د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اروپايي ټولنه او د کډوالو د ويشنې طرحه

یاسر الهاشمی 26.05.2015 12:17

رويټرز، (2015/05/18)
اروپايي ټولنه هوډ لري چې د دغې ټولنې د غړو هيوادونو په وړانديز د پناه غوښتنی په برخه کې داسې قانون تصويب کړي چې د هغې له مخې به د اروپايې ټولنې په غړو هيوادونو کې د پناه غوښتنی ګډه پاليسې (کړنلاره) تطبيق شي.
د قانون ترڅنګ اروپايي ټولنې پر يوې داسې طرحې هم کار کړی چې د هغې پر اساس غړي هيوادونه مکلف ګڼل شوي چې یو شمير کډوالو ته د هيواد اقتصادي وضعيت، نفوس او پناه ورکونې ځواک ته په کتو، پناه ورکړي.
دغه طرحه د هغه قانون يوه برخه ده چې د ايټاليي، جرمني او يو شمير نورو اروپايي هيوادونو لخواد (۲۰۱۵) زيږديز کال د اپريل په ورستيو کې وړاندې شوه او د همدې کال د می د مياشتې په لومړی اونۍ کې د ټولنې لخوا تصويب شو.
د رويټرز خبرې آژانس د راپور پر اساس اروپايي ټولنه غواړي چې دغه طرحه د می د میاشتې په وروستيو لسو ورځو کې خپره کړي. خو، له خپريدو څخه مخکې د دغې ټولنې د ټولو غړو هيوادونو رضايت شرط دی.
رويټرز لیکي چې د ځينو اروپايي سياستوالو د مخالفت له امله د طرحې د خپريدو نيټه تر اوسه پورې نهايي شوی نه ده، د ډيويډ کامرون په ګډون ځينې اروپايي سياستوالان دغه طرحه يوازې او يوازې یو ليونتوب ګني او بس.
دا ځکه چې د دغې طرحې پر اساس اروپايي ټولنه کډوالو ته دا حق ورکوي تر څو د اروپايي ټولنې له يوه غړي هيواد څخه واوړي او د ټولنې په بل غړی هيواد کې د پناه غوښتنې درخواست ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو د پاليسيو(کړنلارو) پر اساس کډوال کولای شي يوازي په هغه هيواد کې د پناه غوښتنې درخواست ورکړي کوم هيواد ته چې د لومړي ځل لپاره داخل شوی وي. يعنې کډوال نشي کولای د اروپايي ټولنې له يوه غړي هيواد څخه واوړي او د دې ټولنې په بل هيواد کې د پناه غوښتنې درخواست ورکړي.
د کډوالو د ويشنې د طرحې له مخې د هر هيواد سهميه او برخه د هغه هيواد د اقتصاد، نفوس، د بيکاری کچه او پناه ورکونې ځواک ته په کتو سره ټاکل کيږي.
رويټرز زياتوی چې د دغې طرحې په مسوده (پيش نويس) کې راغلی چې:
((که اروپايي ټولنه د کډوالو د ويشنې په اړه له چټکۍ څخه کار وانخلي نو له سختو فشارونه سره به مخ شي او داسې حالت به راشي چې بيا به نه ورته د حل لاره وي او نه به هم د زغملو وړ وي. موږ اوس دا توان او وړتيا لرو چې يو شمير محدودو کډوالو ته پناه ورکړو، کيدای شي په راتلونکي کې دغه توان هم و نه لرو.))
تير کال د اروپايي ټولنې په غړو هيوادونو کې د پناه غوښتونکو شمیر له (۶۰۰۰۰۰) څخه اوښتی و چې دا د اروپايي ټولنې په تارېخ کې بيساری و او د يو ريکارډ په حيث ثبت شو.