو به يا خپل کرل شوي غنم لو کول او یا به یې له نورو شتمنو خلکو او د یا د کلي له ملک څخه په لوګرۍ غنم نیول چې په اونۍ کې یوه ورځ به یې يوه لوګري خپل ټول دوستان او ملګري راټولول یا به د سپوږمۍ رڼا وه او یا به د لوګري د کور کشرانو په لاسونو کې د تېلو څراغونه (لاټينونه) نیولي ول او ځوانانو به د اشر په ډول  یې ټوله شپه لو کوو.
سهار به ډېرو ځوانانو د تېز لو او یا هم د غنمو به رېبلو کې ددوی تر منځ د سیالۍ له امله خپلې ګوتې رېبلې وې چې د اکثره ځوانانو ګوتې به په ټوکر تړل شوې وې.
اوس هم په اکثره کلیو کې کلیوال وینم چې غنم لو کوي، اوس هم هغه سيمې او پر هماغه ځمکو خلک غنم کري، اوس هم زموږ د کلي ځوانو خپل څادرونه تر ملاو تړلي وي او پر تندي یې خوله روانه وي.
خو!!!
هغه خوند په کلي کې نشته، هغه مزه چې هغه وخت کې خلکو له ژونده اخيسته اوس یې نه اخلي، اوس هغه سرښاره ځوانان چې د یو بل د خوشالیو او سوکالیو لپاره به یې ځانونه قربانول سپين ږيري شوي دي او اوسني ځوانان ورپسې خندواې کوي، اوس زموږ په کلي کې خلک له یو بل سره غنم نه رېبي، اوس زموږ د کلي ځوان د غنمو رېبلو سيالي نه کوي او خپلې ګوتې په سپینو او سرو ټوکرانو نه تړي، اوس زموږ  د کلي په یو سر کې واده وي، سندرې او اتڼوڼه شروع وي او د کلي په بل سر کې یو ځوان په وينو لت پت پروت وي او خپله مورجانه او خورجانه یې له غم په بدن رغړي او خپل ويښتان شوکوي.
اوس مينه، محبت، ورورولي، او له یو بل قربانېدل څوک نه پېژني، اوس خلک دې ارمانجنې نړۍ دومره ليوني کړي دي چې، خپل ورور وژني، خپله خور د ځناور پشان پر نورو پلوري او د خپلې مور پر چاودو لاسونو له نورو سره سودا کوي.
اوووف!!!!!
زما کلیه زما کوره؛
زموږ د کلي هغه ساده پاده ځوانان چې په دغه غريبۍ کې به هم له خياله کاږه روان و، اوس ټول سپين ږیري دي، ددوی تېر عمر راته یوه افسانه ښکاري او اوس چې د اوړي غرمې، ماذيګر او شپه راشي زه ددغه سپين ږیرو په ماضي او زموږ د کلي د سپيڅلي کلتور په نړۍ کې ورک شم، بېرته رانه ماشوم جوړ شي، او د خپل کلي کور هغه ساده، بې غمه او خوشاله زندګي راپه زړه شي.
سپوږميه کړنک وهه راخېژه
یار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه