د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا عش، شيعه مذهبي فاشېستان او عربي ظالمان

محمدکريم نور 26.05.2015 11:19

بې له شکه چې داعش هم د طالبانو په څېر د لوېديځې نړۍ او اسرائېلو يوه لويه پروژه وه، تر څو منځنی ختيځ وسيځي، تمدن، پرمختګ، کلتور، سياسي، اقتصادي، نظامي او ټولنيز اړخونه يې ونړوي، خو همدومره ټولنيزو آړونو (شرايطو) د عربي وچې سونيان اړ کړل چې د عراق او سوريې د ظالمو حکومتونو په وړاندې پورته او يا له داعش سره يو ځای شي . داعش په حقيقت بدل او په ښکاره سره (ظاهراّ) له غربي نړۍ سره ښکر پر ښکر او داسې ښکارېږي چې له منځه وړل به يې نه يوازې غربي نړۍ ستومانه کړي، بلکې د سعودي، اوردن، مصر او خليجي هېوادونو ظالمو او باطلو حکومتونو ته به لوی سرخوږ هم ورګرځي .

که د داعش شتون ته له بل کونج (زاويې) څخه وکتل شي، داسې ښکارېږي چې د سعود موکه غوښتونکې (اپورچونېست يا ابن الوقته) کورنۍ، د مصر امريکايي ګوډاګی او خوني رژيم او د خليج توکيزوال (ماده پرست) او فاحش رژيمونه سربېره پر ډار ، داعش ته په پټه سره هيله من هم دي . ځکه چې همدا داعش دی چې د ايراني مذهبي لنډه غرو او فاشېستانو کمر بند يې مات کړ چې له تهران څخه يې په عراق، سوريه، لبنان او يمن اچولی او سونيان يې پکې راګير کړي ول . د ايران د غه خونړی کمربند نه يوازې يو سياسي او مذهبي بلاک وو، بلکې داسې يو غښتلی نظامي مورچل وو چې ماتول يې د سعودي، مصري او خليجي خيټورو په خيال کې هم نشوای راګرځېدلی . داعش هر ګوره داسې دړې-وړې کړ چې امريکايان جنرالان يې هم ګوته پر غاښ کړل .

له ډېرو پوښتنو څخه يوه دا هم ده چې د عراق او د سوريې د دولتونو له پرځېدا څخه وروسته د داعش ماموريت څه دی – که چېرې لږ او ډير يا په سيده او ناسيده توګه د لويديځ د لومو ښکار وي او يا يې ګرځي . که چېرې يو خپلواک ولسي پاڅون وي لکه دوی چې په خپله ځانونه ګڼي، نو موخې يې څه دي؟ آيا يوازې په عراق، سوريه او لبنان بسيا کوي، که ليبيا، تونس، الجزائر، مصر، سعودي، يمن او خليجي هيوادونو ته هم وردانګي؟

په دې ورځو کې ناټو هم په افغانستان کې د داعش لپاره تر ټولو غټ تبليغ کوي؛ جنرال کمبپل خلک ويروي چې داعش په افغانستان کې غښتلې ريښې کړي دي، د وسله والو شمېر يې له زرګونو ډېر دی، نوې او پرمختللې وسلې لري، ها دي او دا دي!

کله ناکله خو طالبان هم د داعش پر شتون خبرې کوي يا ورسره د جګړې آوازې ګډې کړي يا هم د داعشيانو پر ضد فتواوې ورکوي . نن يې هم د جګړې راپورنه په خبري او ټولنيزو رسنيو کې خپل ځای نيولی وو . خو له بده مرغه دا مالومه نه شوه چې داعش په افغانستان کې له کومه شو، غړي يې د کوم ځای دي، څنګه او چا راوستلي دي، وسلې يې له کومه کړې، مرکز يې چيرته دی، مالي امکانات څوک ورکوي، لوژيشتيکي وړتيا يې څنګه او څوک برابروي، مذهبي پوښتنې او ګروېږنې په کوم عالم فيصله کوي؟ دلته خو يو اميرالمؤمنين شتون لري، نو بل خليفه ته څه حاجت دی؟ که ملا محمد عمر امير الباکستانيون وي يا د آی اس آی لخوا په افغانانو په زور منل شوي وی، نو د البغدادي لپاره خو دا کارونه هم په ښکاره سره په افغانستان کې ونشول . نه هم له ده سره چا په صحيحه او شرعي توګه بيعت کړی دی . اوس که تور دی که سپين، داعش شته او ورځ پر ورځ غښتلی کېږي . د افسوس وړه دا ده چې زموږ د جهاد ټيکه داران داعش يو غير اسلامي ترهګره ګروپ ګڼي ځکه چې عام ولسي خلک وژني، خو خپل هغه جرمونه يې هېر دي چې د بشريت پر لمن يې داسې ور وټومبل چې توجيه يې نه په دين او نه بې دينه کولای شي .

داعش ورځ پر ورځ خپله لمن پراخوي، خپل شتون د القاعدې او نورو توندلارو اسلامپالو ډلو سره په توپير په يوه جامد وجود بدلوي، سربېره پر ځانبمي، خربمي او موټر بمي، مورچلونه نيسي، ملکونه لاندې کوي، د زرګونو کلونو تمدن او کلتوري پاتې شونې نړوي، په يوه کس د اسلام په نامه يرغل کوي، سرپنا يې له منځه وړي او د تکبير په نارو يې وژني، بل ته د اسلام په نامه پنا ورکوي، غېږه ورته خلاصوي او د تکبير په نارو يې خپل کور او کهول ته بدرګه کوي . تر ټولو حيرانوونکې لا دا ده چې د يوه نيم زرو اسلامي عالمانو په بيعت ملا محمدعمر مجاهد اميرالمؤمنين باطل ګڼي او د ده پر ضد فتوا ورکوي .

ولې او ګرم څوک دي؟؟

پرته له دې چې داعش د منځني ختيځ د ورانولو يوه بله پروژه ده چې په خپله د عربو مسلمانانو لخوا په مخ درومي، خو د زېږد، روزنې، پالنې او په واک راوستلو لپاره يې ټول واکمن ټولنيز شرايط همدې غربي نړۍ برابر کړل . تر ټولو ستره نښه يې همدا وحشت دی چې هره ورځ يې د تيلويزيونو پر پردو وينو او دا وحشت د امريکا آره (اصلي) څېره ، شخصيت، طبعيت او د ژوند لاره ده، کنه اسلام خو دومره وحشت ته نوم هم نه لري . له هغو انسانانو څخه څه د انسانيت او اسلامي اخلاقو تمه کېدای شي چې له کلونو کلونو راهيسې امريکا او همجرمان، د عراق ځناور شيعه حکومت، ايراني شيعه مذهبي لنډه غرو او فاشيستانو او د سوريې ځناور حکومت يې هره ورځ په کورونو ورخېژي، بچيان يې حلالوي، په لوڼو يې تېری کوي، په جسدونو يې بولې کوي، خويندې، ميندې او پلرونه يې يا په مرګ سيځي او يا په ژوند.

په همدې توګه د سعودي، مصر او خليجي هېوادونو رول د داعش په زېږد او غښتلتيا کې تر امريکا چې ډېره نه وي، کمه خو ګرد سره نه دی . د مصر په مظلوم ولس د جنرال سيسي ظلمونه، د زرګونو بې ګنا خلکو شهيدانول، په زرګونو بې ګنا خلک بندي کول، په زرګونو بې ګنا خلکو په تېره ښځو جنسي تېری او د هغوی فېلمونه په انټرنټ خپرول، هرو مرو د مصري ټولنې کرکه او غوسه راپاروي . همداسې يې د سعودي د فاشېستې کورنۍ حکومت درواخلئ چې په زرګونو خلک يې په پټه سره په يوه او بل نامه شهيدان کړل . د سوني مذهبه ملکونو په اړه چې سعودي کوم سياست پر مخ وړي، نن يې الحمدلله د غاړې ځنځير وګرځېد . امريکا پر عراق بمبار کوه، خو ټانکونه او الوتکې به يې په سعودي او کويټ کې ښکته پورته او له تېلو ډکېدلې . امريکا په افغانستان بمبار کوه، د تيلو، سياسي تکيه ا و د مذهبي فتواوو ټيکه يې سعودي پر غاړه درلوده، پر کابل شيعه مذهبه ايراني فاشېستانو را ودانګل، خو سعودي عرب د پښتنو پښې او لاسونه دواړه ورته وتړل . د دې لپاره چې د سعود منفورې کورنۍ خپل واک ساتلای وي، له سونيانو سره يې هر ډول ظلم او زور ته لاس واچوه او د بې وزله سوني مسلمانانو غليم ته يې هر کلی ووايه . نو نن چې سونيان داعش ته ورځغلي يا په افغانستان کې داعش ته ښه راغلاست وايي او يا هم له طالب خونيانو سره يو ځای کېږي، ښايي چې پر لاملونو يې له سره او ژوره توګه غور وشي . نن چې د طالبانو ځينې غړي له داعش سره يو ځای کېږي، يا به په بشپړه توګه د پرديو د استخباراتو په امر دا کار کوي او يا ښه امکان لري چې اقتصادي ستونزې ولرې او داعش د يو څو روپيو ژمنه ورسره کړې وي، کنه طالب پرون هم په اسلام نه پوهېده، نن هم نه پوهېږې او سبا ته به هم پوه نه شي . او د غليم تر ټولو غټه او بريالی ستراتيژي همدا ده چې په افغانستان کې بايد پښتون ناپوه پاتې شي .

خو د طالب او داعش پلويانو ته بايد په ډاکه وويل شي چې د داعش کړنې په ټوله مانا او مجموعه کې د طالبانو په څېر غير شرعي او غير انساني دي، داعش او طالب په هر دين او هر مذهب چې وارزول شي، ترهګرې ډلې دي، کړه وړه يې جهاد نه، بلکې غير اسلامي او غير انساني دي . دريغه چې د کعبې شريفې ملا امام د طالب پر ضد کلونه وړاندې همداسې فتوا ورکړې وای لکه يوه مياشت وړاندې يې چې د دواړو ډلو داعش او طالب پر ضد ورکړه او دواړه يې له اسلام څخه وتلې وبللې .